امنیت

نویو روزل شویو افغان سرتېرو ژمنه وکړه چې د هېواد دښمنان به له منځه وېسي

د عمر راپور

په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو پنځه سوو نویو روزل شویو سرتیرو ژمنه وکړه چې د طالبانو او داعش په څېر ترهګرو ډلو پر ضد به له خپل هېواد څخه دفاع وکړي. [عمر]

هرات -- په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو پنځه سوو نویو روزل شویو سرتیرو ژمنه کړې چې د طالبانو او داعش په څېر د حکومت مخالفو ترهګرو ډلو پر ضد له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

پنځه سوه تنه سرتیرو د یکشنبې په ورځ /د تلې ۲۰مه/ په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې له یوه څلورمیاشتني پروګرام څخه فارغ شول، او په هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې به د امنیتي اړتیاوو په پام کې نیولو سره توظیف کړای شي.

د افغان ملي اردو تازه سرتیرو وویل چې هغوی په بشپړ ډول دې ته چمتو دي چې له افغانانو او افغانستان څخه دفاع وکړي، او دا چې هغوی به ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د هیواد امنیت وګواښي.

د محمد انس په نامه یوه سرتیري وویل، «مونږ افغانانو ته اطمینان ورکوو چې مږ به د هغوی خدمت وکړو او امنیت به یې خوندي کړو.»

نوي روزل شوي افغان سرتیري په داسې حال کې لیدل کیږي چې د تلې په ۲۰مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې د خپل فراغت په مراسمو کې برخه اخلي. [عمر]

نوي روزل شوي افغان سرتیري په داسې حال کې لیدل کیږي چې د تلې په ۲۰مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې د خپل فراغت په مراسمو کې برخه اخلي. [عمر]

هغه وویل، «طالبانو او داعش ته زموږ پیغام دا دی چې تاسو نشئ کولی چې د افغان ملي اردو د سرتیرو پر ضد جنګ وکړئ ځکه چې فارغ شوي سرتیري په لوړه کچه وړتیاوې لري. تاسو کولی شئ راشئ او د سولې پروسې سره یوځای شئ، خو که تاسو جنګ ته دوام ورکړئ، ملي اردو به تاسو له منځه وېسي ځکه دا اردو د همدي لپاره رامنځته شوې ده چې تاسو ته ماتې درکړي.»

د ۲۰۷ ظفر قول اردو یوه بل سرتیري صفت الله وویل، عسکري یوه مقدسه وظیفه ده، او ټول هغه ځوانان چې د افغان ملي اردو له لیکو سره یو ځای شوي دي هغوی یواځې یو هدف لري؛ چې د خلکو او افغانستان خدمت او دفاع وکړي.

هغه وویل، «موږ غواړو چې سوله راولو... څو هغوی په سوله کې ژوند وکړي او افغانستان وکولی شي چې وده او پرمختګ وکړي.»

هغه زیاته کړه، د حکومت مخالف عناصر د سولې د پروسې له منلو څخه پرته بله هېڅ لاره نه لري، او که هغوی جنګ او د افغانانو وژلو ته دوام ورکړي، امنیتي ځواکونه به یې له منځه وېسي.

د اردو د روزنیز پروګرام یوه تازه فارغ رحیم الله وویل، «افغانستان زموږ د مور په څېر دی؛ موږ به یې دفاع وکړو، اوموږ به بریدګرو او ترهګرو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ د هیواد امنیت وګواښي. دا زموږ فریضه ده چې له خپل هېواد او خلکو څخه دفاع وکړو، او که زموږ د سر په بیه هم تمامیږي ... موږ به يې د دښمنانو پر ضد جنګ وکړو.»

د سرتیرو روزنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو کې په هیواد کې بریدونه زیات شوي، دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت مرکچیان د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره ګوري ترڅو د لسیزو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

طالب اورپکو د تلې د ۲۰مې په شپه،‌ په لښکرګاه باندې یو لړ بریدونه ترسره کړل، او متحده ایالات یې مجبور کړل چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دفاع لپاره هوایي بریدونه ترسره کړي.

د دغې درنې جګړې په ترڅ کې په لسګونو زره ملکي خلک له خپلو کورونو څخه تېښتې ته اړ شوي دي.

د سولې لپاره جنګ

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالرؤف ارغندیوال وویل، هغه ځوان افغانان چې له اردو او عسکرو سره یوځای کیږي او ظرفیت یې وده کوي هغوی د سولې دښمنانو ته یو پیغام ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه له یوې ورځې څخه بلې ته پیاوړي کیږي، او ترهګر به هېڅکله هم ونشي کولی چې له ځواک څخه په استفادې سره خپل شیطاني هدفونه ترسره کړي.

هغه وویل، د امنیتي ځواکونو قربانۍ او هڅې به بالاخره افغانستان ته ثبات او دوامدراه سوله راولي.

هغه زیاته کړه،امنیتي ځواکونه به د ترهګرو پر ضد جګړې ته دوام ورکړياو هغوی به مجبور کړي چې د سولې پروسې سره یوځای شي ترڅو په هېواد کې سوله او امنیت ډاډمن شي.

هغه وویل، «موږ وسله والو مخالفینو ته یواځې د جنګ پیغام نه ورکوو، موږ همدارنګه هغوی سولې ته رابولو. که طالبان چمتو وي چې سوله وکړي او تاوتریخوالی ودروي، موږ چمتو یو چې له هغوی سره سوله وکړو، خو که هغوی د جنګ لاره نیسي، امنیتي ځواکونه او زموږ زړور کومانډویان به له شک پرته هغوی له منځه وېسي.»

ارغندیوال وویل، «موږ سولې او جنګ دواړو ته چمتو یو.»

هغه زیاته کړه، «موږ سوله په سوال نه غواړو، بلکې موږ یوه باوقاره او ویاړمنه سوله غواړو. د امنیتي ځواکونو اصلي هدف دا دی چې سوله ډاډمنه کړي او په هېواد کې جنګ پای ته ورسوي. امنیتي ځواکونه د دې لپاره جنګ کوي ترڅو سوله راولي او ملي ارزښتونه او لاسته راوړنې خوندي کړي.»

هغه وویل، هغوی چې غواړي د ځانمرګو بریدونو، بمي چاودنو او نورو تخریبي کارونو له لارې په افغانانو باندې واکمني وکړي باید پوه شي چې هغوی به هېڅکله هم خپل هدفونه ترسره نه کړي.

په لویدیځ زون کې د کومانډو د دویمې لوا قوماندان ډګروال فردین سپاه وویل، افغان امنیتي ځواکونه له څو میاشتو راهیسې د ترهګرو پر ضد د جنګ مشري کوي، او هغوی دا وړتیا ترلاسه کړې چې له هېواد څخه دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه، «که طالبان سولې ته مخه کړي، موږ له هغوی سره سوله کوو، خو که هغوی جنګ ته دوام ورکړي، موږ به یې له منځه وېسو.»

هیله من وګړي

د لویدیځو ولایتونو اوسېدونکیو وویل، امنیتي ځواکونو ملکي خلک د افغانستان راتلونکي ته هیله من کړي او هغوی داسې ښه تربیه او ښه تجهیزات ترلاسه کړي چې د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فریداحمد محمدي وویل، «زمونږ امنیتي ځواکونه په وروستیو کالونو کې په بهتر ډول سمبال شوي دي. هغوی په جنګي الوتکو، ټانکونو او نورو جنګي وسایلو باندې سمبال شوي دي.»

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روزنیز کنډک قوماندان ډګروال محمد نادر افضلي وویل، د افغان ملي اردو سرتیري پرمختللې مسلکي روزنه ترلاسه کوي، او هغوی دې ته چمتو دي چې په سختو حالاتو کې د ترهګرو پر ضد جنګ وکړي.

هغه وویل، «د افغان ملي اردو عسکر ډېر مسلکي شوي دي ځکه چې هغوی خپله وړتیا پیاوړې کړې او دښمن له منځه وړي.»

هغه وویل، «د ملي اردو د ځواکونو د ظرفیت د پیاوړتیا تر څنګ، د هغوی شمېر هم په ډېرېدلو دی. د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې شاوخوا ۸۰۰ سرتیري پوځي روزنه ترلاسه کوي. هغوی به ژر فارغ شي او د لویدیځې سیمې په بېلابېلو برخو کې به توظیف شي.»

افضلي وویل، په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو د ۴۰۰ اضافي سرتیرو د استخدام چارې پرمخ روانې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په حقیقت کې، د افغان ملي اردو ځواکونو په وروستیو کې خپلې عالي وړتیاوې ثابتې کړي دي. زه باید دا هم ذکر کړم چې مونږ چې نن په افغانستان کې هر څه لاسته راوړنې لرو هغه د دغو قربانیو له امله دي. ژوندي دې وي د افغان ملي اردو زړور سرتېري.‌ مړه دې وي د دې هېواد ظالم دښمنان.

ځواب ورکړئ