افغان ځواکونو په ننګرهار او هلمند کې ۱۷۶ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- په افغانستان کې پراخ تاوتریخوالي په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۷۶ تنه اورپکي، ۷ تنه امنیتي منسوبین او ۱۳ تنه ملکي خلک ووژل، په داسې حال کې چې ترهګرو ۳۰ تنه ملکي خلک په ننګرهار ولایت کې وتښتول.

طلوع نیوز د جون په ۲۶مه د چارواکو له قوله خبر ورکړ چې عسکرو په یوه جګړه کې چې د جون په ۲۴مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې پيل شوې وه، د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) لږ تر لږه ۱۳۱ تنه غړي ووژل.

د ننګرهار والي سلیم کندوزي طلوع نیوز ته وویل چې ۷ تنه عسکر او ۵ تنه ملکیان په دغې جګړه کې وژل شوي دي.

خامه پرېس د کندوزي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي له قوله تایید کړه چې داعش په وروستیو وختونو کې د ښځو په ګډون لږ تر لږه۳۰ تنه ملکي خلک په کوټ ولسوالۍ کې تښتولي دي. ځايي چارواکو وویل چې د داعش غړو ۸ تنه ملکي خلک وژلي دي.

خامه پرېس د دفاع وزارت د جون د ۲۷مې د یوې اعلامیې په اساس لیکلي چې د کندوز ولایت په چاردره ولسوالۍ کې یوې وروستۍ هوایي حملې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۱۵ تنه اورپکي ووژل.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند د امنیې قوماندان برید جنرال اغا نور کینتوز د جون په ۲۶مه وویل چې په هلمند ولایت کې د پولیسو په وروستیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه طالبان وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500