کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو وختونو کې لږ تر لږه ۱۵۵ افغان جګړه ماران او ۳۱ امنیتي پرسونل ووژل شول. ښایي چې د ځینې تلفاتو شمېرې دوه ځلې ورکړل شوې وي.
پژواک خبري اژانس د جون په ۱۵مه خبر ورکړ چې، ۳۵ جګړه ماران او ۱۵ افغان سرتېري په وروستیو جګړو کې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې ووژل شول.
د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک وویل چې، سرتېرو د یاد ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې نژدې ۲۰ جګړه ماران ووژل.
خامه پرېس د جون په ۱۶مه راپور ورکړ چې، د ملي امنیت ریاست په دې وروستیو کې اته تنه شکمن طالبان ونیول په کومو چې تور لګول شوی چې د ننګرهار ولایت په جلال اباد یې د برید کولو دسیسه جوړه کړې وه.
افغانستان ټایمز د دفاع وزارت د جون د ۱۵مې د یوه بیان په اساس راپور ورکړ چې، امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې لږ تر لږه ۸۶ تنه یاغیان ووژل.
د دفاع وزارت وویل چې، ۱۵ تنه عسکر ووژل شول.
د بامیانو والي محمدطاهر زهیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې، د یاد ولایت د کهمرد ولسوالۍ د امنیې قوماندان هادي سیغاني د جون په ۱۵مه په سیغان ولسوالۍ کې ووژل شو. په دې هکله نور جزیات نه دي ورکول شوي.
د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د هلمند ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال آغا نور کینتوز د جون په ۱۵مه وویل چې، په یوه جلا پېښه کې عسکرو لږ تر لږه ۱۰ طالبان د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د شپې په عملیاتو کې ووژل.
د کونړ ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال عبدالحبیب سیدخېل د جون په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې، ناڅاپي راکټي چاودنو په یاد ولایت کې د لشکر طیبه د جګړه مار ګروپ لږ تر لږه درې تنه غړي ووژل.
د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د طالبانو یو جګپوړی مشر د جون په ۱۴مه په یوه سخته جګړه کې د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې ووژل شو.