کابل -- ای ایف پي د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۱۵مه/ راپور ورکړ چې د افغانستان لپاره د متحده عرب اماراتو سفیر د هغو ټپونو له امله چې هغه په کندهار کې د جنورۍ د ۱۰مې په بمي حمله کې اخیستي ول او د متحده عرب اماراتو ۵ تنه نور چارواکي په کې ووژل شول، ساه ورکړه.
سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي د یوه هیئت په مشرۍ په کندهار کې د والي د دفتر د لیدنې لپاره تللی وو چې یوه بمي بریدګر برید وکړ، او ۱۲ کسان یې ځای پرځای ووژل. هغه او والي همایون عزیزي دواړه سخت وسوزیدل.
د متحده عرب اماراتو رسمي خبري اژانس /وام/ هغه د «شهید» په توګه یاد کړ.
دغه حمله د هغو بمي بریدونو له جملې څخه یوه وه چې د جنورۍ په ۱۰مه یې درې افغان ښارونه ووهل، او ۵۷ کسان یې ووژل.
طالبانو د هغو جوړه بمونو چې په کابل کې یې د پارلمان یوه ضمیمه وداني ووهله او د هلمند د نا ارام ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه ځانمرګي بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست، خو د کندهار د حملې ادعا یې ونه کړه.
د کندهار د امنیې قوماندان عبدالرازق د کندهار د بمي حملې پړه پر حقاني شبکه، چې له طالبانو څخه جلا او ورسره متحد دی، ور واچوله.