امنیت

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه چمتو دي چې په لوېدیځو ولایتونو کې محلي پولیس جذب او مدغم کړي

د عمر راپور

افغان چارواکي وایي، افغان ملي اردو او افغان ملي پولیس چمتو دي چې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د افغان محلي پولیسو جلب و جذب پیل کړي او په دې توګه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له اختلال څخه پرته امنیت ډاډمن کړي. [شمیل مشال]

هرات -- چارواکي وایي، افغان ملي اردو او افغان ملي پولیس چمتو دي چې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د افغان محلي پولیسو جلب و جذب پیل کړي او په دې توګه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې په دوامداره توګه امنیت ډاډمن کړي.

افغان محلي پولیس په ۱۳۸۹ کې رامنځته شول ترڅو د کلیو په کچه د طالبانو پر ضد دفاع وکړي.‌

په ورپسې کالونو کې، افغان محلي پولیسو -- د ناټو په ملاتړ -- په لومړیو کرښو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د نورو څانګو تر څنګ د طالبانو، داعش او د افغانستان د نورو دښمنانو پر ولاندې وجنګیدل.

افغان حکومت پلان لري چې د روان کال تر پایه پورې افغان محلي پولیس منحل کړي.

د محلي پولیسو منسوبین د لیندۍ په ۵مه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې ساتنه کوي. [شمیل مشال]

د محلي پولیسو منسوبین د لیندۍ په ۵مه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې ساتنه کوي. [شمیل مشال]

افغان ملي اردو او افغان ملي پولیس د طالبانو په ځپلو کې د افغان محلي پولیسو د مهم رول په درک کولو سره د افغان محلي پولیسو ډېر پخواني غړي په خپلو لیکو کې جذبوي.‌

افغان محلي پولیسو ته ښه راغلاست وایو

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالرؤف ارغندیوال وویل، د افغان ملي اردو د جلب و جذب مرکز چمتو دی چې د افغان محلي پولیسو د سرتېرو د ثبتولو او روزلو پروسه پیل کړي.

هغه وویل، «ټول چمتووالي نیول شوي چې محلي پولیس د محلي اردو په جوړښت کې مدغم کړای شي. په ټولو لوېدیځو ولایتونو کې محلي پولیس سرتېري کولی شي چې د افغان ملي اردو د جلب و جذب مرکزونو ته ورشي او له افغان ملي اردو او محلي اردو سره یوځای شي.»

ارغندیوال وویل، «محلي پولیس له کالونو راهیسې د ترهګرو پر ضد جګړه کوي او ښه تجربه یې ترلاسه کړې ده. هغوی په لوړه کچه پوځي وړتیاوې لري، خو په افغان ملي اردو او محلي اردو کې له جذب څخه وروسته به بیا هم هغوی روزنه ترلاسه کړي او پرمختللې او له اړتیا سره سمې وسلې به ورکړل شي.»

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ سرپرست ډګروال شېرآقا الکوزي وویل، له افغان ملي پولیسو سره د افغان محلي‌ پولیسو په یوځای کېدلو سره به امنیت لا ښه شي او د پولیسو ځواک به د نړۍ والو ترهګرو پر ضد جګړه کې د پخوا په نسبت نور هم غښتلی شي.

هغه وویل، «محلي پولیس به لومړی د پولیسو د جلب و جذب مرکزونو ته لاړ شي ترڅو طی مراحل تکمیل کړي او بیا به له پولیس ځواک سره یوځای شي.»

الکوزي وویل، «افغان ملي پولیس محلي پولیسو ته، چې د جنګ په میدان کې د کالونو اوږده تجربه لري، اړتیا لري، او هغوی ته تود هرکلی وایي.»

نوموړي وویل، له افغان ملي پولیسو سره له یوځای کېدلو څخه وروسته به د پخوانیو افغان محلي‌ پولیسو غړي د خپلو سیمو د ساتنې لپاره بهتر امکانات ترلاسه کړي او د طالبانو د فعالیتونو مخه به ونیسي.

روزنه او کاري فرصتونه

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل،‌ د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې په اساس، په محلي اردو او افغان ملي پولیسو کې د افغان محلي پولیسو د ادغام پروسه روانه ده.

هغه وویل، «محلي پولیسو لیوالتیا ښودلې چې له افغان ملي پولیسو سره یوځای شي، او د افغان ملي پولیسو لیکو کې له ادغام څخه وروسته به په خپلو سیمو کې توظیف کړای شي او نورې وسلې او پوځي روزنه به ورکړل شي،» او زیاته یې کړه چې افغان محلي پولیسو وار له مخه په ډېرو ولسوالیو کې پوځي روزنه ترلاسه کړې ده.

سربېره پر دې، په هرات ولایت کې خصوصي سکتور لېوالتیا ښودلې چې په خپلو فابریکو او شرکتونو کې د محلي پولیسو د استخدام په برخه کې مرسته وکړي.

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، د افغان محلي پولیسو هغه غړي چې دندو ته اړتیا لري کولی شي چې د دغې ادارې د استخدام او بشري ځواک څانګو سره تماس ونیسي. هغوی ته به لومړیتوب ورکړل شي.

هغه وویل، «محلي پولیسو له کالونو راهیسې له هېواد او خلکو څخه د دفاع په لاره کې د سپر په توګه کار کړی او ډېرې قربانۍ یې ورکړي دي. خلک به د دغو زړورو انسانانو قربانې هېرې نه کړي.»

خادم وویل، که د افغان محلي پولیسو منسوبین لیواله وي، هغوی کولی شي چې په فابریکو او نورو شرکتونو کې د ساتونکیو په توګه کار وکړي.

هغه وویل، «د هغوی د پوځي تجربې په پام کې نیولو سره، محلي پولیس کولی شي چې د خصوصي سکتور او پانګوونکیو د امنیت په ساتلو کې مهم رول ولوبوي. موږ چمتو یو چې هغوی په خپلو کارځایونو کې استخدام کړو.»

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالقیوم افغان وویل، د افغان محلي پولیسو هغه سرتېري چې د دندو په لټه کې دي، کولی شي چې له یادې ادارې سره اړیکه ونیسي او د کاري فرصتونو او حرفوي روزنې په هکله معلومات ترلاسه کړي.

هغه وویل، «په بېلابېلو برخو کې حرفوي روزنې موجودې دي چې محلي پولیس کولی شي وایې خلي. دغه اداره د نجارۍ، اهنګرۍ، خیاطۍ او د موټرو او برقي وسایلو د ترمیم په برخو کې روزنې ورکوي.»

افغان وویل، سږ کال ۳۰۰۰ بې وظیفې سړیو او ښځو په روزنیزو کورسونو کې برخه واخیستله چې ځینې یې وار له مخه فارغ شوي او په کار ګومارل شوي دي، نور یې اوس هم په روزنه بوخت دي.‌

هغه وویل، «وروسته له هغه چې هغوی دغه حرفوي روزنه بشپړه کړي، موږ به له محلي پولیسو سره د وظیفو په موندلو کې مرسته وکړو او هغوی ته به د کار وسایل ورکړو. یو ځل چې هغوی مهارتونه زده کړي، بیا دا ناشونې ده چې هغوی به بې کاره پاتې شي.»

له افغانستان څخه دفاع ته ژمن

د افغان محلي پولیسو غړو وویل هغوی چمتو دي چې له امنیتي ځواکونو سره د یوځای کېدلو یا په خصوصي سکتور کې د کار کولو له لارې د هېواد خدمت ته دوام ورکړي.

د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یوه غړي محمد موسی وویل، «د محلي پولیسو هدف دا وو چې له هېواد څخه دفاع او د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي. زموږ لپاره دا فرق نه کوي چې موږ د محلي پولیسو، افغان ملي اردو یا محلي اردو په ګډو د کومې امنیتي ادارې په چوکاټ کې کار کوو. موږ چې هر چېرې یو، د خپلو خلکو او هېواد خدمت کوو.»

هغه وویل، محلي پولیس به هېڅکله هم د افغانستان د دښمنانو پر ضد جګړه ونه دروي.‌

په قادس ولسوالۍ کې د افغان محلي پولیسو یوه بل غړي عبدالجبار وویل، د افغان محلي پولیسو د هر غړي لپاره دا د ویاړ خبره ده چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې کار وکړي.

هغه وویل، «دا ریښتیا ده چې محلي پولیس منحل کیږي، خو موږ چمتو یو چې د افغانستان په ۲۴ واړو ولایتونو کې په هره امنیتي اداره کې خدمت وکړو.»

د افغان محلي پولیسو یوه بل غړي محمد یعقوب، چې دی هم د قادس ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ژمنه وکړه چې په هره امنیتي اداره کې وي د ترهګرو پر ضد جګړې ته به دوام ورکړي.

هغه وویل، «موږ غواړو چې له افغان ملي اردو یا محلي اردو سره یوځای شو او د هېواد او خلکو د دښمنانو پر ضد د پخوا په نسبت په ډېر زور او شور سره جنګ وکړو. موږ به پرې نه ږدو چې ترهګر د افغانستان امنیت ټکنی کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

محلي پولیس باید منحل کړای شي. هغوی نه یوازې د امنیت ټینګولو او طالبانو ته ماتې ورکولو کې مؤثر نه وو، بلکې د هغو سیمو چې هغوی په کې مؤظف شوي دي امنیتي وضعه یې د پخوا په نسبت له بدې نه بدتره کړه. د محلي پولیسو د ظلمونو له امله ډېرو خلکو طالبانو ته مخه کړه او له هغوی څخه یې د محلي پولیسو پر ضد د همکارۍ غوښتنه وکړه. محلي پولیس باید په سملاسي توګه منحل کړای شي او پرځای یې مسلکي ملي پولیس وټاکل شي.‌ مونږ باید د قانونیت په لور پرمخ لاړ شو او هېڅکله هم د محلي پولیسو پلوي ونه کړو، ځکه هغه خلک چې د محلي پولیسو په کتار کې وظیفه ترسره کوي هغوی مسلکي نه دي او نشي کولی چې د امنیت په برابرولو کې مؤثر ثابت شي. د هغوی اکثر جنایتکاران دي او وسله والې غلاوې کوي. هغوی په تښتونو کې ښکېل دي.

ځواب ورکړئ