امنیت

افغان چارواکي: طالبان له القاعدې څخه د بمونو جوړولو روزنه ترلاسه کوي

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د کب په ۸مه خپور شوی، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې په نظامي روزنه کې برخه اخلي. [عکس طالبانو خپور کړی]‌

په دې عکس کې چې د کب په ۸مه خپور شوی، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې په نظامي روزنه کې برخه اخلي. [عکس طالبانو خپور کړی]‌

هرات -- د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې افغان پوځي چارواکي ادعا کوي چې په څو مهمو ولسوالیو کې د طالبانو تر څنګ د القاعدې اورپکي هم فعال دي، او هلته هغوی طالبانو ته د ماینونو جوړونې زدکړې ورکوي.

هغوی وویل، د القاعدې غړي د بادغیس په بالامرغاب، د فاریاب په غورماچ او د هرات ولایت په زېرکوه او شینډنډ ولسوالیو کې موجود دي.

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالرؤف ارغندیوال وویل، په بالامرغاب کې د طالبانو په لیکو کې شاوخوا ۲۵ تنه د القاعدې غړي موجود دي.‌

هغه وویل، «د القاعدې دغه اورپکي د بمونو جوړولو لپاره د طالبانو په تمویل، تجهیز او تربیه کې یو فعال رول لوبوي.»‌

په عکس کې د طالبانو له خوا جوړ شوی یو مقناطیسي بم د سلواغې په ۱۴مه په هرات ولایت کې د ملي امنیت ریاست کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې د طالبانو له خوا جوړ شوی یو مقناطیسي بم د سلواغې په ۱۴مه په هرات ولایت کې د ملي امنیت ریاست کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «زموږ د استخباراتي راپورونو په اساس، د هرات ولایت په زېرکوه ولسوالۍ کې د القاعدې یو شمېر غړي موجود دي. هغوی د مالي ملاتړ تر څنګ، طالبانو ته د ماینونو جوړولو او د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو روزنه ورکوي.»

ارغندیوال وویل، د القاعدې فعالان د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د اورپکې ډلې تر پوښښ او ملاتړ لاندې ژوند کوي، او په ګډه د افغان ځواکونو پر ضد جنګ کوي.‌

د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم د سلواغې په ۲۹مه په یوه وینا کې وویل چې القاعده په بادغیس او فاریاب کې فعاله ده او هلته له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.‌

دوستم وویل، د اسامه بن لادن لمسی نصرالدین، د سراج الدین حقاني زوی سیف الدین حقاني او د طاهر یولداش لور بي بي مکرمه د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ او د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې فعالیت کوي.‌

له القاعدې سره اړیکې ساتل

د بادغیس چارواکي وایي، طالبانو په دغه ولایت کې له القاعدې او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي، او یادوي چې دغه عناصر له طالبانو سره یوځای شوي او د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو په ګډون ترهګریز بریدونه ترسره کوي.‌

د بادغیس والي حسام الدین شمس وویل، د بهرنیو عناصرو ځینې کورنۍ په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي.‌ هغوی په بادغیس ولایت کې په امنیتي ځواکونو باندې په ډېرو بریدونو کې برخه اخلي او د طالبانو تر څنګ جنګ کوي.

هغه وویل، «د دغو بهرنیو اورپکو په ډله کې د القاعدې غړي او د [...] په ګډون د ځینو نورو هېوادونو وکړي شامل دي.»

هغه زیاته کړه، «هغه چتر چې طالبانو جوړ کړی دی د ټولو ترهګرو ډلو کوربه توب کوي. طالبانو پخوا له القاعدې سره کلکې اړیکې لرلې، او هغوی دغه اړیکې تر اوسه پورې ټینګې ساتلې دي.»

د بادغیس د ولایتي شورا غړي محمد ناصر نظري وویل، په بالامرغاب کې د بهرنیو اورپکو ۵۰ کورنۍ ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، طالبانو په دغې ولسوالۍ کې ملکي خلک له خپلو کورونو څخه واېستل او هغه کورونه یې بهرنیو اورپکو ته ورکړل.

نظري وویل، «د القاعدې د غړو تر څنګ، په بالامرغاب کې [نور] جنګیالي هم له خپلو کورنیو سره یوځای ژوند کوي او په افغان ځواکونو باندې بریدونو کې له طالبانو سره لاس یو کوي.»

هغه په تېر غبرګولي کې یوې بمي چاودنې ته په اشارې زیاته کړه، «د هغه موټربم چې څو میاشتې مخکې یې په بالامرغاب کې د افغان ملي اردو په درېیم کنډک باندې برید وکړ موټروان یو بهرنی اورپکی وو چې کورنۍ یې اوس په دغې ولسوالۍ کې ژوند کوي.»

د بادغیس د ولایتي شورا غړي عبدالله افضلي وویل، د القاعدې په ګډون نړۍ والې ترهګرې ډلې د طالبانو په ملاتړ فعالیت کوي چې د ناامنۍ او بې ثباتۍ سبب شوي دي.‌

هغه زیاته کړه، «دغه نړۍ وال ترهګر په بادغیس ولایت کې د ډېرو امنیتي ستونزو او تاوتریخوالي تر شا لاس لري چې په بالامرغاب کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعالیت کوي. القاعده په دغې ولسوالۍ کې په ښکاره ډول له طالبانو سره کار کوي.»

هغه خبرداری ورکړ چې، که د دغو نړۍ والو ترهګرو ډلو فعالیتونه ونه درول شي، هغوی به افغانستان او سیمې ته جدي ګواښونه جوړ کړي.‌

د دوحې له هوکړې څخه سرغړونه

که څه هم چې د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې د دوحې د هوکړې په اساس، طالبانو له متحده ایالاتو سره ژمنه کړې وه چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي، افغان مقاماتو، ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو ادعا کړې چې طالبانو د یادې هوکړې له شرطونو څخه سرغړونه کړې ده.

ملګرو ملتونو د سلواغې په ۱۵مه په یوه راپور کې وویل چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې ساتلې دي.‌

په راپور کې راغلي چې، القاعده د ننګرهار، بدخشان، خوست، غزني، هلمند، کونړ، کندوز، لوګر، نورستان، پکتیا او زابل په ګډون په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۰۰ او ۵۰۰ تر منځ فعال غړي لري چې د طالبانو په ملاتړ فعالیتونه ترسره کوي.

راپور وایي، دغه اورپکي د طالبانو تر څنګ جنګیږي او هغوی ته د بمونو په جوړولو او ماینونو خشولو کې روزنه ورکوي.

په قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال جنیدالله اشکاني وویل، طالبانو د دوحې تړون لاندې له متحده ایالاتو سره کړې هېڅ ژمنې نه دي عملي کړي.

هغه وویل، «طالبان اوس هم له ترهګرو ګروپونو او نړۍ والو ترهګرو سازمانونو سره اړیکې لري. دغه بهرني ترهګر په ټول هېواد کې د زیات شوي تاوتریخوالي او د طالبانو له خوا د پېچلیو بریدونو تر شا لاس لري.»

هغه زیاته کړه،‌ «په ښارونو، د ولسوالیو په مرکزونو، او لویو لارو باندې د طالبانو زیات شوي بریدونه د دوحې تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.»

اشکاني زیاته کړه، نه یواځې دا چې طالبانو خپل بریدونه کم کړي نه دي، بلکې په اکثرو ښارونو کې یې تاوتریخوالی زیات کړی هم دی.

په قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال خیرمحمد لطف وویل، له القاعدې سره د طالبانو هر ډول اړیکې د یوې تلپاتې سولې پر وړاندې د یادې ډلې له ژمنتیاوو څخه سرغړونه ده.

هغه وویل، «له طالبانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې خپلې ژمنې پوره کړي او له نړۍ والو ترهګرو سره خپلې اړیکې پرې کړي څو په هېواد کې سولې او ثبات ته لاره هواره شي.»

هغه زیاته کړه، «که طالبان خپلې ژمنې پوره نه کړي، په هغوی باندې نور باور نشي کېدلی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500