ملي امنیت له عاشورا څخه مخکې په کابل کې د داعش ۲۶ مشکوک کسان ونیول

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۷مه/ د ملي امنیت د ریاست د یوې خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ، چې د ملي امنیت ریاست منسوبینو په کابل کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۲۶ مشکوک غړي ونیول.‌

د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل،‌ چې مشکوکو کسانو پلان درلود چې د عاشورا د مراسمو په ترڅ کې، چې په پام کې ده، په پنجشنبه /د وږي ۲۹مه/ ترسره شي، ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.‌

په اعلامیه کې راغلي، «د ملي امنیت ځواکونو مخکې له دې، چې هغوی خپلو هدفونو ته ورسېږي،‌ وپېژندل، او د هغوی پلانونه یې شنډ کړل،»‌

سږ کال به، عاشورا، د محرم د سپیڅلې میاشتې ۱۰مه، د پنجشنبې - جمعې په ورځو /د وږي ۲۹-۳۰ مه) ولمانځل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500