امنیت

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د ملاتړ لپاره یو پراخ خوځښت روان دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو اېس اېس ډوایټ ډ. ایزینهاور د غبرګولي په ۲۳مه په عربي سمندرګي کې تېرېږي. ایزینهاور له افغانستان څخه د امریکایی او ناټو عسکرو د وتلو په خوندي کولو کې مرسته کوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

یو اېس اېس ډوایټ ډ. ایزینهاور د غبرګولي په ۲۳مه په عربي سمندرګي کې تېرېږي. ایزینهاور له افغانستان څخه د امریکایی او ناټو عسکرو د وتلو په خوندي کولو کې مرسته کوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو پوځ په منځني ختیځ کې عسکر او پوځي تجهیزات خوځوي څو له افغانستان څخه د ناټو د ایتلافي ځواکونو د وتلو په برخه کې مرسته وکړي.

د وروستي اضافي توظیف هدف دا دی چې د خروج د پروسې په ترڅ کې د نړۍ والو ځواکونو ساتنه وشي، او دا ډاډمنه شي چې طالبان، القاعده او داعش ونشي کولی چې د افغانستان راتلونکی کمزوری کړي.

امریکایي او ناټو ځواکونو وار له مخه له افغانستان څخه وتل پیل کړي او غواړي چې دا پروسه د وږي تر ۲۰مې پورې بشپړه کړي.

شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایی عسکر او ورسره ۱۶۰۰۰ ملکي قراردادیان او د هغوی تجهیزات، باید د ناټو شاوخوا ۷۰۰۰ عسکرو سره یوځای، چې هغوی هم د ټرانسپورټ لپاره د متحده ایالاتو په پوځ باندې اتکا کوي، له دغه هېواد څخه انتقال کړای شي.

یوه بي - ۵۲ الوتکه د غوایي په ۵مه په شمالي ډکوټا کې د مینوټ د هوایي ځواک مرکز څخه پورته کیږي. هغه د هغو دوو بي -۵۲ الوتکو له ډلې څخه ده چې د غوایي په ۶مه په قطر کې العدید هوایي ډګر ته ورسېدلې، او له دوه نورو هغو بي - ۵۲ بم غورځوونکیو سره یوځای شوې چې د غوایي په ۳مه دغلته رسېدلې وې. دغه بم غورځوونکې د دې لپاره توظیف کیږي ترڅو له افغانستان څخه د وتلو د عملیاتو د ترسره کولو پر مهال امریکایي او ایتلافي ځواکونه خوندي کړي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

یوه بي - ۵۲ الوتکه د غوایي په ۵مه په شمالي ډکوټا کې د مینوټ د هوایي ځواک مرکز څخه پورته کیږي. هغه د هغو دوو بي -۵۲ الوتکو له ډلې څخه ده چې د غوایي په ۶مه په قطر کې العدید هوایي ډګر ته ورسېدلې، او له دوه نورو هغو بي - ۵۲ بم غورځوونکیو سره یوځای شوې چې د غوایي په ۳مه دغلته رسېدلې وې. دغه بم غورځوونکې د دې لپاره توظیف کیږي ترڅو له افغانستان څخه د وتلو د عملیاتو د ترسره کولو پر مهال امریکایي او ایتلافي ځواکونه خوندي کړي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده یوه بي - ۵۲ بم غورځوونکې الوتکه لیدل کیږی.‌ د متحده ایالاتو هوایي ځواک بي -۵۲ الوتکې توظیفوي ترڅو له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په خوندي کولو کې مرسته وکړي.‌

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده یوه بي - ۵۲ بم غورځوونکې الوتکه لیدل کیږی.‌ د متحده ایالاتو هوایي ځواک بي -۵۲ الوتکې توظیفوي ترڅو له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په خوندي کولو کې مرسته وکړي.‌

د پنتاګون ویاند جان کربي د غوایي په ۴مه وویل، دخروج په برخه کې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیود آستین پرېکړه وکړه چې په منځني ختیځ کې د یو اېس اېس ډوایټ ډ. ایزینهاور الوتک وړونکې بېړۍ د شتون وخت اوږد کړي.

دغه راز، آستین په سیمه کې له اوږده واټن څخه د بم غورځوونکیو الوتکو توظیف تایید کړ.

کربي په پنتاګون کې خبریالانو ته وویل، «موږ نه غواړو چې داسې دې وشي مګرم باید د داسې یوې فرضیې په اساس کار وکړو چې ښایي طالبان د دغې کمېدا مخالفت وکړي.»

نوموړي وویل، «موږ تر هرڅه مخکې غواړو دا ډاډمنه کړو چې داسې ونشي، او دویمه خبره دا ده چې که داسې څه کېږي، بیا موږ کافي اندازه وړتیا ولرو څو دا یقیني کړو چې موږ کولی شو خپل خلک له هېواد څخه د راوتلو پر وخت خوندي کړو.»

دوه بي - ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د غوایي په ۳مه سیمې ته ورسېدلې،‌ ورپسې دوه نورې بي -۵۲ الوتکې د غوایي په ۶مه په قطر کې العدید هوایي ډګر ته ولېږل شوې.‌

په منځني ختیځ کې د امریکایی ځواکونو قوماندان جنرال کینیت فرانک مکنزي د غوایي په ۳مه د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې یوې استماعیه غونډې ته په خبرو کې وویل، د متحده ایالاتو پوځ په افغانستان کې نور عسکر هم توظیفوي ترڅو د نړۍ والو ځواکونو د وتلو په وخت کې هغوی خوندي کړي.

هغه وویل، «موږ به نور امکانات برابر کړو چې د وتلو په وخت کې عسکر خوندي کړي. په هر‌ ډول خروج کې دا عادي خبره ده.»

امریکایي ځواکونه د برید په موقف کې

مکنزي وویل، پنتاګون داسې لارې چارې څېړي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د القاعدې او داعش په څېر مخربینو څارلو او احتمالا په هغوی باندې برید کولو ته دوام ورکړي. هغه د تر غور لاندې هېوادونو له ډلې څخه د یوه نوم هم یاد نه کړ.‌

هغه استماعیه غونډې ته وویل، «که تاسو له افغانستان څخه وځئ او غواړئ چې هلته بېرته ورشئ او داسې عملیات ترسره کړئ، اړتیا لرئ چې درې کارونه وکړئ: تاسو باید هدف پیدا کړئ، په هدف باندې تمرکز وکړئ او وکولی شئ چې هدف له منځه وېسئ.»

هغه وویل، دا درې واړه کارونه سخت استخباراتي ملاتړ ته اړتیا لري، او له افغانستان نه بهر څخه سخت دي خو «ناشوني نه دي.»

د پنتاګون چارواکي هم داسې لارې چارې ګوري چې د وتلو په ترڅ کې او د وتلو له بشپړېدلو څخه وروسته پرې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې رسمي خروج د شنبې په ورځ /د غوايي ۱۱مه/ پیل شو،‌ د متحده ایالاتو پوځ وویل چې هغوی وروسته له هغه یو دقیق برید ترسره کړ چې د کندهار په هوایي ډګر چې هغوی په کې یوه اډه لري داسې یو غیر مستقیم برید وشو چې کوم زیان یې نه درلود.

په کندهار هوایي ډګر باندې د برید مسؤلیت هېڅ ډلې نه دی اخیستی، خو طالبانو او القاعدې دواړو ګواښ کړی چې د نړۍ والو ځواکونو پر ضد جنګ ته به دوام ورکړي.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان امریکایي جنرال آستین سکاټ مېلر د غوایي په ۵مه په کابل کې خبریالانو ته وویل، د متحده ایالاتو پوځ افغان ملي دفاعی او امنیتي ځواکونو ته د اډو او تجهیزاتو سپارل پیل کړي دي.

هغه وویل، کله چې وروستي امریکایي او ناټو سرتېري وځي، «هغوی باید چمتو وي».‌

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه چمتو دي چې له افغانستان څخه دفاع وکړي

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو وخت په وخت ثابته کړې چې هغوی چمتو دي چې د نړۍ والو ایتلافي ځواکونو له وتلو څخه وروسته له خپل هېواد څخه دفاع ته دوام ورکړي.‌

د افغانستان د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د اونۍ د پای په ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په طالبانو باندې بریدونه وکړل چې له ۱۰۰ څخه ډېر اورپکي یې ووژل او ۵۲ نور یې ټپيان کړل.

په هرات کې د افغان ملي پولیسو یوه افسر عزیز الله تېره اونۍ وویل، «موږ نور په بهرنیو ځواکونو باندې متکي نه یو او کولی شو چې په مستقل ډول پوځي عملیات ترسره کړو. موږ په بشپړ ډول په پوځي تجهیزاتو باندې سمبال یو او دښمن ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ هېواد او خلک وګواښي.»

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالرؤف ارغندیوال وویل، د تېرو څو کالونو په ترڅ کې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په لوېدیځ زون کې په مستقله توګه عملیات مدیریت او ترسره کړي.

هغه وویل، «زموږ نړۍ والو شریکانو یواځې مشوره او روزنه برابروله، او په جنګ کې برخه نه اخلي. افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او په ځانګړې توګه د افغان ملي اردو ځواکونه د جګړې په ډګر کې پوره لاسبري دي او کولی شي چې د طالبانو هر خوځښت شنډ کړي.»

د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال مارک میلي، په داسې حال کې چې دا یې منله چې د افغانستان په هکله یوه اندازه بې باوری شته، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې شوي پرمختګ ته اشاره وکړه.‌

هغه تېره چارشنبه وویل، «تاسو یوه اردو لرئ؛ هغه یوه ۳۵۰ زره کسیزه قوي اردو او پولیس ځواک او افغان امنیتي ځواکونه دي؛ تاسو نن ورځ یو حکومت لرئ.»

هغه وویل، «ډېر وخت کېږي چې هغوی د طالبانو پر ضد د تاوتریخوالي ضد عملیاتو کې ښکېل دي.»

ميلي وویل، خو غوره لاسته راوړنه به دا وي چې د کابل حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو له لارې مسئله حل شي.

طالبان له انزوا او نفرت سره مخامخ دي

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له څو کالونو راهیسې له طالبانو سره د مذاکراتو نظارت کوي، وویل، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو له لارې د سولې له هوکړې څخه پرته، طالبان د بریالیتوب لپاره لږه هیله لري.

هغه تېره سې شنبه د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کې وویل، «طالبان وایي هغوی نه غواړي چې منفور واوسي.»

نوموړي وویل، «موږ ویلي دي چې که هغوی د متحده ایالاتو مرسته غواړي، که هغوی غواړي چې په نړۍ واله کچه ومنل شي، که هغوی غواړي چې له هغوی څخه نفرت پای ته ورسېږي... دا ټول شیان به دې پورې اړه ولري چې هغوی له خپلو وګړو سره څنګه چلند کوي -- لومړی او تر ټولو مهم دا چې د افغانستان له ښځو، ماشومانو او اقلیتونو سره څنګه چلند کوي.»

خلیلزاد وویل، «ما شخصا ډېره روښانه کړې ده چې د بشري حقونو مسئله، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو مسئله، د متحده ایالاتو د پالیسۍ د اهمیت په درجه بندۍ کې ترهګرۍ پسې وروسته دویم ځای لري.»

هغه وویل، که طالبان په کابل کې له حکومت څخه په زور سره واک ترلاسه کړي، هغوی به لږ نړۍ وال ملاتړ ولري.

هغه وویل، «هغوی به له انزوا، سیمه ییز مخالفت، بندیزونو او نړۍ وال سپکاوي سره مخامخ شي.»

خلیلزاد وویل، «په سیمه او نړۍ واله ټولنه کې د طالبانو له خوا په زور سره د قدرت ترلاسه کولو پر خلاف د پام وړ اجماع موجوده ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه

ځواب ورکړئ

ډېر ښه معلومات.

ځواب ورکړئ