تروريزم

متحده ایالات د حمزه بن لادن په هکله د معلوماتو ورکوونکي ته ۱میلیون ډالر ورکوي

سلام ټایمز

حمزه بن لادن او د هغه مړ پلار، اسامه، په بې نېټې عکسونو کې ښودل شوي دي. [آرشیف]

حمزه بن لادن او د هغه مړ پلار، اسامه، په بې نېټې عکسونو کې ښودل شوي دي. [آرشیف]

متحده ایالات هغه کس ته، چې د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن په هکله داسې معلومات ورکړي چې هغه ونیول شي، تر ۱ میلیون ډالرو پورې انعام ورکوي.

که تاسو معلومات لرئ، هیله ده چې د متحده ایالاتو تر ټولو نژدې سفارت یا کونسلګرۍ سره تماس ونیسئ، [email protected] ته ایمېل وکړئ یاد عدالت لپاره انعامونه (Rewards for Justice) وېب سایټ وګورئ.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ۳۰ کلن حمزه د القاعده شبکې د یوه مشر په توګه سر راپورته کړی دی.

هغه په انټرنټ آډیو او ویډیو پیغامونه خپاره کړي، او له خپلو پلویانو څخه یې غوښتي چې په متحده ایالاتو او د هغوی په غربي متحدانو باندې بریدونه وکړي، او د ۱۳۹۰ د غوايي په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له خوا د هغه د پلار د وژنې له امله یې د متحده ایالاتو پر ضد د انتقام اخیستنې ګواښ کړی دی.

حمزه د محمد عطا لور سره واده کړی دی. عطأ د هغو الوتکه تښتوونکو مشر وو چې د ۱۳۸۰ د وږي په میاشت کې یې په متحده ایالاتو ترهګریز بریدونه وکړل او نژدې ۳۰۰۰ خلک یې ووژل او له ۶۰۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

د پاکستان په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له کور څخه، چې هغه په کې ووژل شو، د ترلاسه شویو اسنادو په اساس، اسامه په حمزه باندې د دې لپاره کار کاوه چې یو وخت د هغه د خلیفه ځای ونیسي.

حمزه چېرې دی؟

د حمزه موقعیت له کلونو راهیسې مشکوک دی او بېلابېل راپورونه ښیي چې هغه په پاکستان، افغانستان،‌ سوریه کې ژوند کوي یا په ایران کې نظربند دی.

باور کیږي چې هغه او مور یې له کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې القاعده په ښکاره د اسلام شیعه مکتب غندلی دی.‌

ځینې کتونکي وایي چې د تهران رژیم هغه نظربند ساتلی او دا کار یې په سعودي عربستان او همدارنګه په القاعده باندې د فشار ساتلو د یوې لارې په توګه کړی، چې سني اورپکي په ایران باندې له برید کولو څخه وګرځوي.

خو نور بیا وایي چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ له القاعدې سره قوي اړیکې لري چې ثبوت یې د نړۍ والو مقاماتو له خوا د القاعدې ګڼ شمېر پسې اخیستل شویو عناصرو ته له ځای ورکولو څخه معلومیږي.

د حمزه بن لادن یوه ناسکه ورور تېر کال د لندن دي ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې د حمزه ځای معلوم نه دی خو ښایي چې هغه په افغانستان کې وي.

د تېرو څو کالو په ترڅ کې، القاعدې هڅه کوله چې د خلکو په سترګو کې خپل اهمیت وساتي.‌

د وږي د ۲۰مې د ۱۷مې کلیزې په مناسبت، یاد سازمان داسې یوه عمومي اعلامیه خپره کړه چې د شویو ظلمونو مسؤلیت یې بیا واخیست، او د ټولو هغو خلکو نظر یې رد کړ چې په دې هکله بل ډول فکر کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د مسلماني تاریخ به مو دا هم ولیکي . . چی یو د بل په سر انعام اخلو

ځواب ورکړئ