دین

افغانانو په کابل او بلخ کې د عاشورا په مراسمو حملې وغندلې

اعزازالله

امنیتي مقامات د اکتوبر په ۱۱مه د کابل په کارته سخي سیمه کې وروسته له هغه د سخي زیارت تخلیه کوي چې یوه اورپکي هلته په شعیه عبادت کوونکیو باندې حمله وکړه. [د اعزازالله له خوا اخیستل شوی عکس]

امنیتي مقامات د اکتوبر په ۱۱مه د کابل په کارته سخي سیمه کې وروسته له هغه د سخي زیارت تخلیه کوي چې یوه اورپکي هلته په شعیه عبادت کوونکیو باندې حمله وکړه. [د اعزازالله له خوا اخیستل شوی عکس]

کابل -- د اورپکو له خوا د شعیه مسلمانانو د عاشورا د سوله ییزې لمانځنې په مراسمو دوه حملې د افغان عوامو او مشرانو له خوا په کلکه وغندل شوې، او هغوی دا ژمنه وکړه چې د خپل عام دښمن په مقابل کې به خپل یووالی وساتي.‌

د خبري راپورونو له مخې،‌ د اکتوبر د ۱۱ - ۱۲ مې په حملو کې لږ تر لږه ۳۴ تنه ملکي خلک او یو پولیس افسر ووژل شول او له ۸۰ تنو څخه ډېر نور ټپیان شول.‌

په لومړۍ حمله کې،‌ یوه اورپکي چې د ځانمرګي واسکټ یې اغوستی او د پولیس یونیفورم یې پر تن وو په هغو مسلمانانو باندې چې له کابل پوهنتون سره نژدې په کارته سخي سیمه کې په سخي زیارت کې د حضرت محمد (ص) د لمسي امام حسین (رض) په مړینه د ماتم کولو لپاره راټول شوي ول، ډزې پیل کړې.‌

چارواکي وایي،‌ حمله کوونکي د یوه پولیس افسر په شمول لږ تر لږه ۱۹ تنه ووژل.‌

د کابل د امنیې قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي وویل،‌ په ساحه کې موجودو امنیتي ځواکونو د حملې په پېښېدلو سره زیارت تخلیه کړ،‌ او زیاته یې کړه چې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شول.‌

هغه وویل،‌ ځانګړیو پولیس ځواکونو اصلي حمله کوونکی پیدا کړ او ویې واژه.‌

داعش د یادې حملې مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

رحیمي وویل، د راپورونو له مخې د ډایکنډي د ولایتي شورا یوه غړې سمیه محمدي هم په حمله کې ووژل شوه.‌

طلوع نیوز راپور ورکړ چې په ورپسې ورځ د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له یوه مسجد څخه بهر په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵کسان ووژل شول او له ۳۰ تنو څخه ډېر نور ټپیان شول.‌

د بلخ ولایت د والي ویاند منیراحمد فرهاد وویل چې دغه چاودنه له لیرې د کنټرولېدونکې په لاس جوړې چاودونکې وسیلې د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده.‌

ځایي روغتیایي چارواکو ازادۍ راډېو ته ویلي چې په ټپیانو کې اکثر ماشومان دي او دا چې وضعه یې په خطرناک حالت کې ده.‌

هېڅ ډلې د بلخ د چاودنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.‌

رحیمي سلام ټایمز ته وویل،‌ د عین وخت په جریان کې د شعیه زیارتونو پر ضد د نورو حملو هڅه هم شوې ده،‌ خو هغه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا کنټرول شوي دي.‌

د ملي یووالي لپاره غږونه

دغو حملو افغان عوام او د ملي وحدت حکومت مشران په غوسه کړل او هغوی د اورپکو دا هڅه، چې د سوله ییزو عبادت کوونکيو تر منځ نژادي او مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهي، وغندله.‌

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ سمدلاسه دغه حملې وغندلې او غیر اسلامي او د افغانانو د کلتور ضد یې وګڼلې.

ولسمشر اشرف غني وویل، دغه حملې غیر انساني کار او یو جنګي جنایت وو.‌ هغه وویل،‌ «دا د اسلام د مذهبي ډلو د نژدیکت او یووالي په وړاندې ښکاره دښمني ده.»

غني د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواشیني وښودله او وعده یې وکړه چې حکومت به د عاشورا د مراسمو په جریان کې پوره امنیت برابر کړي.‌

ولسمشر همدارنګه په سني او شعیه علماوو دواړو باندې غږ وکړ چې د افغانستان د دښمنانو توطیې وپېژني او،‌ په یووالي او پیوستون سره، د هغو پر ضد کلک ودرېږي.‌

د بشریت او اسلام پر ضد حمله

یو شمېر نورو چارواکو په چټکۍ سره تسلیت وړاندې کړ او دغه حملې یې وغندلې.‌

اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سه شنبې په شپه د ټوېټر له لارې وویل، «زه هغه ترهګریزه حمله په کلکه غندم چې زمونږ بې ګناه خلک یې، چې نن ماښام یې په کابل کې د عاشورا ماتم کاوه، په نښه کړل.‌»

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار سلام ټایمز ته وویل، «په بې ګناه افغانانو باندې حملې غیرانساني او غیر اسلامي دي.»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم په سني او شعیه علماوو باندې غږ وکړ چې د افغانستان د یووالي دښمنان وپېژني.‌

هغه وویل،‌ «مونږ د افغانستان له مسلمانو خلکو څخه غوښتنه کوو چې زمونږ د یووالي او همدردۍ دښمنان وپېژني، او د هغوی پر ضد کلک ودرېږي.»‌

هغه وویل،‌ «په کارته سخي زیارت کې د عاشورا په ماتم کوونکیو باندې وحشیانه حمله یو نه بخښل کېدونکی جرم دی چې ترهګرو ترسره کړی دی.»‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي دغه حملې «وحشیانه، ظالمانه،‌ او د انسانیت پر ضد جرم» وګڼلې.‌

مونږ یو ملت یو او تل به یو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل، په هغو کسانو کې چې په سخي زیارت کې ووژل شول څلور ښځې او دوه ماشومان شامل ول.‌

یوناما په یوه خبرپاڼه کې وویل، «دا یو قساوت دی چې یوه حمله د ملکي خلکو یو لوی ګروپ چې خپل مذهبي عبادت په ازادانه توګه ترسره کوي په قصدي توګه په نښه کړي.»‌

د کابل پوهنتون یوه محصل محبوب شاه محبوب سلام ټایمز ته وویل،‌ «هغه د بشریت او اسلام پر ضد یوه حمله وه. مونږ یو د بل تر څنګ ولاړ یو، مونږ له خپلو شعیه ورونو سره یو او هر څوک زمونږ د وطن دښمنان پېژني.»‌

هغه وویل،‌ «مونږ یو ملت یو او همېشه به یو،» او زیاته یې کړه چې د شعیه او سني مسلمانانو تر منځ هېڅ فرق نشته، «هغوی یو له بل سره مینه لري.»‌

هغه وویل، «افغانان په خپلو ملي امنیتي ځواکونو باندې باور لري او دا چې هغوی به هېواد ته سوله او ثبات راوړي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ یو ملت یو او تل به همداسې اوسو. او زمونږ تر منځ فاصله هېڅکله هم نشي پیدا کېدلی.‌ زه،‌ د یوه انسان په توګه،‌ دغه له کرکې نه ډک عمل غندم او د بشریت پر ضد یې یو جرم ګڼم.‌ د شعیه او سني ترمنځ فرق نشته.‌ مونږ تل یو له بل سره مینه لرو او د تل لپاره به یې ولرو.‌

ځواب ورکړئ

ستاسو د معلوماتو له امله مننه. په ډېر ښه ډول مو لیکلې ده خصوصا پښتو ژبه یې ډېره ښکلې کارېدلې ده. هیله ده چې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړئ خو که په افغانستان کې خپل خبریالان ډېر کړئ لا به ښه وي ځکه د بلې منبع نه خبر راخیستل او د خپل خبریال خبر سره یو څه فرق لري.‌ مننه

ځواب ورکړئ