امنیت

د کندوز اوسېدونکیو له طالبانو څخه وغوښتل چې په روژه کې تاوتریخوالی بند کړي

د هدایت الله راپور

د کندوز شاوخوا ۱۰۰ اوسېدونکي د وري په ۱۹مه راټول شول او له طالبانو څخه یې په ټینګه وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې درناوی وکړي، خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د بې ګناه افغانانو د وینو تویول ودروي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کندوز -- د کندوز شاوخوا ۱۰۰ اوسېدونکي د وري په ۱۹مه راټول شول او له طالبانو څخه یې په ټینګه وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې درناوی وکړي، خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د بې ګناه افغانانو د وینو تویول ودروي.

په افغانستان کې روژه د سې شنبې له ورځې څخه پیل کیږي.‌

تېر کال د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې د خبرو له پيلېدلو سره سره، په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی، او ورسره د هدفي وژنو یوه څپه پیل شوې چې د ژورنالستانو، فعالانو او دولتي مامورینو په ګډون د لوړې کچې افغانان په نښه کوي.‌

چارواکو د ډېرو خونړیو پېښو پړه پر طالبانو ور اچولې ده.

د دیني عالمانو او ښځو په ګډون د کندوز له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د وري په ۱۹مه په کندوز ښار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې په ټینګه وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې تاوتریخوالی ودروي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

د دیني عالمانو او ښځو په ګډون د کندوز له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د وري په ۱۹مه په کندوز ښار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې په ټینګه وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې تاوتریخوالی ودروي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

د غونډې یوه برخه وال قومي مشر میرزامحمد لغماني وویل، د روژې په میاشت کې چې بین الافغاني خبرې جریان مومي په کار دی چې اوربند اعلان شي.

هغه زیاته کړه، «په مسلمانانو باندې فرض ده چې روژه ونیسي او زموږ خلک روژه نیسي، عبادت او تراویح کوي. که جنګ روان وي، هیڅوک هم نشي کولی چې تراویحو ته لاړ شي. د روژې په ترڅ‌ کې باید خلکو ته مزاحمت ونشي.»

لغماني وویل، «دا صحیح ده چې موږ کولی شو روژه ونیسو، خو که جنګ وي، قتل او ورور وژنه وي،‌ خدای پاک نه زموږ روژه قبلوي او نه لمنځونه، او نه به هم موږ وکولی شو چې په یوه امن چاپېریال کې عبادت وکړو.»

تېر کال د اوربند لپاره دغه ډول غوښتنه ونه منل شوه، او طالبانو د روژې په میاشت کې خپل بریدونه زیات کړل. خلکو سلام ټایمز ته وویل چې هیله لري سږ کال د تېر په څېر به نه وي.‌

د کندوز پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصلې فاطمې مجیدي وویل، «ټول افغانان سوله غواړي ترڅو جنګ او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.‌ طالبان باید لږ تر لږه د روژې د مبارکې میاشتې په جریان کې جنګ ودروي.»

یوه دیني عالم مولوي عظیم الله احدي چې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، د جګړې په لوریو باندې غږ وکړ چې د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي کې دې تاوتریخوالی ودروي.‌

احدي وویل، «روژه د خدای (ج) د مېلمستیا میاشت ده – موږ باید دغې میاشتې ته ښه هرکلی ووایو،» او زیاته یې کړه چې، اسلام په ټولو میاشتو او په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې د مسلمانانو وژل منع کړي دي.‌

هغه زیاته کړه، «طالبان باید تاوتریخوالی پرېږدي او خپلې غوښتنې د مذاکراتو له لارې مطرح کړي، نه د مسلمانانو د وژلو.»

د اوربند لپاره غوښتنې

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي محمد عارف مرادي وویل، «زه په طالبانو او نورو افراطي ډلو باندې غږ کوم چې د روژې په میاشت کې تاوتریخوالی او وینه تویول ودروي او اوربند اعلان کړي.»

هغه وویل، «د سولې مخالفین او د افغانستان دښمنان باید لږ تر لږه ترهګریز بریدونه ودروي او پرېږدي چې افغانان د روژې میاشت په سوله کې تېره کړي.»

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل، «که جنګ دا وطن جوړولی، اوس به ډېر ښېرازه وای، لاکن دا وطن به د جنګ او وروروژنې له لارې جوړ نشي.»

هغه زیاته کړه، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې له پولیسو، اردو او حکومت سره اوربند وکړي او جنګ ودروي.»

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي محمد اسماعیل کلیوال وویل، «موږ غواړو چې طالبان له حکومت سره خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

کلیوال وویل، «زموږ هدیرې په شهید شویو امنیتي منسوبینو او ملکي خلکو باندې ډکې دي. موږ په هر کور کې یتیمان او کونډې لرو. په زرګونو داسې کورنۍ شته چې سرپرست نه لري او راتلونکی یې هېڅ روښانه نه دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د جګړې پای ته رسولو لپاره باید له پاکستاني جنرالانو سره خبرې وشي - الکساندر په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر کرسټوفر الکساندر امریکاغږ سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو مشران د اوربند کولو وس نه لري او د جګړو د پای ته رسولو لپاره دې باید له پاکستاني جنرالانو سره جدي خبرې وشي. دغه پخوانی دېپلومات پدې باور دی چې پاکستاني پوځيان په افغانستان کې د جګړې امر ورکوي او یوه نیابتي جګړه پرمخ بیايي. نور په دې ویډیو کې واورئ او وګورئ چې په افغانستان کې جنګ له کومه کیږي؟ څوک یې کوي؟ ولې یې کوي؟ https://www.facebook.com/voapashto/videos/300830478091807/

ځواب ورکړئ

د ننګرهار ولايت مقام وايي، چې په تورخم ښارګوټې کې د امنیتي ځواکونو له لورې د پلټنو پر مهال په ټیلر موټر کې ځآی پر خای شویو ۲۶ بورۍ دالو کې ۶۸۹ چاودیدونکې توکې چې د پاکستان څخه جلال اباد ته یې را لیږدول، له دوو تنو را لیږدونکو سره یو ځای ونیول شول. نیول شویو کسانو پخپل جرم اعتراف کړی دی. پژواک خبري اژانس

ځواب ورکړئ

هغوی ښه کار وکړ. خدای دې د کندوز خلک سرلوړي لري. په حقیقت کې، د کندوز ولایت خلکو د تېرو شلو کالو په ترڅ کې د جنګ په نتیجه کې ډېر دردونه لیدلي او په زرونو شهیدان یې ورکړي دي. د کندوز خلک د بل هر چا په نسبت ډېر د ویجاړونکیو جنګونو قربانیان ګرځېدلي دي.‌

ځواب ورکړئ

زه هیله لرم چې د سږ کال روژې د مقدسې میاشتې په برکت به په هېواد کې یوه تلپاتې سوله رامنځته شي. د افغانستان خلک له جنګ نه ستړي شوي دي، حتی هغه چې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې جنګ کوي هم له جنګ نه ستړي شوي او د سولې بین الافغاني خبرو ته انتظار کوي، او هیله لري چې په هېواد کې به سوله ټینګه شي. په هغوی باندې هم جنګ تپل شوی دی. ستونزه د دغه ګروپ په مشرانو کې ده، هغوی نشي کولی چې د خپلو مشرانو له حکم څخه پرته هېڅ هم وکړي. هغه کسان چې د هغوی په لیکو کې یوه اونۍ هم تېره کړي او بیا یې پرېږدي، هغوی تعقیبږي.‌ له هغوی نه پلټنې کېږي چې ولې یې د هغوی په لیکو کې جنګ کاوه او اوس یې جنګ ودرولی دی. زه یو زیات شمېر مخالفین پېژنم چې د هغوی په لیکو کې د جنګ له ودرولو څخه وروسته مجبورشول چې هېواد پرېږدي ځکه چې ژوند یې په خطر کې وو یا مخالفینو ګواښل. نو خلک له ټولو لوریو څخه غواړي چې د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر خپلې شخصي غوښتنې پرېږدي، او دغه څلوېښت کلن جنګ ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي. د دې هېواد د مطلق اکثریت خلکو لپاره سوله او امنیت او دغه راز یوه مړۍ ډوډۍ مهم دي. د هغوی لپاره،‌ نه دیموکراتیک سیستم مهم دی نه امارتي سیستم او نه کوم بل سیستم ورته اهمیت لري.‌ د خلکو لپاره داسې یو نظام مهم دی چې ټول اسلامي ارزښتونه په کې ځای شوي وي.

ځواب ورکړئ