امنیت

په هدفي وژنو کې له قلمي تمانچو څخه کار اخیستل په کابل کې تازه امنیتي ګواښ په ګوته کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په عکس کې د پولیسو له خوا د قلمي تمانچو موندل شوې یوه ذخیره د وږي په ۲۸مه په کابل کې لیدل کیږي. [د کورنیو چارو وزارت]

په عکس کې د پولیسو له خوا د قلمي تمانچو موندل شوې یوه ذخیره د وږي په ۲۸مه په کابل کې لیدل کیږي. [د کورنیو چارو وزارت]

کابل -- پولیسو په کابل کې د «قلمي تمانچو» یوه ذخیره نیولې او وایي چې جنایتکاران او یاغیان ترې د هدفي وژنو په یوه څپه کې چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په پلامېنه کې زیاتې شوي دي، کار اخلي.

دغه استوانوي ګرمې وسلې چې یواځې یوه ګولۍ خوري د عادي قلمونو په څېر ښکاري او انتقال یې بې له دې چې کشف شي اسان دی.‌

د کابل د جنایي پلټنو ریاست یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، «دغه تمانچې د یوه سپرېنګي قلم په څېر دي، ویشتونکی ګولۍ په نچه کې اچوي، هدف صحیح کوي، د ویشتلو تڼۍ ته زور ورکوي او ګولۍ ولي.»

تېره اونۍ پولیسو د وسلو په یوه غټه زېرمه کې د ۴۸ قلمي تمانچو یوه بوخڅۍ کشف کړه. په زېرمه کې مقناطیسي بمونه هم وو چې موټر پورې نښلول کېږي او کېدی شي چې له لیرې نه یا د یوه ټایمر په وسیله وچول شي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، «ترهګرو غوښتل چې له دغو وسلو څخه په پلازمېنه کې په پېچلیو هدفي وژنو کې کار واخلي.»

زیاتېدونکې بې کاري او فقر د کابل امنیتي وضعه ډېره خرابه کړې او په دې لړ کې تښتونې، لوټنې او له موټرو څخه ویشتنې عادي چاره ګرځېدلې ده.‌

په دغه تاوتریخوالي کې یو لړ وژنې شاملې دي چې د سولې فعالان، پوهان او حکومتي کارکونکي په نښه کوي.

د پېښو پړه طالبانو پورې تړلیو ډلو باندې ور اچول کیږي

د جنایي پلټنو د ریاست چارواکي وویل، «په تېرو شپږو میاشتو کې یواځې په کابل کې له ۴۰ څخه ډېر کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.»

هغه وویل، په دغو وژنو کې ځینې په نااشنا وسلو ترسره شوي دي او چارواکي شک لري چې قلمي تمانچې وې.

چارواکو د دغه ډول وژنو پړه طالبانو پورې تړلیو ډلو باندې اچولې ده.

طالبانو، چې باید د کب په میاشت کې له متحده ایالاتو سره د سولې د تړون له لاسلیکولو راهیسې په ښاري سیمو کې بریدونه ونه کړي، په دغو بریدونو کې له ښکېلتیا څخه انکار کړی دی.

له دې سره سره چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان په دوحه کې سره ګوري ترڅو د جنګ پای ته رسولو ته لاره ومومي، یاغیانو په اطرافي سیمو کې په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات کړي دي.

چارواکو وویل، تېره اونۍ په اروزګان ولایت کې په یوه پېښه کې طالب جنګیالیو محلي او ملي پولیسو ته وړاندیز وکړچې که هغوی د تلې تر ۱ پورې تسلیم شي کولی شي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د اروزګان د والي ویاند زړګي عبادي وویل، «خو طالبانو د هغوی د وسلو له ترلاسه کولو څخه وروسته هغوی ټول ووژل.»

طالبانو په یوه اعلامیه کې له دې څخه انکار وکړ چې پولیس یې له تسلیمېدلو څخه وروسته وژلي دي.‌

د امنیتي تړون د پروګرام په اساس چې د چنګاښ په ۱۷مه په کابل او د زمري په ۲۶مه په هرات کې پیل شو، افغانان هڅول کیږي ترڅو په ولسوالیو، ولسونو او کلیو کې د جرمونو په هکله امنیتي ځواکونو ته راپور ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د حکومت لپاره یو بل خبرداری دی چې وسله وال مخالفین کولی شي چې له پرمختللیو وسلو څخه کار واخلي او خپل هدف ترسره کړي. د هیواد ملي پولیس باید داسې وروزل شي چې د دې وړ شي چې دغه ډول وسلې کشف او ضبط کړي.

ځواب ورکړئ

ساینس او ټکنالوجۍ ډېر پرمختګ کړی او د نړۍ ځینې هېوادونه کولی شي داسې وسلې جوړې کړي چې نمونه یې پخوا هېڅکله په نړۍ کې نه ده لیدل شوې.‌ همدارنګه، له اوس نه به طالبان هم هڅه کوي چې په لویو ښارونو کې هدفي وژنې زیاتې کړي او د حکومت د بانفوذو شخصیتونو وژنې ته دوام ورکړي.‌ تاسو به لیدلي وي چې یادې ډلې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې په کابل او نورو لویو ښارونو کې د حکومت مشهور او زړور قوماندانان ووژل چې دا د حکومت لپاره یوغټ ټکان دی، او ډېر احتمال شته چې ښایي طالبانو له دغه ډول قلمي وسلو څخه استفاده کړې وي، ځکه چې خلک په ډېرو خوندي ځایونو کې، چې هلته د وسلو وړل ناشوني دي، ووژل شول. له دې امله، په کار دی چې استخباراتي او امنیتي ادارې له عصري ټکنالوجۍ څخه خبرې وي او باید تل هڅه وکړي چې دغه ډول وسلې کشف کړي.‌

ځواب ورکړئ