کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۴۷ تنه اورپکي ووژل شول، په داسې حال کې چې ځانمرګي بمي برید په کابل کې څلور تنه ټپیان کړل.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان رازمحمد اوریاخېل وویل چې د افغان هوایي ځواک جیټ الوتکو د اکتوبر په ۵ مه د فراه ولایت په نوبهار کې د اورپکو په پټنځایونو باندې بمبار وکړ او لږ تر لږه ۱۷ تنه یاغیان یې ووژل.
له دې نه جلا، د اروزګان ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال ولي جان سرحدي او د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د اکتوبر په ۵ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې عسکرو په وروستیو کې په اروزګان او کندهار ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه اورپکي ووژل.
د خامه پرېس د راپور له مخې، د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، یوه ځانمرګي بمي برید د اکتوبر په ۵ مه په کابل کې لږ تر لږه ۴ تنه ملکیان ټپي کړل.