۷۰ تنه افغان جګړه مار، ۱۶ تنه عسکر او ۳ تنه ملکیان ووژل شول

سټاف راپور

کابل -- د رسنیو د راپورونو په اساس، په افغانستان کې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو جګړو په نتیجه کې لږ تر لږه ۷۰ تنه جګړه مار، ۱۶ تنه عسکر او ۳ تنه ملکیان ووژل شول. ښایي چې د ځینې مړینو راپورونه دوه ځلې ورکول شوي وي.

د دفاع وزارت د جون په ۱۷مه وویل چې، په ټول هېواد کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د القاعدې د یوه رابط شخص په شمول لږ تر لږه ۵۲ تنه جګړه ماران، او ۱۳ تنه د افغان ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي پژواک خبري اژانس ته وویل چې، امنیتي ځواکونو د جون په ۱۷مه یو تن چې غوښتل یې د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د افغان محلي پولیسو په یوه پوسته ځانمرګی برید وکړي وواژه.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې، وسله والو کسانو چې نظامي یونیفورمونه یې پر تن ول د جون په ۱۵مه د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې په یوه جومات حمله وکړه او لږ تر لږه درې تنه ملکي کسان یې ووژل.

د وژل شویو کسانو له جملې څخه دوه تنه د حکومت کارمندان ول.

خامه پرېس د جون په ۱۶مه د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې، د افغان هوایي ځواک په یوه وروستۍ حمله کې چې د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې یې و کړه لږ تر لږه ۵ تنه جنګیالي ووژل شول.

د لوګر ولایت د امنیې قوماندان مرستیال نثاراحمد عبدالرحیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې، امنیتي ځواکونو د جون په ۱۶مه د یاد ولایت په مرکز پل عالم کې لږ تر لږه ۸ تنه طالبان چې په یوه امنیتي پوسته یې حمله کړې وه ووژل.

پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې، د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د جون په ۱۵مه په یوه جګړه کې لږ تر لږه ۳ تنه عسکر او ۴ تنه جګړه مار ووژل شول.

په دغه دوران کې، د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیې قوماندان ډګروال نظام الدین قیصاري پژواک خبری اژانس ته وویل چې، د طالبانو د یوه جیګپوړي قوماندان په شمول ۸ تنو جګړه مارانو د جون په ۱۶مه له جګړې څخه لاس واخیست او په یاده ولسوالۍ کې د سولې له پروسې سره یوځای شول.

هغه وویل چې، یاد ګروپ په پښتونکوټ ولسوالۍ کې فعالیت کاوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500