د افغانستان تاوتریخوالي ۷۸ تنه اورپکي،‌ ۱۹ امنیتي پرسونل،‌ او ۴ تنه ملکیان ووژل

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي په وروستیو پېښو کې لږ تر لږه ۷۸ تنه اورپکي،‌ ۱۹ امنیتي چارواکي،‌ یو قومي مشر او درې خویندې ووژل شول، په داسې حال کې چې هغه ۷۰ کسان چې په فاریاب ولایت کې محاصره شوي ول د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې وژغورل شول.‌

د ازادۍ راډېو د راپور په اساس،‌ د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) لږ تر لږه ۱۵ تنه اورپکی او شپږ تنه د پولیسو افسران د جون په ۱۱مه د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په اداري ودانۍ باندې د یاغیانو د حملې په ترڅ کې ووژل شول.‌

افغانستان ټایمز د جون په ۱۲مه د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړ چې امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۶ تنه اورپکي ووژل او ۴ تنه نور یې بندیان کړل.

د دفاع وزارت وویل چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د حقاني شبکې یو قوماندان او د داعش ۱۳ تنه جنګیالي هم شامل ول، او زیاته یې کړه چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د اردو ۱۱ تنو عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړ.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس،‌ ۲۰م پامیر فرقې د جون په ۱۲مه په یوه بیانیه کې وویل چې امنیتي ځواکونو د کندوز ولایت په مرکز کندوز ښار کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه اورپکي ووژل او همدومره نور یې ژوندي ونیول.‌

طلوع نیوز د فراه ولایت د امنیې قوماندان سید اغا ادرابي له قوله خبر ورکړ چې په یو لړ جلا عملیاتو کې چې د جون په ۱۲مه ترسره شول، امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په المار ولسوالۍ کې نژدې ۳۰ کلي تصفیه کړل او هغه ۷۰ تنه امنیتي پرسونل یې وژغورل چې د اورپکو له خوا له ۱۳ ورځو راهیسې تر محاصرې لاندې ول.‌

چارواکو پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه مربوط د بولان په سیمه کې د جون په ۱۲مه د بم په یوه چاودنه کې د پولیسو د پوستې یو قوماندان ضیاءالحق او د هغه ساتونکی ووژل شول.‌

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په عین ورځ دوه تنه اورپکي هغه وخت د خپلو چاودونکیو د چاودنې ښکار شول چې غوښتل یې هغه مواد د یاد ولایت د کوټ‌ ولسوالۍ په ګرګټۍ سیمه کې د سبوتاژ په موخه په یوه موټر کې ځای پرځای کړي.‌

په عین حال کې،‌ پژواک خبري اژانس د جون په ۱۲مه راپور ورکړ چې اورپکو یو قومي مشر ملک اول خان له خوګیانو ولسوالۍ څخه سره رود ته په لاره وواژه.‌

په نورو خبرونو کې، خامه پرېس د لوګر ولایت د والي د ویاند سلیم صالح له قوله د جون په ۱۲مه خبر ورکړ چې درې خویندې چې له ۱۸ څخه تر ۲۰ کلونو پورې عمرونه یې لرل د راپورونو په اساس د یاد ولایت په خروار ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شوې چې له یوې غونډۍ څخه خپل کور ته ستنېدلې او زیاته یې کړه چې دغه سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې وه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

۴۰ یا ۴۲ کاله کیږي چې افغانستان د یوې نامعلومې جګړې په اور کې سوځي. کله چې شوروي ځواکونو زموږ پر خاوره یرغل وکړ، د افغانستان خلکو د هغوی پر ضد د جهاد اعلان وکړ. له څوارلس کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د مجاهدینو حکومت جوړ شو. خلکو فکر کاوه چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېدله، خو داسې نه وه. په حقیقت کې، یوه نوې جګړه پیل شوه، او دا جګړه د واک ترلاسه کولو لپاره وه. د افغانستان خلکو فکر کاوه چې په دغو ۷ جهادي تنظیمونو کې تر ټولو ښه مسلمان خلک راټول شوي دي، خو داسې نه وه. دا ټول حتی د جهادي تنظیمونو دغه اووه مشران ظالمان، مسلکي غله او د افغانانو قاتلان ول. د جهادي تنظیمونو دغو ۷ مشرانو هڅه کوله چې واک ترلاسه کړي، زموږ په زرګونو ځوانان تر خاورو لاندې شول، ځکه هرې ډلې غوښتل چې واک ترلاسه کړي، او هېواد ولوټي. زموږ ځوانانو ته چې نن ورځ وژل کېږي، هېچا هم هېڅ خدمت نه دی کړی. دا ځوانان بې روزګاره دي. دوی هیڅ انتخاب نه لري. دوی د یوې مړۍ ډوډۍ په خاطر ټوپک په اوږو ږدي او نامعلومې جګړې ته ځي، دا زموږ جګړه نه ده، دا جګړه د وطن په خاطر نه ده. دا جګړه چې په افغانستان کې روانه ده زموږ نه ده، دا جګړه د امریکا له خوا پیل شوې او امریکا به پخپله جګړه پای ته رسوي. زموږ ځوانان په ناحقه وژل کیږي.

ځواب ورکړئ