تروريزم

د بن لادن ناولی او ویجاړ شوی میراث اوس هم القاعدې ته کړاو ورکوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو جنګیالی د ۱۳۹۰ د سلواغې په ۱ د یمن په رداع ښار کې د القاعدې د فقید مشر اسامه بن لادن د یوه عکس مخې ته ولاړ دی. [ای اېف پي فوټو/اېس ټي آر]

یو جنګیالی د ۱۳۹۰ د سلواغې په ۱ د یمن په رداع ښار کې د القاعدې د فقید مشر اسامه بن لادن د یوه عکس مخې ته ولاړ دی. [ای اېف پي فوټو/اېس ټي آر]

ایبټ اباد -- ماشومان په ایبټ اباد کې د خاره چمن او ورانو کنډوالو په یوه میدان کې د کرکټ لوبه کوي. دا د داسې یوه شخص وروستی پټنځای وو چې یو وخت د نړۍ پر مخ تر ټولو ډېر مطلوب وه.

په دغه ښار کې، د القاعدې مشر اسامه بن لادن د ۱۳۹۰ د غوایي د ۱۲مې په لومړیو ساعتونو کې د متحده ایالاتو د ځانګړیو سمندري ځواکونو په یوه محرم برید کې ووژل شو.

بن لادن لږ تر لږه پنځه کاله په ایبټ اباد کې د انزوا ژوند کاوه، او له یوې مشهورې پوځي اکاډمۍ څخه له ۲ کیلومترو څخه په لږه فاصله کې د یوې مجللې سپینې ودانۍ د لوړو دېوالونو تر شا پټ شوی وو.

د بن لادن د پخواني استوګنځي په اوږدو کې په یوه کوڅه کې روان یوه متقاعد ښوونکي‌ الطاف حسین وویل، «هغه د دې سیمې او د ټول هېواد لپاره یو ډېر بد شی وو.»

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۳مه اخیستل شوی، ماشومان په ایبټ اباد کې د القاعدې د پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن د ویجاړ شوي کور په ساحه کې کرکټ کوي. په ایبټ اباد کې د خاره چمن او ورانو کنډوالو میدان د نړۍ پر مخ د تر ټولو ډېر مطلوب شخص وروستی پټنځای وو. بن لادن د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۲مه د متحده ایالاتو د ځانګړیو سمندري ځواکونو له خوا ووژل شو. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۳مه اخیستل شوی، ماشومان په ایبټ اباد کې د القاعدې د پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن د ویجاړ شوي کور په ساحه کې کرکټ کوي. په ایبټ اباد کې د خاره چمن او ورانو کنډوالو میدان د نړۍ پر مخ د تر ټولو ډېر مطلوب شخص وروستی پټنځای وو. بن لادن د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۲مه د متحده ایالاتو د ځانګړیو سمندري ځواکونو له خوا ووژل شو. [فاروق نعیم/ای اېف پي]

هغه وویل، «اسامه دلته په اوسېدلو سره، د دې ښار نوم بد کړ.»

په پیل کې، پاکستان د القاعدې د تاسیس حکایت چې د امریکایي امپریالیزم پر ضد د مسلمانانو مقاومت وو، منلی وو.

خو د مړینې پر وخت، د بن لادن ځایي محبوبیت کمزوری شوی وو.

د یاغي شبکو د چارو یوه کارپوه پاکستاني ژورنالست رحیم الله یوسفزي وویل، «پخوا، زما په یاد دي چې خلکو ان زموږ په کلي کې په خپلو بچیانو باندې اسامه نوم اېښوده.»

د بن لادن مړینې په پاکستان کې د افراطیت د خپرېدلو مخه ډب نه کړه، او محافظه کارو مذهبي خوځښتونو لا نور نفوذ ترلاسه کړ.

په ورپسې درې کالونو کې ګڼو ترهګرو ګروپونو -- تر ټولو ډېر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) خونړي بریدونه ترسره کړل او له افغانستان سره په پوله پرتو شمال لوېدیځو قبایلي سیمو کې یې مرکزونه جوړ کړل.

په ۱۳۹۳ کې د پاکستان یوه پوځي کمپاین تاوتریخوالی کم کړ، خو د وړو بریدونو یوې وروستۍ لړۍ اندېښنې راپورته کړي دي.

القاعده نور یو غټ ګواښ نه دی

یوسفزي وویل، د کریزماتیک مشر له حضور پرته القاعده ژوندۍ پاتې شوه، خو کمزورې او نور دا وس نه لري چې په لوېدیځ کې غټ بریدونه ترسره کړي.

د حامد میر په نامه هغه ژورنالست چې له بن لادن سره یې وروستۍ مخامخ مرکه کړې وه، وویل، یاده ډله نوره «د پاکستان لپاره هم یو غټ ګواښ» نه دی -- البته د داعش په څېر نورې ډلې لا هم ګواښ دي.

هغه وویل، له دې سره سره چې د القاعدې د موسس په هکله اوس هم ځینې خلک مثبت فکر لري، لاکن ډېر خلک هغه ته «د یوه بد کس په سترګه ګوري چې بې ګناه خلک یې وژلي او تخریب یې کړی دی او دا تخریب یې نه یواځې په پاکستان کې، بلکې په ډېرو هېوادونو کړی دی او د هغه دا کارونه د اسلام د لارښوونو خلاف دي».‌

د وخت په تېرېدلو سره، بن لادن په یوه داستان باندې بدل شو او داسې لږ شمېر اورپکي ژوندي دي چې هغه یې شخصا لیدلی وي.‌

د «نړۍ وال جهاد: یوه لنده تاریخچه» مؤلف ګلین روبینسن وویل، «د ډېرو لپاره هغه یو زوړ خبر دی او د نن ورځې کارونو پورې اړه نه لري.»

په اورپکو کړیو کې هم د بن لادن ستراتیژي په ځانګړې توګه په متحده ایالاتو باندې د برید د پرېکړې په هکله اختلاف موجود دی، او یو شمېر افراطیان وایي چې دا کار ګټور نه وو.

روبینسن وویل، «هغه تر اوسه پورې هم یوه مهمه ستراتیژیکه غلطي بلل کیږي. د دې د ثبوت یوه برخه دا ده چې ډېر لږ جهادیان حتی نور د هغه ستراتیژي تعقیبوي -- او اکثر یې هېڅ نه تعقیبوي.»

افراطیان د نفوذ ترلاسه کولو لپاره جنګېږي

د بن لادن له مړینې څخه وروسته اسلامي افراطیت تغیر وکړ، چې ورسره القاعدې د نړۍ د تر ټولو غټې یاغي شبکې موقف داعش ته بایلود او هغه د خپل اوج پر وخت د عراق او سوریې برخې تر کنټرول لاندې راوستلې.

که څه هم چې دغه دواړه ډلې د وحشت او افراطي ایډیالوژۍ یو شریک صفت لري، لاکن هېڅکله یې هم خپل ځواکونه سره یو نه کړل، پرځای یې یو د بل قسم خوړلي دښمنان پاتې شول، او په ځانګړې توګه په سوریه او د افریقا په پراخه ساحلي سیمه کې یې جنګونه وکړل.

د الظواهري او د القاعدې د مرستیال مشر عبدالله احمد عبدالله چې د ابو محمد المصري په مستعار نامه یادېده، د مړینو له راپورونو څخه وروسته، شنونکي د القاعدې راتلونکې ستراتیژي او قوت د پوښتنې وړ بولي.

عبدالله د تېر کال په زمري میاشت کې په تهران کې ووژل شو.

د القاعدې شنونکي د سرچینو له قوله ویلي چې الظواهري هم مړ شوی دی.

ایران د عبدالله د وژنې له راپور څخه -- چې د تهران لپاره یو غټ خجالت دی -- په کلکه انکار کړی، په داسې حال کې چې القاعدې د خپلو معمولي رسنیزو چینلونو له لارې د الظواهري د ادعا شوې مړینې هېڅ تایید نه دی کړی.

امریکایي چارواکو په ۱۳۹۸ کې وویل، د القاعدې فرضي وارث حمزه بن لادن هم مړ شوی دی.‌

له افغانستان سره تړاو

په ورته وخت کې، افغان ځانګړیو ځواکونو تېره میاشت د هند په نیمه وچه کې د القاعدې یو جګپوړی غړی د طالبانو له یوه قوماندان سره یوځای په پکتیکا ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې وواژه، چې دا د دواړو ډلو تر منځ د اړیکو دوام تاییدوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د هند د نیمې وچې لپاره د القاعدې جګپوړی مشر دولت بیګ تاجیکي چې د ابو محمد التاجکي په مستعار نامه یادېده او د طالبانو قوماندان حضرت علي چې د حمزه مهاجر په مستعار نامه یادېده د دواړو ډلوتر منځ د تماس کسان ول او د ګډو بریدونو پلانونه به یې جوړول.

له دې سره سره چې افغان طالبانو د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې له متحده ایالاتو سره د دوحې په تړون کې ژمنه وکړه چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کړي، لاکن شواهد ښیي چې دغه اړیکې نه یواځې جاري دي بلکې لا نورې پیاوړې شوي هم دي.

شنونکي وایي، القاعده له طالبانو څخه د خپلې ګټې لپاره ملاتړ کوي.

د سیاسي چارو یوه شنونکي او د نورستان ولایت پخواني والي تمیم نورستاني وویل، «د القاعدې جګپوړي غړي د طالبانو لپاره ستراتیژۍ جوړوي، او هغوی ته مشورې، پیسې، تجهیزات او روزنه برابروي.»

هغه وویل، «القاعده پلان لري چې که طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي نو هغوی به نوې جبهې پرانیزي.»

هغه زیاته کړه، دغه راز، دا ترهګر ګروپ له ایران سره نږدې اړیکې لري او له تهران سره د طالبانو د اړیکو په پیاوړتیا کې یېمرسته کړې ده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

يوه پاکستاني ژورنالست حامد میر په ټویټر لیکلي چې د پاکستان یو پلاوی دوحې ته تللی او هلته یې له طالبانو غوښتي چې (نور بس دی، همدومره و) د دې ټویټ په تبصره کې محسن داوړ لیکلي (پاکستان ریاست طالبان په ښه او بد ویشلي دي، چې افغان طالبان او پاکستاني طالبان، خو په اصل کې دا دواړه ډلې یو دي او د پاکستان پالیسي تطبیق کوي. مهمه پوښتنه دا ده چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي، نه په دوحه کې. نو بیا ولې د پاکستان پلاوی دوحې ته د طالبانو لیدنې ته ځي؟) د همدې ټویت په تبصره کې وتلي پښتون سیاستوال او د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون پخواني رییس افراسیاب خټک لیکلي (د پاکستان ریاست د خلکو د تېر ایستلو هڅه کوي، کنه له لسیزو راهیسې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسیږي، پټنځایونه لري او له همدې ځایه افغانستان کې جګړه رهبري کوي، نو د پاکستان چارواکي ولې دوحې ته ځي؟ پاکستاني ژورنالستانو ته چې کومې منبع دا خبره خوله کې ورکړې، دا له ډیرو کلونو راهیسې تبلیغاتې هڅې دي. پاکستان ریاست په دې ډول خبرو سره ښيي چې ګنې موږ اعتدال خوښوونکي یو او زموږ جوړې کړې لښکرې سخت دریځه دي چې زموږ خبره نه مني. د جنګي پروژې چلوونکي له هر مسوولیت ځان خلاصوي.)

ځواب ورکړئ