دین

طالبانو د روژې د روحیې په پام کې نیولو څخه پرته، د تاوتریخوالي کمپاین پراخ کړی دی

د عمر او ای اېف پي راپور

په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې عبادت وکړي او روژه ونیسي، همدارنګه هغوی هڅه کوي چې د عامو خلکو لپاره امنیت برابر کړي، ځکه چې طالب اورپکو خپل بریدونه زیات کړي دي. [عمر]

هرات -- د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د طالبانو دوامدار بریدونه د امنیتي ځواکونو، چې شپه او ورځ د افغانانو د خونديتوب لپاره کار کوي، له تقوا سره کاملا توپیر لري.

چارواکو وویل، افغان ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د وري ۳۱مه/، په کندوز باندې د طالبانو یو غټ برید په شا وتمباوه.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، طالب جنګیالیو د سهار شاوخوا ۱ بجه د ښار په لمنو کې د افغان ځواکونو په پوستو باندې بریدونه وکړل، چې شدیده جګړه یې راوپاراوه.‌

په اعلامیه کې راغلي، «د هغوی برید د هوایي ځواک په مرسته په شا وتمبول شو. ۱۱ تنه طالبان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول،» او زیاتوي چې دغه جګړه تر څو ساعتونو پورې روانه وه.‌

یو افغان عسکر د غوایي په ۱۸مه په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې په پیره ولاړ دی. [عمر]

یو افغان عسکر د غوایي په ۱۸مه په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې په پیره ولاړ دی. [عمر]

د افغان ملي اردو افسران او عسکر د غوایي په ۱۸مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې د ماخوستن لمانځه کې برخه اخلي. [عمر]

د افغان ملي اردو افسران او عسکر د غوایي په ۱۸مه د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې د ماخوستن لمانځه کې برخه اخلي. [عمر]

په وروستیو میاشتو کې، دواړو لوریو په کلیوالو سیمو کې په مکرر ډول جګړې کړي دي، خو د کندوز په څېر یوه ښار ته د ننوتلو هڅه د جګړې شدت څرګندوي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۹مه/ ادعا وکړه چې په غزني ښار کې یي د افغانستان د استخباراتو د ادارې په یوه مرکز باندې مرګونی برید ترسره کړ.

د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده ای اېف پي ته وویل، د موټر بم برید په ترڅ کې د استخباراتو لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول.

هغه وویل، «ترهګرو له یوه هاموي څخه په استفادې سره برید وکړ... هغوی په غزني ښار کې د ملي امنیت ریاست واحد په نښه کړ،» او زیاته یې کړه چې ۴۰ افغانان ټپیان شول.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې وویل چې برید یادې اورپکې ډلې ترسره کړی دی.

تېره اونۍ، ولسمشر اشرف غني، وروسته له هغه چې دوه مرګوني بریدونو په لسګونو کسان ووژل، امنیتي ځواکونو ته حکم وکړ چې د اورپکو په وړاندې «یرغلیز» حالت ته واوړي.

په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال ذبیح الله مومند وویل، «د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې، طالبانو په هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد په سلګونو واړه او غټ بریدونه ترسره کړي دي، خو ټول یې طالبانو ته د درنو تلفاتو په ور اوښتلو سره په شا تمبول شوي دي.»

هغه وویل، سره له دې چې ټوله ورځ روژه وي او د ورځې پنځه وخته لمونځونه کوي، امنیتي ځواکونه بیا هم ټوله ورځ یا په خپلو پوستو کې په پیره ولاړ وي یا په لارو او لویو لارو باندې ګزمه کوي چې د طالبانو د احتمالي تاوتریخوالي مخه ونیسي او د ملکي خلکو ژوند ته ګواښونه کم کړي.

د قول اردو یوه تورن عبدالسمیع وویل، امنیتي ځواکونه سره له دې چې روژه یې په خوله وي، د سهار له ۶ بجو څخه د ماسپښین تر ۴ بجو پورې په خپلو پوستو کې کار کوي چې امنیت ډاډمن کړي او د طالبانو د احتمالي ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.

هغه وویل، «له پېشلمي کولو څخه وروسته، موږ خپل پوځي لباس اغوندو او د وظیفې په لور روانیږو. اکثر وختونه موږ د هرات ښار په دروازو کې پیره کوو او هر هغه موټر چې ښار ته ننوځي تلاشي کوو.»

هغه زیاته کړه، «موږ ډېر تږي او وږي کیږو ځکه چې په ګرمه هوا کې په دې ډبلو یونیفورمونو کې کار کول سخت دي، خو موږ دا وظیفه په پوره صداقت سره ترسره کوو څو د خپلو خلکو لپاره امنیت ډاډمن کړو.»

اسلام ته بې حرمتي

د هرات د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي وویل، په داسې حال کې چې روژه د سولې او بښنې میاشت ده، طالبانو په ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو باندې د خونړیو، او مقدساتو ته د سپکاوي کوونکیو بریدونو په ترسره کولو سره د دې وخت روح ته تاوان ور اړولی دی.

هغه وویل، اسلام د ځانمرګو بریدونو او د بې ګناه ملکي خلکو د وژلو پر ضد یو واضح دریځ لري. خدای پاک د دغو عملونو په ترسره کوونکیو باندې لعنت ویلی،‌ او د طالبانو له خوا ترسره کېدونکي بریدونه د اسلام استازیتوب نه کوي.‌

شېرزادي وویل، «طالبان په دې باور دي چې هغوی به د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو په وژلو سره جنت وګټي، خو د خدای پاک د ایتونو او د نبي (ع) د احادیثو په اساس، طالبان ملعون دي، او په اخرت کې ورته سخت عذاب انتظار کوي.»

هغه زیاته کړه، «د اسلام په اساس، طالب جنګیالي او د هغوی مشران او ملاتړي مسلمانان نه دي ځکه چې د هغوی ټول کارونه غیرمشروع او د اسلام د احکامو پر خلاف دي.»

شېرزادي وویل، په دې کې شک نشته چې افغان امنیتي ځواکونه مسلمانان دي او د یوې اسلامي ټولنې خدمت کوي، او دا له شریعت او اسلام څخه سرغړونه ده چې څوک د امنیتي ځواکونو له اسلامیت څخه انکار وکړي او پر ضد یې وسله وکاروي.

هغه وویل، «پېغمبر د هغو امنیتي ځواکونو لپاره چې په یوه اسلامي هېواد کې د خلکو امنیت خوندي کوي د جنت د تقدیر خبره کړې ده،» او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه د ټولنې حقیقي ساتونکي دي.

د بادغیس ولایت یوه دیني عالم مولوي عبدالباسط صارم وویل، د روژې په مبارکه میاشت کې په امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو باندې بریدونه کول ممنوع دي، او طالبان باید خپله غیرمشروع جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه، «د اسلام د حکم په اساس،‌ وژل د کال په هره میاشت کې -- په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې چې قران کریم په کې نازل شوی دی،حرام دي.»

صارم وویل، «څومره چې خدای پاک په روژه کې د نېکۍ کولو ډېر اجرونه ورکوي، دغسې په دې میاشت کې د طالبانو تخریبي کارونه غټه ګناه ګڼي.»

صارم زیاته کړه، «طالبان خپله جګړه اسلام پورې تړي او توجیه کوي، په داسې حال کې چې د هغوی ټول عملونه غیراسلامي او غیرانساني دي.‌ اسلام د مسلمانانو په ژوند باندې د هر برید مخالفت کوي، خو موږ ګورو چې طالبان هغه کسان چې روژه نیسي او لمونځ کوي وژني.»

هغه زیاته کړه، «دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانانو په زړونو کې ځای لري،‌ او هر څوک یې ملاتړ کوي. امنیتي ځواکونه په داسې حال کې چې روژه یې په خوله وي سخت کار کوي څو د روژې د میاشتې په ترڅ کې د خلکو لپاره امنیت او ارامي یقیني کړي.»

صارم وویل، «د یوه دیني عالم په توګه، زه هغه لاره چې امنیتي ځواکونو نیولې ده صحیح ګڼم؛ زه د هغوی له خوا له هېواد څخه دفاع یو مشروع عمل بولم، او زه د هغوی بشپړ ملاتړ کوم.»

د طالبانو تاوتریخوالی غندل

په فیروزکوه کې دیني عالمانو د غوایي په ۲۵مه د طالبانو ډله ییزه وژنه وغندله او هغه یې وحشیانه او غیراسلامي وبلله.

په عین ورځ، په هرات ښار کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو طالبان جنایتکاران وبلل او د هغوی ظلمونه یې د نه بښلو وړ وګڼل.‌

په غور ولایت کې یوه دیني عالم مولوي سید محمد اخوندزاده وویل، د روژې په ترڅ کې د طالبانو او نورو ډلو له خوا ترسره کېدونکي بریدونه د بشر ضد جرمونه دي.

هغه وویل، «هیڅوک هم دا حق نه لري چې د بې ګناه مسلمانانو وژل د اسلام مقدس دین پورې وتړي. د مسلمانانو وژل جنایت او ګناه ده... ترسره کوونکي یې د خدای د احکامو په اساس د سزا وړ دي،‌ او هغوې دې د سختې سزا په تمه اوسي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې ژاله حکاک وویل، «په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو اکثر قربانیان بې ګناه ملکي خلک دي.»

هغې د تېرې اونۍ دوه وحشتونو ته په اشارې سره وویل، «په کابل کې په یوه روغتون او په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو شوي وروستي بریدونه د توجیه وړ نه دي، او ترسره کوونکي یې باید محاکمه شي او سزا ورکړل شي.»

هغې زیاته کړه، د ښځو او ماشومان په نښه کول د بښلو وړ نه دي، او هر څوک چې یو جرم ترسره کوي هغه باید په یوه قانوني محکمه کې محاکمه کړای شي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي رفیع سادات وویل، «وروستي ترهګریز بریدونه د بشریت پر ضد جرمونه دي، هېڅ قانون او هېڅ انسان نشي کولی چې د ماشومانو او ښځو پر ضد د داسې ظلم اجازه ورکړي.»

هغه وویل، «طالبان او داعش غورې کوي چې د اسلام په لاره روان دي،‌ خو هغوی داسې یو ماشوم چې څو ساعته مخکې زیږیدلی وو او هغه هم د روزې په میاشت کې وواژه.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د جابر بن مطعم په نامه د هندیې ځیګرخوړوکي غلام تر هغه وخته پورې خپله غلامي پرېنښودله څو یې چې حضرت حمزه (رض) شهید کړ. تاسو څه تمه لرئ؟ د هغو خلکو، چې پرون او نن یې په دې خاوره کې ځیګرونه یا زړونه راواېستل، له جابر بن مطعم سره څه فرق لري؟‌ دا فرق نه کوي چې تاسو د ابوجهل غلام یئ که د ابولهب یا داسې نورو. دا فرق نه کوي چې تاسو د ایران غلام یئ که د پاکستان، امریکا یا روسیې.

ځواب ورکړئ

طالبان باید له خدای نه ووېرېږي او څومره ژر چې کولی شي اوربند اعلان کړي.‌ د طالبانو، اردو، پولیسو او ملکي خلکو په شمول په سلګونو خلک ووژل شول. تر کله باید خلک ووژل شي؟ تر کله باید ښځې کونډې شي؟ تر کله باید ماشومان یتیمان شي؟ په دې هېواد کې کافي اندازه جنګ وشو، اوس د سولې وخت دی، او حکومت باید له سولې سره علاقه مندي وښیي او په خپل دریځ ودرېدل پای ته ورسوي.‌

ځواب ورکړئ