تروريزم

افغانانو د طالبانو تاو تریخوالې وغانده

ای اېف پي او سلام ټایمز

افغان امنیتي پرسونل د جنورۍ په ۱۰مه په کابل کې د جوړه چاودنو ساحې ته رسېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان امنیتي پرسونل د جنورۍ په ۱۰مه په کابل کې د جوړه چاودنو ساحې ته رسېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- بمي چاودنو د سه شنبې په ورځ /د جنوري ۱۰مه/ په درې افغان ښارونو کې لږ تر لږه ۵۶ تنه ووژل او ۱۰۰ نور کسان یې ټپیان کړل چې دغه برید د افغانانو او نړیوالې ټولنې په منځ کې په پراخه کچه وغندل شو.

ای اېف پي راپور ورکړ، لږ تر لږه ۱۳ کسان هغه وخت ووژل شول چې په جنوبي ولایت کندهار کې د والي په مېلمستون کې چاودونکي مواد چې په یوه صوفه کې پټ کړای شوي ول د افغانستان لپاره د متحده عرب اماراتو د سفیر د کتنې پر وخت وچاودېدل.

د کندهار له حملې نه څو ساعته مخکې، په کابل کې د طالبانوغبرګو حملوهغه کارمندان ووهل چې د پارلمان له ضمیمه ودانۍ څخه، چې د وکیلانو دفترونه په کې دي، راوتل. په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل شول او ۸۰ تنه نور ټپیان شول.

د سه شنبې په ورځ د وخته، د طالبانو یوه ځانمرګي بمي بریدګر د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې ۷ کسان ووژل.

د متحده عرب اماراتو چارواکي ووژل شول او ټپي شول

د کندهار په چاودنه کې د متحده عرب اماراتو ۵ چارواکي ووژل شول، په داسې حال کې چې د متحده عرب اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي او د ولایت والي همایون عزیزي ټپي شول.

د کندهار ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق ای اېف پي ته وویل، ډېر نور داسې سوزېدلي چې د پېژندلو نه دي.

د کندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک وویل، هغه د هغې چاودنې په ټپیانو کې وو چې د والي په دفتر کې وشوه. هغه سلام ټایمز ته وویل، «د کندهار والي او د متحده عرب اماراتو سفیر دواړه سرسري ټپي شول،»

د متحده عرب اماراتو رسمي خبري اژانس ډبلیو ای اېم د چارشنبې په ورځ /د جنوري ۱۱مه/ راپور ورکړ، هغه اماراتي چارواکي چې وژل شوي دي «په داسې یوه ماموریت تللي ول چې بشردوستانه، تعلیمي او پراختیايي پروژې ترسره کړي.»

ولسمشر اشرف غني چې د یوې پلټنې امر یې وکړ، وویل، «دغه پېښه به په هېڅ توګه د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ روابطو یا همکارۍ باندې تاثیر ونه کړي.»

طالبانو د کابل د چاودنو مسؤلیت واخیست

طالبانو د کندهار د حملې له مسؤلیت اخیستنې څخه انکار وکړ، خو هغوی وویل چې د کابل چاودنې هغوی کړي دي.

په لومړۍ چاودنه کې، یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان له یوه میني بس سره، چې حکومتي کارمندان یې لېږدول، نژدې وچاوه. کله چې د نجات عمله صحنې ته ورسېدله، یو موټر بم وچاودېد.

په ۳۶ وژل شویو کسانو کې ۴ تنه پولیس هم ول چې په دویمه چاودنه کې هغه وخت ووژل شول چې د لومړۍ چاودنې له قربانیانو سره د مرستې لپاره یې ورمنډې کړې.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وویل، تمه کېږي چې دا شمېر ډېر شي ځکه چې په روغتون کې پراته اکثر ټپي کسان په سخت حالت کې ول.

په داسې حال کې چې غني دا «وحشیانه حمله» وغندله، په ملکي خلکو باندې د حملې له امله یې په طالبانو باندې بد وویل.

د عفوې بین المللي ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، «د کابل په نننیو بمي حملو کې د لسګونو کسانو مړینې ښیي چې طالبان د تاوتریخوالي په داسې یوه وحشتناک کمپاین باندې تاکید کوي چې د ملکي خلکو د ژوند بچولو ته هېڅ پام نه کوي،»

د افغان حکومت اجرایه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله وویل، دغه حملې یو «د نه بخښلو وړجرم» وو چې «د افغانستان د دښمنانو» له خوا ترسره شو.

هغه په یوه خبرپاڼه کې چې په فیسبوک یې خپره کړې وویل، «زه د یاغیانو دا ډارن عمل په کلکه غندم. اورپکي باید پوه شي چې دغه ډول حملې او وینه تویول به د افغانانو روحیه کمزورې نه کړي او نه به په ملي یووالي کې درز رامنځته کړي.»

دا حملې د اسلام او افغان کلتور پر ضد دي

د افغان علماوو د شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان هره ترهګریزه حمله غندي، په ځانګړې توګه هغه چې بې ګناه خلک او کارګر په نښه کوي. مونږ هغه حملې چې لسګونه بې ګناه افغانان او همدارنګه زمونږ د متحده عرب اماراتو مېلمانه یې په کندهار او کابل کې ووژل په سختو ټکو غندو.»

هغه وویل، د طالبانو حملې وحشیانه دي. هغه وویل، «هغوی په انسانیت او اسلام باندې باور نه لري. دا په اسلام کې حرام دی چې یو څوک بې ګناه مسلمانان ووژني. هغوی دا ثابته کړه چې هغوی د افغانستان برخه نه دي.»

د کابل پوهنتون محصل عتیق الله وویل، هغه خپل کور ته په لاره وو چې د دارالامان په سرک یې د چاودنې غږ واورېد. هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ تر یو څه وخته پورې حیران وو چې څه وکړو،»

هغه وویل، «هر څوک کورنۍ لري، او زه پوهېږم چې هغه خلک چې ووژل شول هغوی کورونو ته روان ول چې له خپلو کورنیو سره په خوشحالۍ شپه تېره کړي، خو یاغیانو هم هغوی ټول ووژل او هم د هغوی هیلې.»

په کابل کې د ټولنیزو چارو یوه کارګر یاسرخوګیاڼي د طالبانو په حملوغوسه څرګنده کړه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی زمونږ په هېواد کې بې ګناه خلک وژني. الله تعالی دې هغوی ته سخته سزا ورکړي، ځکه چې مونږ نشو کولی چې په دا ډول عملونو سره ځواب ورکړو، ځکه مونږ ترهګر نه یو او نه د هغوی په څېر فکرونه لرو.»

[له کابل نه اعزازالله د دې راپور په تیارولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500