د افغانستان په تاوتریخوالي کې ۱۲۱ جګړه مار او ۹ عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- په دې اونۍ کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې لږ تر لږه ۱۲۱ جګړه مار او نهه افغان عسکر په بېلابېلو پېښو کې ووژل شول.

خامه پرېس د جون په ۱۵مه د دفاع وزارت د دوه بېلابېلو بیانیو په اساس وایي چې، په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې چې د دوشنبې په شپه پيل شول د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) لږ تر لږه ۳۶ جنګیالي ووژل شول.

افغانستان ټایمز د جون په ۱۴مه راپور ورکړ چې، په لوګر ولایت کې د ملي امنیت ریاست کارمندانو په محمدآغه ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د بم جوړونې یو ماهر چې د حقاني ترهګرې شبکې سره یې اړیکه لرله ونیو او له نوموړي څخه یې ۸۰ کیلوګرامه چاودونکي مواد ترلاسه کړل.

د جوزجان ولایت د والي ویاند محمد رضا غفوري د جون په ۱۴مه وویل چې، امنیتی ځواکونو د طالبانو د پنځو قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۳۷ جګړه ماران ووژل، ۴۰ یې ټپیان کړل او ۲۵ نور یې ونیول.

د دفاع وزارت وویل چې په یوه جلا نظامي عملیات کې چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ترسره شو ۲۳ جګړه مار ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول، او زیاته یې کړه چې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۲۵ تنه جګړه مار ووژل شول او ۲۷ تنه نور ټپیان شول.

یوه چارواکي پژواک افغان نیوز ته وویل چې، په ورته وخت کې طالبانو د جون په ۱۴مه د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په شیش آب سیمه کې په یوه حمله کې لږ تر لږه نهه تنه د افغان ملي اردو عسکر ووژل او پنځه تنه نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500