امنیت

په هرات کې د اردو نوي جذب شوي سرتیري د ترهګرۍ پر ضد د لا ښې مبارزې لپاره د کومانډو روزنه ترلاسه کوي

د عمر راپور

افغان ملي اردو په هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره د دفاع وزارت د دومدارو هڅو د برخې په توګه د نویو جذب شویو سرتیرو لپاره د کومانډو روزنه او پرمختللې وسلې برابروي. [عمر]

کابل -- افغان ملي اردو وایي، هغوی په هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره د دفاع وزارت د دومدارو هڅو د برخې په توګه په هرات کې د نویو جذب شویو سرتیرو لپاره د کومانډو روزنه او پرمختللې وسلې برابروي.

دغه نوی پروګرام په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو ۵۰۰ سرتیرو ته روزنه برابروي.‌

په لویدیځ زون کې پوځي چارواکو وویل، د نویو جذب شویو سرتیرو لپاره د کومانډو روزنه د زمري په ۲۵مه د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې پيل شوه او شپږ میاشتې به دوام ومومي.‌

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روزنیز کنډک قوماندان ډګروال محمد نادر افضلي وویل، د کومانډو په ټریننګ کې به سرتیرو ته د دښمن د پرځولو او په سختو حالاتو کې له ځانونو څخه د دفاع په هکله پرمختللي تکتیکونه ور وښودل شي.

د افغان ملي اردو غړي د وږي په ۲۴مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې د کومانډو ځانګړې روزنه ترلاسه کوي. [عمر]

د افغان ملي اردو غړي د وږي په ۲۴مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې د کومانډو ځانګړې روزنه ترلاسه کوي. [عمر]

هغه زیاته کړه، دغه ډول وړتیاوې به په جبهه کې د تلفاتو د کمولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه وویل، «موږ نیت لرو چې له دې وروسته خپلو ټولو سرتیرو ته پرمختللې کومانډویي روزنه ورکړو. دا سرتیري د کورونو او د جګړې د ډګرونو د پلټنې او تصفیې، کمین نیولو، سپکو او درنو وسلو انداخت، له خنډونو څخه تېرېدلو او نورو پوځي مهارتونو په برخو کې روزل کیږي.»

افضلي زیاته کړه، «نړۍ والې ټولنې، په ځانګړې توګه ناټو افغان ملي اردو ته پرمختللې وسلې ورکړي دي چې کومانډویان به په عملیاتو او له ترهګرو څخه د سیمو په تصفیه کولو کې ترې استفاه وکړي.»

په لویدیځ زون کې د کومانډو د دویم غونډ قوماندان ډګروال فردین سپاه وویل، نوي جذب شوي سرتیري چمتو دي چې له حکومت، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو څخه دفاع وکړي.‌

سپاه زیاته کړه، «د کومانډویانو رول د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد جګړه او له افغانستان څخه دفاع کې مهم دی.»

نوموړي وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د ناټو د سلاکارانو او نړۍ والې ټولنې په ملاتړ ښې وړتیاوې ترلاسه کړي او کولی شي چې له هېواد څخه دفاع وکړي.»

دغه پرمختللې روزنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د مرکچیانو تر منځ‌ د لسیزو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د لارې موندلو په موخه د کتنې په ترڅ کې په هېواد کې دننه په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

چارواکو د تلې په ۲مه وویل، طالبانو په اروزګان ولایت کې ۲۸ محلي پولیس چې تېر ماخستن تسلیم شوي ول، ووژل.

دغه پېښه په ګیزاب ولسوالۍ کې چې څو ورځې سخت جنګ وشو او د طالبانو د محاصرې په نتیجه کې د افغان پولیسو او اردو لیرې پرتې پوستې د سړیو او وسلو له کموالي سره مخامخ شوې، پیښه شوه.

طالبانو له تسلیمۍ څخه وروسته د پولیسو له وژل کېدلو څخه انکار وکړ.‌

لږ تر لږه ۱۴ تنه نور افغان پولیس او عسکر /د وږي ۳۰ - ۳۱مه/ شپه د همدې جګړې په ترڅ کې ووژل شول.

ځوانان د خدمت کولو غوښتنې ته ځواب ورکوي

د بریدونو په ترڅ کې، په لویدیځ زون کې پوځي چارواکي وایي چې هغوې له افغان ملي‌اردو سره د یو ځای کېدونکیو ځایي ځوانانو په شمېر کې ډېرښت ویني.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو عمومي قوماندان تورن جنرال عبدالرؤف ارغنديوال د وږي په ۳۰مه وویل، په تېرو درې میاشتو کې په لویدیځ زون کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر ځوانان له افغان ملي اردو سره یوځای شوي دي.

هغه وویل، دغو ځوانانو په خپله خوښه په هرات کې د افغان ملي اردو د جلب و جذب مرکزونو کې د خدمت لپاره خپل نومونه لیکلي دي او په بېلابېلو پوځي مهارتونو کې روزنه ورکول کیږي.‌

هغه زیاته کړه، «نوي جذب شوي عسکر له درېوو څخه تر شپږو میاشتو پورې روزنه ترلاسه کوي او بیا له اړتیا سره سم په هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې ځاي پر ځاي کیږي ترڅو امنیت ټینګ کړي.»

ارغندیوال وویل، «د افغان ملي اردو لپاره جلب او جذب هره ورځ روان دی،‌ او ځوانان د افغان ملي اردو په لیکو کې د خپل هېواد او خلکو له خدمت کولو سره ډېره لېوالتیا ښیي. افغان ملي اردو په زرګونو افغان ځونانو ته فرصت برابر کړی ترڅو د خپلو خلکو خدمت وکړي او خپل هېواد د ترهګرو له ګواښ څخه وژغوري.»

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور تایید کړه چې ځوانان له افغان ملي اردو سره په یوځای کېدلو کې زیاتېدونکې لېوالتیا ښیي.‌

هغه وویل، «ځوانان په افغانستان کې یو قوي ځواک دی، او کله چې هغوی له افغان ملي اردو سره یوځای شي... هغوې کولی شي چې غښتلې یې کړي.»

هغه زیاته کړه، «په داسې حال کې چې هېواد په جګړه کې ښکېل دی، ځوانان له افغان ملي اردو سره په افتخاري توګه یوځای کېدلو سره غټه زړورتیا او هېوادپالنه ښيي.»

غیور وویل، افغان ملي اردو یوه ځوانه اردو ده، خو کومې روزنې چې له افغان روزونکیو او نړۍ والو سلاکارانو څخه یې ترلاسه کوي، دغه اردو یې په سیمه کې په یوه تر ټولو عصري او وړتیا لرونکې اردو باندې بدله کړې ده.

له افغانستان څخه د دفاع لپاره لوړه روحیه

نوي جذب شوي سرتیري وايي چې هغوی په لېوالتیا سره له افغان ملي اردو سره یوځای شول او هیله لري چې امنیت ټینګ او له ترهګرو څخه د افغانستان دفاع وکړي.

په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې یوه سرتیري کامران وویل، «دا زما خوب وو چې له افغان ملي اردو سره یوځای شم... ځکه زه غواړم چې د خپلو خلکو او هیواد خدمت وکړم او د خپلې کورنۍ لپاره د ژوند څوری وګټم.»

هغه زیاته کړه، طالبان او نور ترهګر ګروپونه باید پوه شي چې هغوی به د تاوتریخوالي او وژنې له لارې هېڅ هم ترلاسه نه کړي.

هغه وویل، دا به د هر چا لپاره ګټوره وي چې که اورپکی ګروپ د سولې لاره غوره کړي، خو که د جنګ لاره غوره کړي هغه به له منځه وېوړل شي.

کامران زیاته کړه، «موږ شپه او ورځ په دې کار کوو چې افغانانو ته سوله او امنیت راوړو، او موږ به ترهګرو ته اجازه ورنه کړو ترڅو د خلکو امنیت مختل کړي.»

په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې یوه بل عسکر شریف الله وویل، «زه د حکومت ضد عناصرو له خوا د بریدونو د زیاتېدلو او د جګړې په سبب د ملکي خلکو د کړاوونو له امله له افغان ملي اردو سره یوځای شوم.»

هغه زیاته کړه، «زه غواړم چې د خپلو خلکو او هیواد خدمت وکړم. زه په ډېره لېوالتیا له افغان ملي اردو سره یوځای شوم او د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې به د افغانانو د دښمنانو پر ضد وجنګېږم.»

هغه وویل، ترهګر ګروپونه باید پوه شي چې هغوی له امنیتي ځواکونو څخه نشي پټیدلی او هغوی نور د افغانستان ویجاړولو ته دوام نشي ورکولی.

شریف الله وویل، «د هغوی پر مخ د سولې دروازې پرانستې دي، او که سوله ونه کړي، افغان ملي اردو به یې په هغې پرمختللې پوځي روزنې سره چې ترلاسه کړې یې ده له منځه وېسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څو چې سوله ونشي، د دغو ځواکونو استخدام به په امنیتي حالت باندې هېڅ تاثیرات ونه لري. د تېرو شلو کالو په ترڅ کې، د دغو ځواکونو په زرګونو کسان د طالبانو له خوا ووژل شول، خو په دې هېواد کې سوله رانه غلله، له دې امله،‌ ټول لوري باید هڅه وکړي چې ژر تر ژره له وسله والو مخالفینو سره سوله وشي څو د وژنو او وینې تویېدنې مخه ونیول شي. څو چې په دې هېواد کې یوه تلپاتې سوله ونشي، د دې هېواد غریب خلک به په تاوتریخوالي، بریدونو او چاودنو کې قرباني کیږي. د تېرو شلو کالو په ترڅ کې، د جنګ او ناامنۍ اصلي قربانیان غریب او بې وزلي خلک ول.‌ په دغه تاوتریخوالي کې د هېڅ حکومتي مشرانو بچیان نه دي وژل شوي.‌ ټول قربانیان د دې هېواد عادي خلک ول.

ځواب ورکړئ