هرات -- د افغان ملي پولیسو یو بریدمن جلیل احمد اکبري چې د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په یوه لیرې پرته امنیتي پوسته کې وظیفه لري، دا اطمینان ترلاسه کوي چې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د هغه د تلاشۍ پوستې څخه وسلې یا چاودېدونکي توکي تېر نشي.
اکبري د افغان امنیتي ځواکونو د ګڼو هغو غړو له جملې څخه دی چې د روژې په ترڅ کې یې په داسې حال کې چې پخپله یې هم روژه په خوله ده، د عبادت کوونکیو او جوماتونو امنیت خوندي کړی دی.
اکبري وویل،«موږ به طالبانو ته اجازه ورنه کړو چې د روژې په ترڅ کې ارامي له منځه وېسي. موږ غواړو مسلمانو افغانانو ته ډاډ ورکړو ترڅو هغوی وکولی شي چې خپل لمونځونه په ارام فکر سره په جوماتونو کې ادا کړي.»
د افغان ملي پولیسو یو افسر رمضان محمدي د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د ښار په لوی جومات کې د امنیت برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري.
![د بادغیس د امنیه قوماندانۍ یو سرتېری د غوایي په ۵مه د قلعه نو په جومات کې په داسې حال کې چې لمونځ کوونکي لمونځ کوي په پیره ولاړ دی. [شمیل مشال/سلام ټایمز]](/cnmi_st/images/2021/04/29/29583-Badghis-police-guard-585_329.jpg)
د بادغیس د امنیه قوماندانۍ یو سرتېری د غوایي په ۵مه د قلعه نو په جومات کې په داسې حال کې چې لمونځ کوونکي لمونځ کوي په پیره ولاړ دی. [شمیل مشال/سلام ټایمز]
هغه وویل، «زه شپه او ورځ جومات څارم څو دا یقیني کړم چې طالبان په عبادت کوونکیو باندې برید ونه کړي. زه هم د نورو مسلمانانو په څېر روژه نیسم او لمونځونه کوم.»
هغه وویل، «دا د هر مسلمان وظیفه ده چې د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې عبادت وکړي، خو د طالبانو ترهګریزو بریدونو او بمي چاودنو د دې مخه نیولې چې ملکي خلک خپلې دیني چارې په سوله ییز ډول ترسره کړي.»
رمضان وویل، امنیتي ځواکونه چمتو دي چې شپه او ورځ په ښارونو او ولسوالیو کې امنیت تامین کړي، او هغوی به د بریدونو په شا تمبولو کې هېڅ هڅې ونه درېغوي.
خان محمد اوریاخېل چې په هرات ولایت کې له افغان ملي اردو سره کار کوي، وویل، هغه د روژې په ترڅ کې خپله روژه نیسي او په ورته وخت کې د تلاشۍ په یوه امنیتي پوسته کې خپله وظیفه ترسره کوي.
هغه د دې ټکي په یادولو سره چې امنیتي ځواکونه به طالبانو ته وخت ورنه کړي چې په بې ګناه ملکي خلکو باندې برید وکړي، وویل، «زموږ هدف دا دی چې خلکو ته امنیت برابر کړو څو هغوی جوماتونو ته لاړ شي او خپل لمونځونه ادا کړي.»
د مسلمانانو وینې تویول ودروئ
په قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي علي محمد رحماني وویل، «امنیتي ځواکونه د دې لپاره جنګیږي ترڅو د افغانانو حقونه خوندي کړي او له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.»
هغه وویل، «په داسې حال کې چې موږ له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ترڅ کې یوې تلپاتې سولې ته چمتووالی نیسو، د جنګ کولو لپاره بهانه نه پاتې کېږي، او د طالبانو له خوا د جهاد ادعا بېځایه او بې بنسټه ده.»
رحماني وویل، «زه په طالبانو باندې غږ کوم چې د خپلو مسلمانو ورونو وینې تویول ودروي.»
د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وویل، د امنیتي ځواکونو پر ضد د طالبانو جګړه دیني توجیه نه لري.
هغه وویل، «د ګردې نړۍ مسلمانو دیني عالمانو په وروستیو کې یوه فتوا صادره کړې چې وایي په افغانستان کې روانه جګړه د توجیه وړ نه ده، له دې امله، طالبان نشي کولی چې خپل جنګ ته جهاد ووایي.»
حقاني د دې ټکي په یادولو سره چې اسلام مسلمانان یو د بل پر ضد له جنګ کولو څخه منع کوي، وویل، «په افغانستان کې جنګ د مسلمانانو تر منځ دی، او یواخيني قربانیان یې مسلمانان دي.»
هغه زیاته کړه،«د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د یوه مهالوېش په اعلانېدلو سره، طالبان نور دلیل نه لري چې جنګ ته دوام ورکړي.»
حقاني وویل، «د طالبانو د جنګ دوام په ښکاره دا ښیي چې هغوی د اسلام له احکامو او ارزښتونو څخه سرغړونه کوي.»
له اسلامي اساساتو څخه ناخبري
د هرات ولایت یوه اوسېدونکي محمد قسیم علي زاده وویل، «طالبان خپل ځانونه مسلمانان او خپل جنګ جهاد بولي، خو دا حقیقت نه دی ځکه چې د هغوی لاسونه هره ورځ د بې ګناه افغانانو په وینو ککړېږي.»
هغه زیاته کړه، «سره له دې چې ملکي خلک روژه نیسي او جوماتونو ته ځي ترڅو لمنځونه وکړي، طالبان فکر کوي چې یواځې هغوی مسلمانان دي او په افغانستان کې نور خلک مسلمانان نه دي، هغوی ملکي خلک وژني او نه یې پرېږدي چې په ارامۍ سره عبادت وکړي.»
هغه وویل، طالبان په اسلامي لارښوونو باندې نه درېږي، ځکه چې هغوی د روژې د میاشتې په ترڅ کې په بې رحمۍ سره بې ګناه افغانان په نښه کوي او وژني.
هغه زیاته کړه، هغوی نشي کولی چې خپل جنګ او د بې ګناه خلکو وژل توجیه کړي، او یادونه یې وکړه چې هغوی دا کار له دې امله کوي چې د اسلام له اساسي اصولو څخه خبر نه دي.
د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوي محمد ابراهیم دولتیار وویل، د روژې په ترڅ کې د طالبانو له خوا وینې تویول یو جنایت دی.
هغه وویل، «امنیتي ځواکونه او افغان وګړي ټول مسلمانان دي، او مرګ یې جواز نه لري. د جنګ دوام او د طالبانو له خوا د خلکو وژل یو غیر اسلامي کار دی.»