امنیت

په کندوز کې دیني عالمانو او قومي مشرانو له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه

د هدایت الله راپور

د کندوز ښار او د کندوز ولایت د ۹ ولسوالیو شاوخوا ۲۰۰ دیني عالمان او قومي مشران د تلې په ۲مه په کندوز ښار کې راټول شول او له افغان حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل چې سملاسي اوربند اعلان کړي او د سولې یوه هر اړخیزه هوکړه وکړي. [هدایت الله]

کندوز -- د کندوز ښار او د کندوز ولایت د ۹ ولسوالیو دیني عالمان او قومي مشران د چارشنبې په ورځ /د تلې ۲مه/ په کندوز ښار کې راټول شول او له افغان حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل ترڅو د سولې یوه هر اړخیزه هوکړه وکړي.

د طالبانو او افغان حکومت مرکچیان د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره ویني او هڅه کوي‌ ترڅو د لسیزو اوږدې جګړې ته د حل لاره پیدا کړي.

سره له دې چې کابل په اوربند تاکید کوي،‌لاکن طالبانو لا ورسره نه دی منلی.

په غونډه کې شاوخوا ۲۰۰ برخه والو برخه اخیستې وه ترڅو په هېواد کې د جنګ او تاوتریخوالي د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه وکړي، طالبان د افغانانو د مشروع غوښتنو درناوی وکړي او اوربند اعلان کړي.

د کندوز ولایت شاوخوا ۲۰۰ دیني عالمان او قومي مشران د تلې په ۲مه په کندوز ښار کې راټول شول او له طالبانو او افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې په دوحه کې د سولې د خبرو په ترڅ کې سملاسي اوربند اعلان کړي. [هدایت الله]

د کندوز ولایت شاوخوا ۲۰۰ دیني عالمان او قومي مشران د تلې په ۲مه په کندوز ښار کې راټول شول او له طالبانو او افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې په دوحه کې د سولې د خبرو په ترڅ کې سملاسي اوربند اعلان کړي. [هدایت الله]

یو شمېر یتیمې نجونې د وږي په ۳۱مه د کندوز په دارالایتام کې راټولې شوي‌ ترڅو د سولې نړۍ واله ورځ‌ ولمانځي او له طالبانو څخه وغواړي چې جنګ ودروي. [هدایت الله]

یو شمېر یتیمې نجونې د وږي په ۳۱مه د کندوز په دارالایتام کې راټولې شوي‌ ترڅو د سولې نړۍ واله ورځ‌ ولمانځي او له طالبانو څخه وغواړي چې جنګ ودروي. [هدایت الله]

د کندوز یوه قومي‌ مشر عزیزالله عبدالهی په غونډه کې وویل، افغانان چې د تېرو ۴۰ کالونو جنګ او وراني سخت زوبل کړي دي سولې، او د جنګ پای ته رسېدلو ته سترګې په لاره دي.

عبدالهی وویل، «اوربند سولې ته د نږدې کیدلو لپاره لومړنی شرط دی. ترڅو چې جنګ نه وي درېدلی، سوله نشي راتلای.»

هغه وویل، «پخوا به چې د دو ډلو تر منځ جنګ پېښ شو، سولې ته د رسېدلو لپاره لومړنی کار چې ضروري بلل کېده هغه به اوربند وو چې د سولې مرکچیانو او مستقلو څارونکیو ته به یې اجازه ورکوله ترڅو وضعیت وڅاري. نو، کله چې جنګ روان وي، حتما د سولې پروسه باندې اغېز کوي.»

په غونډه کې یوه بل قومي مشر میرزا محمد لغماني هم ورته څرګندونې وکړې.‌

هغه وویل،‌«د تاوتریخوالي زیاتېدل موږ د راتلونکي په هکله اندېښمنوي. یو طرف ته د سولې خبرې روانې دي، بل طرف ته په عین وخت کې تاوتریخوالی روان دی.»

لغماني وویل، «موږ به د سولې په پروسه هغه وخت باور وکړو چې اوربند اعلان شي. که چېرې اوربند نه وي او جنګ روان وي، هېڅ مثبته نتیجه به ورنه کړي.»

یو زرین فرصت

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي په غونډه کې وویل، افغانان «د شورويانو له یرغل راهیسې له جنګ څخه کړېږي. سرکونه، ښوونځي او کلینیکونه د هاوانونو او ټانکونو په وسیله ویجاړیږي. ښځې کونډې کېږي، ماشومان یتیمان کیږي او زموږ ځوانان شهیدان کیږي. دا حال به تر څو پورې روان وي؟»

ایوبي وویل، «یو مزدورکار د خپلې کورنۍ لپاره د خټو کور په ۱۵ کالونو کې جوړوي، خو هغه په بې رحمۍ سره د هاوانونو او ټانکونو په وسیله ویجاړیږي. هغه به نور امکانات له کومه کړي چې خپل د خټو کور پرې بیا ورغوي؟»

د کندوز د عالمانو د شورا رییس مولوي‌ محمد عقیل سیرت وویل، «سړي، ښځې، زاړه او ځوانان ټول هره ورځ لاسونه لپه کوي‌ او له خدای (ج) څخه د سولې غوښتنه کوي.»

هغه زیاته کړه، «موږ داسې سوله غواړو چې کولی شي وقار، درناوی، صداقت او خیر تضمین کړي.»

تاوتریخوالی او ناارامي د وطن بنسټ نړوي، او اوس د دې وخت دی چې دواړه لوري یو بل ته په صداقت او ښه نیت سره غېږې ورکړي.

هغه یادونه وکړه چې، «لومړی باید اوربند تطبیق شي، بیا که دواړه لوري د راتلونکي نظام او حکومت په جوړښت باندې کالونه وخت هم لګوي، فرق نه کوي.»

د کندوز ولایت د مدني ټولنې یوه فعال نورالدین ریشتین په غونډه کې وویل، اوس د دواړو لوریو لپاره غوره فرصت دی چې اعظمي هڅې وکړي ترڅو یوه سوله ییزه حللاره ومومي.‌

ریشتین وویل، «موږ په تېرو ۲۰ کالونو کې داسې یو فرصت نه درلود. که دا خبرې څه نتیجه ورنه کړي، دواړه لوري به نه جبرانېدونکی زیان وګالي.»

هغه وویل، «موږ په دواړو لوریو -- چې د دې خاورې بچیان دي -- غږ کوو چې د خدای لپاره دې خپلې شخصي ګټې پرېږدي، او دا زرین فرصت دې نه ضایع کوي.»

د کندوز د والي د ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیال نجیب الله عمرخېل وویل، «سوله د جنګ پای ته رسولو ته وایي. موږ نشو کولی چې وینه په وینه ووینځو.»

هغه وویل، «جنګ زموږ په ګټه نه دی ځکه چې افغانان وژني او د هغوی کورونه او ملکیتونه ورانوي. نو ولې باید موږ خپله ستونزه د خبرو له لارې حل نه کړو؟»

عمرخېل وویل، «مسلمانان له ډاره جومات ته د لمانځه ادا کولو لپاره نشي تللی، او که چېرې دواړه مرکچي ډلې دا تاریخي فرصت ضایع کړي، افغانان به خوشحاله راتلونکې ونه لري.»

ماشومان سولې ته هیله من دي

د قومي مشرانو او دیني عالمانو په غونډې سربېره، یو شمېر ماشومان د دوشنبې /د وږي ۳۱مې/ په ماښام د کندوز په دارالایتام کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې جنګ ودروي او اوربند اعلان کړي.‌

په دارالایتام کې د ستارې په نامه یوې ۱۴کلنې زده کوونکې وویل، د ماشومانو تر ټولو غټه هیله په وطن کې تلپاتې سوله او د جنګ پای ته رسېدل دي.

ستارې وویل، «طالبان باید له حکومت سره سوله وکړي. تر څو به زموږ په هېواد کې دا تاوتریخوالی او زموږ د ورونو وینې تویېدل روان وي؟ دلته ډېر زیات جنګ وشو.»

د کندوز اوسېدونکي د وږي په ۳۱مه هم راټول شول چې د سولې په هیله شمعې بلې کړي او پتنګان والوزوي او د سولې نړۍ واله ورځ ولمانځي.‌

د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالشکور قدردان وویل، د دغې غونډې هدف دا وو چې د سولې او زغم کلتور ته وده ورکړي او د سولې له بین الافغاني خبرو څخه ملاتړ څرګند کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جنګ بس دی، وژل بس دي! دا وطن له وژنو څخه ستړی شوی دی، او یوازنۍ هیله یې سوله ده. زه هیله لرم چې د سولې هغه خبرې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوي دي هغه به ډېرې اوږدې نشي او دوامداره سوله به رامنځته کړي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان او نړۍ د نن ورځې له ګرمو موضوعاتو او بحثونو څخه یوه د افغانستان د سولې مسئله ده. د نوي سیاسي نظام له جوړېدلو او د نړۍ والې ټولنې له حضور څخه د ډېرو کالو له تېرېدلو وروسته، په هیواد کې د امنیت او سولې مسئله اوس هم د لوړې درجې په مسایلو کې ده.‌ په دې کې شک نشته چې په هیواد کې د سولې مسئله، چې له څلورو لسیزو جنګ او بحران څخه په ډېر وخت کې نه ده حل شوې، داسې مسئله نه ده چې سملاسي دې حل شي، خو د داسې تمې نشتوالی هم دا حقیقت نه توجیه کوي چې هیواد باید ۱۹ کاله وروسته اوس هم په یوه نا امن حالت کې وي. عمومي وضعه، په ځانګړې توګه د بیارغونې پروسه د سولې د نشتوالي تر نفوذ لاندې ده.‌ په بل عبارت،‌ موجوده وضعه د ډېرېدونکې ناامنۍ، د مخالفینو د فعالیتونو د شدت او د جنګ د پراختیا له امله له یوه ولاړ حالت سره مخامخ شوې ده. د تاوتریخوالي د دوام او د هغه د روان شدت مسئلې نه یوازې په هېواد کې بېلابېل بحرانونه رامنځته کړي، بلکې همدارنګه یې د نړۍ والې ټولنې د ځینې غړو سیاستونه او عملونه په هغو هیوادونو کې د خلکو د سترګو په وړاندې تر پوښتنې لاندې راوستي او ترینګلتیاوې یې جوړې کړي دي.‌ دلته مونږ کولی شو چې د مسئلې په رابطه بحثونو او سیاسي مشاجرو ته اشاره وکړو، چې ولې امریکایي ځواکونه افغانستان ته راغلل؟ او په بېلابېلو هیوادونو کې د دغو ځواکونو لاسته راوړنې څه دي؟ نو، د سولې له خبرو څخه زما فهم دا دی چې متحده ایالات باید په افغانستان کې جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

ځواب ورکړئ

زه په دواړو لوریو باندې غږ کوم چې زمونږ ژوند په سوله کې دی، زمونږ عزت په سوله کې دی، د دنیا او اخرت نېکمرغي په سوله کې ده، او سوله یو الهی حکم دی. دواړه خواوې باید خپلې شخصي غوښتنې یو طرف ته کړي او د افغانستان د مظلوم ولس لپاره سوله وکړي.‌

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې جنګ د پاکستان پوځ کوي؛ خو نوم د طالب دى. محمود خان اڅکزى

ځواب ورکړئ

مونږ د سولې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د هڅو قدرداني کوو. خدای دې وکړي چې امریکا، روسیه، چین، او نور پرمختللي هیوادونه د افغانستان په جوړولو کې د زړه له کومي مرسته وکړي چې افغانان هم د نورې نړۍ د خلکو په څېر له ژوند نه خوند واخلي.‌

ځواب ورکړئ