په کابل کې د اورپکوحملې ۱۴ تنه ووژل، ځواکونو ۲۷ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، چارواکو تایید کړه چې د اکتوبر په ۱۱مه ناوخته په کابل کې د عاشورا په مراسمو برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شول او ۴۳ تنه نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، خلک له کابل پوهنتون سره نژدې د کارته سخي په زیارت کې راټول شوي ول چې د حضرت محمد (ص) د لمسي امام حسین د شهادت ماتم وکړي چې یو بریدګر چې د ځانمرګي واسکټ یې اغوستی او د پولیس یونیفورم یې پر تن وو په هغوی باندې ډزې شروع کړې.

د یوه عیني شاهد په وینا، بریدګر لومړی یو پولیس محافظ وواژه، د هغه ټوپک یې ور واخیست او بیا یې په غونډه باندې بې دریغه ډزې وکړې. صدیقي وویل چې یو بریدګر هم وویشتل شو او ووژل شو.

په عین حال کې، د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې درې تنه طالب قوماندانان د اکتوبر په ۱۱مه په یوه حمله کې چې د یاد ولایت په میدانیو، هرمل او بي بي هاجره پوستو باندې وشوې، ووژل شول.

ځواک وویل، د جګړې پر وخت یو افغان محلي پولیس ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

لږ تر لږه ۱۰ تنه ملکیان، چې اکثر یې ماشومان ول، هغه وخت ووژل شول چې دوه د توپ مرمۍ د جګړې پر وخت په یوه کور ولګېدې.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن امیرمحمد د اکتوبر په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یوه جلا پېښه کې امنیتي ځواکونو د شفق - ۹۵ په عملیاتو کې په کندهار، اروزګان او زابل ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500