امنیت

د هرات خلکو د عاشورا په ترڅ کې د داعش د بریدونو د مخنیوي له امله افغان ځواکونه وستایل

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د وږي په ۷مه اخیستل شوی دی، د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی هرات کې د شیعه ګانو د محرم له مراسمو څخه مخکې په پیره ولاړ دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د وږي په ۷مه اخیستل شوی دی، د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی هرات کې د شیعه ګانو د محرم له مراسمو څخه مخکې په پیره ولاړ دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هرات -- په هرات ښار کې د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۱مه/ له ۲۰۰۰ څخه ډېر ځای خلک راټول شول چې د عاشورا د مراسمو په ترڅ کې د امنیت ټینګولو او د داعش د پلان شویو بریدونو په مخنیوي کې د افغان ځواکونو هڅې وستایي.

په هرات کې چارواکو وویل، له ۲۰۰۰ څخه ډېر د ملي اردو، د ملي امنیت ریاست او ملي پولیسو منسوبین توظیف شوي ول چې په هرات ښار کې امنیت وساتي.

د عاشورا مراسم چې د وږي په ۹مه په ټول افغانستان کې ترسره شول د هرات ښار په اتو موقعیتونو کې ترتیب شوي ول.

یوه ځایي اوسېدونکي میثم حسیني په ابوفضل جومات کې جوړه شوې غونډه کې وویل، د هرات اوسېدونکیو د عاشورا په ورځ د امنیتي ځواکونو تر څنګ په درېدلو سره د هغوی ملاتړ وکړ.

یو پولیس افسر د وږي په ۱۱مه په هرات ښار کې په یوه غونډه کې، چې ځایي خلک په کې د عاشورا د مراسمو په ترڅ کې د امنیت ټینګولو او د داعش د احتمالي بریدونو د مخنیوي له امله د امنیتي ځواکونو ستاینه کوي، په پیره ولاړ دي. [عمر]

یو پولیس افسر د وږي په ۱۱مه په هرات ښار کې په یوه غونډه کې، چې ځایي خلک په کې د عاشورا د مراسمو په ترڅ کې د امنیت ټینګولو او د داعش د احتمالي بریدونو د مخنیوي له امله د امنیتي ځواکونو ستاینه کوي، په پیره ولاړ دي. [عمر]

هغه وویل، د هرات اوسېدونکي چمتو ول چې د عاشورا په ترڅ کې د کومې ترهګریزې حملې په مخنیوي کې مرسته وکړي.

هغه وویل، «موږ چمتو وو چې وسلې واخلو او د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریدلو ترڅو د ترهګرو په وړاندې د خپل هېواد دفاع وکړو. ترهګرې ډلې تل په افغانستان کې ناکامې شوي دي -- هغوی به هېڅکله هم بریالي نشي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد عوض واحدي وویل، امنیتي ځواکونو د عاشورا د ترسره کولو لپاره فرصت برابر کړ ځکه چې هغوی له مراسمو څخه مخکې شپه او ورځ څار زیات کړ، چې دا د امنیتي ځواکونو او افغانانو لپاره یوه غټه لاسته راوړنه وه.

هغه وویل، «افغانان په خپلو امنیتي ځواکونو باندې فخر کوي، او تل د هغوی تر څنګ ولاړ دي. دوی به ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې زړورو او اتلو عسکرو ته ماتې ورکړي.»

هغه زیاته کړه، «ټولو له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړه چې د عاشورا د مراسمو امنیت یقیني کړي. له امنیتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ ترهګرو ته یو ښکاره پیغام ورکوي او ښیي چې افغانان له ترهګرو او د هغوی له ملاتړو څخه کرکه کوي.»

بمونه شنډ شول

د داعش له خوا د مکررو ګواښونو سره سره چې پخوا یې شیعه مسلمانان په نښه کړي دي، د دغو مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې هېڅ ترورستي برید ترسره نشو.

د هرات والي سید وحید قتالي د ابوفضل جومات په غونډه کې وویل، ترهګرو په هرات ولایت کې د عاشورا په مراسمو باندې د شاوخوا ۳۰ بریدونو د ترسره کولو پلان درلود، او په داسې حال کې چې ترهګرو ډلو هره هڅه وکړه چې دغه مذهبي مراسم ټکني کړي، لاکن هغوی ته ماتې ورکړل شوه.‌

هغه زیاته کړه، «له دغو ټولو امنیتي ګواښونو سره سره، امنیتي ځواکونو و کولی شوای چې د ترهګریزو بریدونو او ډله ییزو وژنو مخه ونیسي چې دا د داعش او نورو ترهګرو ډلو لپاره یوه غټه ماته ده.»

هغه په امنیتي منسوبینو باندې غږ وکړ «چې دغه ګوډاګیان، مخکې له دې چې بې ګناه خلک ووژني، له منځه وېسي.»

هغه وویل، «د دغو جنایتکارو او قاتلانو پر وړاندې هېڅ رحم مه کوئ، ترڅو خلک وکولی شي په امنیت او سوله کې ژوند وکړي.»

د هرات امنیه قوماندان سمونوال عبیدالله نورزي وویل، «ترهګرو ډلو څو ځلې ګواښ وکړ چې د عاشورا مراسم به مختل کړي او د دغو مذهبي فعالیتونو برخه وال به ووژني، خو امنیتي ځواکونو د خلکو په مرسته د دغو ترهګرو د هر برید مخه ونیوله.»

هغه زیاته کړه، «امنیتي ځواکونو هغه څلور بمونه چې په هرات ښار کې د عاشورا د مراسمو له موقعیتونو سره نږدې ځای په ځای شوي وو کشف او شنډ کړل. امنیتي ځواکونو د بریدونو د هڅې په تور اته کسان ونیول.»

نورزي په دې هکله جزیات ورنه کړل چې آیا نیول شوي کسان له داعش یا نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري، خو ویې ویل چې پولیس یې څېړنه کوي.

د داعش لپاره ماته

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د ۱ پلي غونډ قوماندان ډګروال غلام فاروق بېګي وویل، امنیتي ځواکونو له عاشورا څخه څو ورځې مخکې خپل عملیات سره همغږي کړل چې د مراسمو لپاره امنیت ډاډمن کړي او د ترهګرو د بریدونو مخه ونیسي.

هغه وویل، «موږ راپورونه ترلاسه کړي وو چې ترهګر پلان لري په هرات ښار کې په څو موقعیتونو کې د عاشورا په مراسمو باندې بریدونه ترسره کړي، خو امنیتي ځواکونو د داعش پلانونه مخکې له دې چې وکولی شي ترسره یې کړي، شنډ کړل.»

هغه زیاته کړه. امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او په لا ښه ډول مجهز شوي دي، او د عاشورا د مراسمو خوندي کول د هغوی د وړتیاوو یوه بیلګه وه.

د ولسمشر د دفتر د اقتصادي چارو یوه سلاکار سیروس علاف وویل، افغانانو د عاشورا په ورځ وښودله چې متحد دي، او هېڅکله به ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې سره جلا یې کړي.‌

د علاف په اند، د عاشورا په ورځ امنیتي بریاوو د داعش یوه لویه ماته وښودله.

هغه وویل، «داعش به هېڅکله هم ونشي کولی چې په افغانستان کې هغه ظلمونه تکرار کړي چې په عراق او سوریه کې یې ترسره کړل.»

سیروس وویل، «کله چې بهرنیان هڅه وکړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس ووهي، افغانان خپل ځواکونه سره یو لاس کوي چې هغوی ته ماتې ورکړي.»

هغه زیاته کړه، «امنیتي ځواکونو خپلې وړتیاوې زیاتې کړي دي،‌ او ملکي خلک باید مطمئن اوسي چې د هغوی ځواکونه کولی شي چې له خپل هېواد او خلکو څخه دفاع وکړي، او ترهګرې ډلې به هېڅکله هم په دې ونه توانېږي چې افغانستان په خپل خوندي پټنځای باندې بدل کړي او د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زړور افغان ځواکونه د عاشورا د مراسمو په ترڅ کې د امنیت تأمینولو له امله د ستاینې وړ دي. کله چې دغه ځواکونه دا وړتیا لري چې د عاشورا، چې ډېرو خطرناکو ترهګرو په ځانګړې توګه داعش ورته ګواښونه کړي وو، امنیت ونیسي، د صحیح مشرتابه په لرلو سره، دا ځواکونه کولی شي چې له ټول هېواد څخه هم دفاع وکړي. ژوندي دې وي زړور افغان ځواکونه.‌

ځواب ورکړئ

په کابل، هرات، مزارشریف کې د عاشورا د مراسمو ترسره کول ښیي چې دغلته ایراني مزدوران موجود دي. که یو سړی صحیح لوست ولري، په هېڅ کتاب کې د عاشورا داسې لمانځل نه دي راغلي. په حقیقت کې، ملي اردو او پولیس د خلکو ریښتني بچیان دي او مونږ یې په کار باندې ویاړو.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې د دې هېواد ساتونکي (امنیتي منسوبین) د ستاینې وړ دي، خو بدبختانه چې دغه ستاینه یوازې یوه ورځ وي. که حکومت یوه قاطع پرېکړه وکړي او د خلکو ورځني ژوند ته پام وکړي، بې له شکه چې کولی شي د جزا او سزا د قانون په پام کې نیولو سره په ټول هېواد کې امنیت تأمین کړي. آیا یو مسلمان کولی شي‌ چې یوازې یو ځل د شهادت کلیمې په ویلو یا یو ځل لمانځه کولو باندې کامل مسلمان شي؟ آیا خلک باید یوازې د یوې ورځې امنیت نیولو باندې له حکومت څخه خوښ شي؟ له محرم څخه پرته، وګورئ چې د څومره کورنیو حسینان (زامن) ژوند له لاسه ورکوي؟‌ له محرم څخه مخکې او له محرم څخه وروسته، هره ورځ د دغو دردېدلو خلکو په کورونو کې عاشورا وي. هو، امنیتي ځواکونه د ستاینې وړ دي، خو هغوی باید پوه شي چې هره ورځ‌، نوی کال، اختر، محرم، میلادالنبی (ص) او داسې نور، د خدای ورځې دي.‌ نو، مونږ په حکومت باندې غږ کوو چې امنیتي ګامونه یوازې د عاشورا، اختر او داسې نورو پورې محدود نه کړي. خدای دې په ټول هېواد کې سوله راولي چې خلک خپل عادي ژوند له وېرې پرته پر مخ بوځي.‌

ځواب ورکړئ