امنیت

افغان ځواکونه وایي هغوی چمتو دي چې د ایتلافي ځواکونو له وتلو څخه وروسته له خپل هېواد څخه دفاع وکړي

د عمر راپور

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو منسوبین وایي هغوی چمتو دي چې د نړۍ والو او ایتلافي ځواکونو له وتلو څخه وروسته د طالبانو او نورو دښمنانو پر وړاندې له هېواد څخه دفاع ته دوام ورکړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د اردو او پولیسو غړي وایي، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو منسوبین وایي هغوی چمتو دي چې د نړۍ والو او ایتلافي ځواکونو له وتلو څخه وروسته د طالبانو او نورو دښمنانو پر وړاندې له هېواد څخه دفاع ته دوام ورکړي.

د اعلان شوي مهالوېش په اساس، د ناټو او متحده ایالاتو ځواکونه به په راتلونکیو میاشتو کې له افغانستان څخه وتل پیل کړي، او په پام کې ده چې دغه هدف د وږي تر ۲۰مې پورې بشپړ کړي.

متحده ایالات پلان لري چې د دغو ځواکونو یوه برخه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې ځای پرځای کړي څو له هغه ځای څخه څار ته دوام ورکړي او په تاوتریخوالي جوړونکیو افراطیانو باندې احتمالي بریدونه وکړي.

په هرات کې د افغان ملي پولیسو یوه افسر عزیز الله وویل، «سم چې نړۍ وال ځواکونه له افغانستان څخه وتلو ته چمتو شي، موږ تیار یو چې له خپلو خلکو څخه دفاع وکړو او هغوی خوندي کړو.»

د افغان ملي اردو یو کمانډو سرتېری د وري په ۵مه د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې په شوراب پوځي کمپ کې د افغان هوایي ځواک د یوې څرخکې د الوتلو پر وخت په پیره ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو کمانډو سرتېری د وري په ۵مه د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې په شوراب پوځي کمپ کې د افغان هوایي ځواک د یوې څرخکې د الوتلو پر وخت په پیره ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان سرحدي ساتونکي د غوایي په ۱ د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه روزنیز مرکز کې مارش کوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان سرحدي ساتونکي د غوایي په ۱ د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه روزنیز مرکز کې مارش کوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان امنیتي سرتېري د وري په ۱۵مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هاموي ګاډو دپاسه ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان امنیتي سرتېري د وري په ۱۵مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هاموي ګاډو دپاسه ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

هغه وویل، څو کاله کیږي چې نړۍ وال ځواکونه په لومړۍ کرښه کې ښکېل نه دي، ځکه افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو دا مسؤلیت په یواځې سر پر غاړه اخیستی دی.

هغه وویل، «موږ نور په بهرنیو ځواکونو باندې متکي نه یو او کولی شو چې په مستقل ډول پوځي عملیات ترسره کړو. موږ په بشپړ ډول په پوځي تجهیزاتو باندې سمبال یو او دښمن ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ هېواد او خلک وګواښي.»

عزیزالله له طالبانو څخه وغوښتل چې جنګ او د افغانانو وژل ودروي. هغه وویل، که طالبان جنګ ته د دوام ورکولو لاره ونیسي، هغوی به مات او له منځه وېوړل شي.

په هرات کې د افغان ملي‌ پولیسو یوه بل افسر عصمت الله وویل، افغانان باید د راتلونکي په هکله اندېښنه ونه کړي ځکه امنیتي ځواکونه به ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د هغوی ژوند وګواښي.

هغه وویل، «زموږ خلک باید پوه شي چې د هغوی امنیتي ځواکونه چمتو دي ترڅو له خپل هېواد څخه دفاع وکړي او د دښمنانو یرغل شنډ کړي. افغانان باید د نړۍ والو ځواکونو وتلو ته وارخطا نشي ځکه چې د هغوی امنیتي ځواکونه کولی شي چې هغوی خوندي کړي.»

هغه وویل، طالبان باید پوه شي چې حتی د نړۍ والو ځواکونو په نه شتون کې به هم هغوی ونشي کولی چې له نظامی لارې جنګ وګټي، او زیاته یې کړه چې«د طالبانو لپاره غوره دا ده چې د جنګ پرځای له روانې د سولې پروسې سره یوځای شي.»

له افغانستان څخه دفاع ته چمتو

پوځي چارواکي په دې باور دي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ترهګرو پر ضد د جنګ او له هېواد څخه د دفاع لپاره لازم ظرفیت او وړتیا ترلاسه کړي ده.

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالرؤف ارغندیوال وویل، د تېرو څو کالونو په ترڅ کې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په لوېدیځ زون کې په مستقله توګه عملیات مدیریت او ترسره کړي.

هغه وویل، «زموږ نړۍ والو شریکانو یواځې مشوره او روزنه برابروله، او په جنګ کې برخه نه اخلي. افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او په ځانګړې توګه د افغان ملي اردو ځواکونه د جګړې په ډګر کې پوره لاسبري دي او کولی شي چې د طالبانو هر خوځښت شنډ کړي.»

هغه وویل، «په داسې حال کې چې په وروستیو کالونو کې په لویدیځ زون کې د طالبانو بریدونه زیات شوي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په یواځې سر د هغوی بریدونه په شا تمبولي او هغوی یې پسې اخیستي دي.»

د ۲۰۷ ظفر قول اردو یوه لومړي بریدمن بختیار رحمت وویل، «افغانان باید باوري وي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه کولی شي چې له هغوی څخه دفاع وکړي.»

هغه زیاته کړه، «زه خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې زه به د خپلې وینې تر وروستۍ څاڅکې بورې له افغانستان څخه دفاع وکړم.»

افغان ځوانان هم په ډېرېدونکي ډول له افغان ملي پولیسو سره یوځای کېدلو ته لېوالتیا ښیي.

په لوېدیځ زون کې د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان جنرال جلیل احمد حق دوست وویل، «د تېر کال په ترڅ کې، په هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې نږدې ۵۰۰۰ زده کوونکي او افسران د مسلکي روزنې له ترلاسه کولو څخه وروسته له افغان ملي پولیسو سره یوځای شوي.»

هغه وویل، «پولیس داسې روزنه ترلاسه کوي چې له هغوی سره په هېواد کې په جنګي حالاتو کې مرسته کوي،» او یادونه یې وکړه چې دغې مسلکي روزنې «د تلفاتو په کمولو کې مرسته کړې ده».

حق دوست وویل، د افغان ملي‌ پولیسو ټول روزنیز پروګرامونه د نړۍ والو معیارونو پر بنسټ دي، او زیاته یې کړه چې د بهرنیو ځواکونو وتل به د امنیتي ځواکونو په روزنه باندې اغېز ونه کړي.

هغه وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د دښمن پر ضد په خپلواکه توګه جنګ وکړي.

ثابته شوې تاریخچه

شنونکي وایي، په وروستیو کالونو کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جګړه کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو بریالیتوب د خلکو اعتماد ګټلی دی.

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په سیمه کې د ډېرو مسلکي او پیاوړو ځواکونو په ډله کې راځي.

طاهري وویل، «د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې، افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو، داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جګړه کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړي دي.»

هغه وویل، «افغان ځواکونه د ترهګرۍ او د ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو استخباراتي ادارو له خوا د لاسوهنې پر ضد جګړه کې نشي ماتېدلی، او هغوی خلک هیله من کړي او کولی شي چې په مستقله توګه له هېواد څخه دفاع وکړي.»

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه هره ورځ د جګړې په ډګر کې خپلې وړتیاوې ثابتوي.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه «په نړۍ کې تر ټولو خطرناک جنګ» پرمخ بیایي، لاکن دا یې ثابته کړې چې هغوی تل د جګړې په ډګر کې بریالي راوځي.

غیور وویل، «له دې سره چې افغان ملي اردو یوه نوې اردو ده... لاکن هغه په روان جنګ کې بریالۍ ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500