امنیت

امنیتي ځواکونو په کابل کې د عاشورا پر مهال د داعش د خراسان څانګې برید شنډ کړاو ګڼ غړي یې ونیول

د عمران راپور

د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی د چنګاښ په ۲۵مه په هرات ښار کې د عاشورا پر مهال یو سړی تلاشي کوي. [عمران/سلام ټایمز]

د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی د چنګاښ په ۲۵مه په هرات ښار کې د عاشورا پر مهال یو سړی تلاشي کوي. [عمران/سلام ټایمز]

کابل -- په کابل کې د داعش خراسان څانګې پټنځای د په نښه کولو په ځانګړیو عملیاتو کې، افغان امنیتي ځواکونو د عاشورا پر مهال د ترهګریز برید د پلانولو په تور څو مشکوک کسان ونیول.

امنیتي ځواکونو د چنګاښ په ۲۰مه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې عملیات ترسره کړل. هغوی دغه خبر د چنګاښ په ۲۳مه رسنیو ته خپور کړ.

د داعش د نیول شویو مشکوکو کسانو کره شمېر لا معلوم نه دی.

چارواکي وايي، له نيول شويو کسانو څخه يې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم نيولي دي.

چارواکي وایي، په کابل کې د داعش خراسان څانګې د پټنځای مشر یو افغان وګړی ده.

چارواکو وویل، د عملیاتو په ترڅ کې د نیول شویو کسانو په ډله کې، د وري په میاشت کې د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د ملکي وګړو په یوه موټر باندې د داعش د حملې یو طراح هم شامل و.

د یوه مقناطيسي ماين چاودنې د وري په ۱۴مه په کابل کې د مسافرو موټر په نښه کړ، چې له امله يې يو ملکي وګړی ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

چارواکو وویل، مسؤلینو د داعش خراسان څانګې له نیول شویو غړو څخه د څو سیاستوالو او دیني عالمانو د نومونو لیست ترلاسه کړی، چې دا په ډاګه کوي چې دې ډلې د هغوی د وژلو اراده درلوده، او ځینې یې لا دمخه وژل شوي دي.

هغوی په پاکستان او یوه بل ګاونډي هېواد کې د په نښه شویو کسانو یو بل لیست کشف کړ.

د نورو وینو تویېدلو مخنیوی

په هرات کې د عاشورا په مراسمو کې ګډونوالو د داعش پر وړاندې د عملیاتو هرکلی وکړ.

عاشورا، چې عبادت کوونکي په کې په جوماتونو کې راټولیږي او د رسول الله (ص) د لمسي او د شیعه ګانو د امام حسین بن علي د مړینې په مناسبت لاریونونه کوي، د چنګاښ په ۲۵-۲۶مه لمانځل کیږي.

په هرات ښار کې د عاشورا یوه ماتم کوونکي غلام یحی حیدري چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل، که د داعش خراسان څانګې دا غړي نیول شوي نه وای، کېدی شي چې دوی په سلګونو بې ګناه افغانان وژلي وای.

هغه وویل، «څو ورځې وړاندې هم په هرات کې د داعش څو تنه ترهګر نیول شوي وو، خو څرګنده نه ده چې وروسته له هغوی سره څه وشول.»

حیدري وویل، «د داعش نیول شوي غړي هغه کسان دي چې د ماشومانو په ګډون یې په زرګونو بې ګناه خلک وژلي دي. له هغوی سره باید جدي چلند وشي چې د داعش د بریدونو د قربانیانو د کورنیو درد یو څه کم شي.»

په هرات کې د عاشورا یوه بل ماتم کوونکي ۲۱ کلن محمد فیضي وویل، «داعش تل د عاشورا پر مراسمو بریدونه کړي، او په کار ده چې د دغې ډلې مخه ونیول شي، څو خلک وکولی شي خپل د ماتم مراسم په امن کې ترسره کړي،»

هغه زیاته کړه، «دې کسانو ته باید سزا ورکول شي څو د نورو ترهګرو ډلو لپاره د عبرت درس وګرځي. داعش افغانانو ته درد ور رسولی او د هغوی عزیزان یې شهیدان کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا چې هر څوک او هره جامه کې د افغان ولس د ساتنې مسؤلیت اخلي او له ترهګریزو بریدونو یې ژغوري افغان ولس یې هرکلی کوي او ترڅنګ یې ودریږي. طالب هم د افغان مور زوی دی او ولس هم خو دا چې فاصلې ایجاد شوي هغه څو موارد دي او وخت یې دی چې باید د حصل او فصل لپاره یې طالبان لاس په کار شي کنه د ولس له سخت مخالفت سره به مخامخ او بیا به په افغان ټولنه کې د سترګو پورته کولو توان ونه لري او ان دا چې د ولس نفرت به هغه څه وزیږوي چې بیا به د طالب نوم او نښان ورکیږي خو خلک به یې کیسه کې نه وي.

ځواب ورکړئ