امنیت

چارواکي وایي، طالبانو په اروزګان کې ۲۸ تسلیم شوي پولیس افسران اعدام کړي دي

ای اېف پي

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۵ د تلې په ۵مه اخیستل شوی دی، افغان امنیتي منسوبین د اروزګان ولایت په ګرماو منډه کې د طالب اورپکو پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۵ د تلې په ۵مه اخیستل شوی دی، افغان امنیتي منسوبین د اروزګان ولایت په ګرماو منډه کې د طالب اورپکو پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو د چارشنبې په ورځ /د تلې ۲مه/ وویل، طالبانو په اروزګان ولایت کې په جنګ کې ۲۸ نیمه نظامي پولیسان وژلي دي.

یوه چارواکي وویل، طالبانو دغه پولیسان له تسلیمېدلو څخه وروسته اعدام کړل.

که دا خبره ریښتیا ثابته شي، د لسګونو بندیانو یوځایي وژنه به د افغانستان په وروستی تاوتریخوالي کې، چې په وروستیو اونیو کې له بد نه بدتر شوی دی، یو ستر وحشت په ګوته کړي.

دغه پېښه په ګیزاب ولسوالۍ کې چې څو ورځې سخت جنګ وشو او د طالبانو د محاصرې په نتیجه کې د افغان پولیسو او اردو لیرې پرتې پوستې د سړیو او وسلو له کموالي سره مخامخ شوې پیښه شوې ده.

یو پولیس افسر د وږي په ۲۴مه د اروزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې په پیره ولاړ دی. [عبدالمنان ارغند]

یو پولیس افسر د وږي په ۲۴مه د اروزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې په پیره ولاړ دی. [عبدالمنان ارغند]

د اروزګان د والي ویاند زړګی عبادي وویل، طالب جنګیالیو د سې شنبې /د تلې ۱/ شپه ۲۸ محلي او ملي پولیسو ته وړاندیز وکړ چې که تسلیم شي، کولی شي‌ چې خپلو کورونو ته لاړ شي.‌

عبادي وویل، «خو طالبانو د هغوی د وسلو له ترلاسه کولو څخه وروسته هغوی ووژل.»

د ولایتي شورا رییس امیرمحمد د مړینو شمېر تایید کړ. هغه وویل، سخته جګړه روانه ده.‌

امیرمحمد ونه ویل چې آیا سړي له تسلیمۍ څخه مخکې وژل شوي که وروسته.

یوه دریم ځایي چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، د پولیسو شمېر له ۲۸ څخه تر ۳۰ پورې یاد کړ او زیاته یې کړه چې درې پولیس په تېښته بریالي‌ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د مړینو په هکله له څه ویلو څخه ډډه وکړه.‌

طالبانو په یوه اعلامیه کې له تسلیمۍ څخه وروسته د پولیسو له وژل کېدلو څخه انکار وکړ.‌

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په ټوېټر لیکلي، «د دښمن دا ادعاوې چې هغوی له تسلیمۍ څخه وروسته وژل شوي دي بې اساسه ده. مجاهدینو (طالب جنګیالیو) له هغوی څخه مکررې غوښتنې وکړې چې وسلې کېږدي او نښتې پای ته ورسوي، خو هغوی په جنګ باندې تاکید کاوه.»

دا ۲۸ کسان وروسته له هغه ووژل شول چې د یکشنبې او دوشنبې /د وږي ۳۰ - ۳۱/ په شپه د همدې جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ افغان پولیس او عسکر ووژل شول.

د طالبانو او افغان حکومت مرکچیان د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره ګوري او هڅه کوي چې د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه لاره ومومي.

د وږي په ۲۲مه د سولې د خبرو هیله بښونکی پيل سمدلاسه په ګرد افغانستان کې د تازه تاوتریخوالي په وسیله ټکنی شو.‌

مذاکرات ورو پر مخ روان دي او دواړه لوري هڅه کوي چې په یوه اجندا باندې له پرېکړې کولو څخه مخکې بېلابېل خنډونه هوار کړي.‌

افغان ولسمشر اشرف غني د تلې په ۲مه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وویل، «افغانان یو روښانه او عاجل لومړیتوب لري چې هغه اوربند دی. د تاوتریخوالي عاجل پای ته رسول، موږ ته له بل هر څه څخه ډېر، د پرمختګ فرصت برابروي.»

د طالبانو له خوا په ژمنو باندې د عمل په هکله شکونه یو ځل بیا هغه وخت څرګند شول چې د تلې په ۲مه د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل چې یو شمېر طالب بندیانو، چې افغان حکومت د سولې د خبرو د یوه شرط په توګه خوشې کړي وو، بیا وسلې اخیستي دي -- چې دا له متحده ایالاتو سره له شوې هوکړې څخه مستقیمه سرغړونه ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که څه هم چې روسیه ۴۰ کاله مخکې د افغانستان د جنګ په پیلولو ملامتیږي، هغوی په خپله غلطۍ پوه شول او په ۱۳۶۸ کال کې ووتل. له هغه وخت راهیسې د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان د ګاونډیانو په شمول د هغه د شریکانو له خوا روزل شویو او تمویل شویو متعصبو افراطیانو داسې یو بې رحمانه، ناپایه جنګ روان کړی دی چې د امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین یې چې اوس کاملاً ستړي شوي دي واېستل.‌ هغه پراخه مالي مرسته چې هېواد ته راغله په هغې باندې یو څو زورواکو ډلو خېټه واچوله او ډېره یې عادي افغانانو ته ونه رسېدله.‌ اوس افراطیانو ترقي کړې او د فتحې احساس کوي. هغوی دې ته تیار نه دي چې ارام شي.‌

ځواب ورکړئ

له بده مرغه چې دغه وحشیانه سرغوڅونې، وژنې او د انسانانو اعدامونه هره ورځ په ځینې اسلامي هېوادونو کې د سیاسي،‌ نژادي او مذهبي دلایلو په اساس او د اسماني احکامو او د شریعت د اصولو تر نامه لاندې ترسره کیږي.‌ د ظالم د ظلم څراغ به د قیامت تر ورځې پورې بل نه وي که بل وي، د یوې شپې لپاره به بل وي، خو بله شپه نه (بیت) هغه ټول مستبد او دکتاتور او همدارنګه قبایلي حکومتونه چې په نړۍ کې د استبداد، دکتاتورۍ، سیاسي، مذهبي او قومي جوړښتونو په اساس جوړول کیږي هغوی ډېر وختونه دغه ډول جنایتونه د تاریخ په اوږدو کې له خپلو اسلافو څخه په میراث ترلاسه کړي وي.‌ په افغانستان کې هم همداسې ده. پښتانه د هیواد نورو نژادي ګروپونو ته اجازه نه ورکوي چې په حکومت کې خپل سهم ترلاسه کړي.‌ هغوی ځانونه د وطن اصلي مالکان بولي او نورو نژادي ګروپونو ته مهاجر وایي.‌

ځواب ورکړئ

افغانان یو د بل وینو ته تږي دي، او هغوی هیڅکله هم له وژنو څخه لاس نه اخلي. افغانان د قدرت په خاطر حتی خپل ورونه او پلرونه وژني. د هغوی ټول تاریخ له داسې پېښو څخه ډک دی.

ځواب ورکړئ

یو غټ ظلم شوی دی. په اسلام کې د جګړې د بندیانو وژل ممنوع دي او هیڅوک هم حق نه لري چې د جګړې بندیان ووژني. طالبان باید په دې برخه کې د افغانستان خلکو ته روښانه ځواب ورکړي، که نه، هغوی به د خلکو له کرکې سره مخامخ شي.‌

ځواب ورکړئ

د هیواد وضعیت ډېر حساس دی. هر چېرې خلک وژل کیږي او هیڅوک هم دې ته چمتو نه دی چې مسؤلیت واخلي. د دغو وژنو او تاوتریخوالي یوازنۍ لاره دا ده چې له طالبانو سره سوله وشي. متحده ایالات باید هڅه وکړي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ژر تر ژره سوله وشي. د هیواد خلک ټول تباه شول. هره ورځ د ملي پولیسو، ملي اردو په لسګونو عسکر، طالبان او ملکي خلک وژل کیږي، خو نړۍ واله ټولنه، په ځانګړې توګه متحده ایالات چې د دې جنګ او تاوتریخوالي اصلي سبب دی چوپ دي. متحده ایالات باید د مسؤلیت احساس وکړي او په افغانستان کې خونړۍ جګړه پای ته ورسوي. کله چې هغوی کولی شوای چې شل کاله مخکې له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې د طالبانو رژیم رانسکور کړي، اوس هم کولی شي چې په دې هېواد کې وضعیت ته تغیر ورکړي. که امریکا افغانستان ته د سولې په راوستلو کې ناکامه شي، هغه به د ټولو هغو قتلونو چې په تېرو شلو کالو کې شوي او ټولو هغو ستونزو چې افغانستان په راتلونکي کې ورسره مخامخ کیږي، مسؤله وي.‌

ځواب ورکړئ

ایادمسلمان خاصیت همداسي وی ایا جهاد داسي وی، زه منهيث ديو مسلمان دطالب اورپکو دهغه کړني چی په افغانستان کی کوی دوحشت او بربریت نه ډک عمل بولم

ځواب ورکړئ