امنیت

طالبانو په عامه تاسیساتو باندې په وروستي برید کې په بادغیس کې د حیواناتو کلینیک ته چاودنه ورکړه

د عمر راپور

ځایي چارواکو او اوسېدونکیو وویل، طالب اورپکو د زمري په ۴مه د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د حیواناتو یوه کلینیک ته چاودنه ورکړه. حکومت دغه کلینیک په ۱۳۹۵ کې د ۱۰۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ کړی وو. [شمیل مشال]

هرات -- د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د حیواناتو په یوه کلینیک باندې د طالبانو برید ښیي چې یاغي ډله په افغانستان کې د عامه تاسیساتو د ویجاړولو کمپاین ته دوام ورکوي.

اورپکو د زمري په ۴مه دغه د اتو خونو کلینیک ته چاودنه ورکړه. دا کلینیک په ۱۳۹۵ کې د ۸ میلیونو افغانیو (۱۰۸ زره ډالرو) په لګښت د حکومت له خوا جوړ شوی وو.‌ په دغه بمي برید کې چې د شپې له خوا ترسره شو څوک ندي ټپي شوي.‌

چارواکو د پېښې پړه پر طالبانو واچوله، خو هغوی یې لا مسؤلیت نه دی اخیستی.

د بادغیس ولایت سرپرست والي فیض محمد میرزازاده وویل، د طالبانو له خوا د دغه مرکز ویجاړول د یادې ډلې د جهالت او ظلم اوج په ګوته کوي.

په دې عکس کې چې د زمري په ۵مه اخیستل شوی، د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د حیواناتو یو کلینیک لیدل کیږي چې یوه ورځ مخکې ترې طالب اورپکو د چاودېدونکیو توکو په وسیله چاودنه ورکړه. [شمیل مشال]

په دې عکس کې چې د زمري په ۵مه اخیستل شوی، د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د حیواناتو یو کلینیک لیدل کیږي چې یوه ورځ مخکې ترې طالب اورپکو د چاودېدونکیو توکو په وسیله چاودنه ورکړه. [شمیل مشال]

میرزازاده وویل، «په افغانستان -- او په ځانګړې توګه په بادغیس ولایت کې بېخبناوې -- د خلکو د وینو په قېمت او د بیت المال په پیسو جوړې شوې دي. هیڅوک هم دا حق نه لري چې ویجاړې یې کړي. د بېخبناوو په ویجاړولو سره، طالبانو له افغانانو سره دښمني زیاتوي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان سړکونه، ښوونځي، پلونه او نورې ملي پروژې ویجاړوي. په دې کار سره، هغوی یو ځل بیا خپل خونخواره او تور مخونه ښیي.»

طالبانو د وري په ۳۰مه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته چاودنه ورکړه او په سلګونو ماشومان یې ښوونځي ته له تګ څخه ایسار کړل.

په پېښه کې څوک مړه یا ټپيان نشول.

یو غیر اسلامي کار

د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي محمد ناصر نظري د طالبانو له خوا په محرومو سیمو کې په څو دقیقو کې د هغو ښوونځيو او کلینیکونو ویجاړول وغندل چې کارکونکو د نړۍ والې ټولنې په مرسته جوړ کړي ول.‌

هغه وویل، «د طالبانو او حکومت تر منځ توپیر دا دی چې حکومت د ښېرازۍ، امنیت، بیارغونې او بشري پرمختګ په فکر کې دي او کار ورته کوي، په داسې حال کې چې طالبان یواځې د ترهګرۍ، تاوتریخوالي، او اختلال په هکله فکر کوي.»

نظري زیاته کړه، طالبانو ښودلي چې هغوی به د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ملکي خلکو، حیواناتو، کلینیکونو، جوماتونو، یا روغتونونو پروا ونه کړي.

د کب په میاشت کې، طالب اورپکو په غور ولایت کې څلور خره وویشتل، او ادعا یې وکړه چې حیواناتو امنیتي ځواکونو ته خوراکي توکي وړل.‌

په بادغیس ولایت کې دیني عالمان د طالبانو له خوا د بېخبناوو ویجاړول یو د نه بښلو وړ او غیر اسلامي او غیرانساني جرم بولي.‌

د دغه ولایت یوه دیني عالم مولوي عبدالباسط صارم وویل، د طالبانو دا کار له ویجاړتیا او فتنې څخه پرته بله هېڅ توجیه نه لري.

هغه وویل، «زه د هغو خلکو په حال باندې افسوس کوم چې ځانونو ته «مجاهد» وایي او خپل عملونه په حقه بولي خو د ګناه او شرارت کارونه ترسره کوي. د طالبانو له خوا د ښوونځیو او روغتونونو ویجاړول هېڅ دیني توجیه نه لري او یواځې دا ښیي چې هغوی متشنج جنایتکاران دي.»

صارم زیاته کړه، «هغه کسان چې ملکي خلک او عامه بېخبناوې خرابوي هغوی د اسلام پر ضد عملونه ترسره کوي. د دیني احکامو له مخې، دا یو نامناسب او غلط کار دی چې هېڅ توجیه نه لري.»

هغه وویل، «موږ طالبانو ته له ترهګرو او تاتریخوالي ترسره کوونکي او ویجاړونکي ګروپ څخه پرته نور هېڅ شی هم نشو ویلی.»

د بې ګناه خلکو پر وړاندې دښمني

د بادغیس ولایت اوسېدونکیو او د مدني ټولنې فعالانو ومنله چې د طالبانو له خوا د حیواناتو د کلینیک په ګډون د بېخبنا ویجاړول د افغانانو پر وړاندې د دښمنۍ یوه څرګنده نښه ده.

د مدني ټولنې یوه فعال وزیراحمد ادیب وویل، «د کلینیک ویجاړول د هغوی له خوا د ویجاړولو لومړی کار نه دی، او نه به وروستی وي. د طالبانو له خوا د روغتونونو، سړکونو او ښوونځيو ویجاړول د افغانستان د خلکو پر وړاندې د هغوی دښمني ښیي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو د ځانمرګو بمي بریدونو، چاودنو او د بېخبناوو د ویجاړولو له لارې افغان ملت تباه کړی او هره ورځ بې ګناه خلک وژني. روغتونونو او ښوونځیو څه کړي دي چې طالبان یې داسې په بې رحمۍ سره ویجاړوي؟»

ادیب وویل، د طالبانو دا کارونه نه اسلامي دي نه انساني، او اورپکي د ترهګرۍ له لارې خپل هدفونه ترسره کوي او دا یقیني کوي چې ملکي خلک ترې ووېرېږي.

د ولایتي شورا د رییس مرستیال عبدالله افضلي وویل،‌ طالبان په دوامداره توګه د روغتونونو، ښوونځیو، پلونو او سړکونو په څېر عامه پروژو د ویجاړولو له لارې د جګړې له ټولو اصولو او انساني پرنسیپونو څخه سرغړونه کوي.

هغه زیاته کړه، «د بېخبناو ویجاړول د افغانستان په حق کې یو غټ جرم دی چې د خلکو ګټو ته زیان رسوي. هغه د جګړې په اصولو کې ځای نه لري، خو طالبان بېخبناوې ویجاړوي او په هېڅ اصولو نه دریږي.»

په هرات ښار کې د پوځي چارو شنونکي محمد نعیم غیور وویل، بېخبناوې او عامه پروژې له پوځي مسایلو سره هېڅ تړاو نه لري او طالبان دا حق نه لري چې په دغو نوښتونو باندې بریدونه وکړي.

هغه پوښته وکړه، «طالبان به د افغانستان جګړې ته تر کومه دوام ورکړي؟د یوه روغتون ویجاړول له حکومت او بهرنیو ځواکونو سره څه تړاو لري؟ د حیواناتو کلینیک د عامو خلکو و او د هغوی په خدمت کې وو. هغه باید هېڅکله هم نه وای ویجاړ شوی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دغه کلینیک ته طالبانو نه بلکې پاکستانیانو او ایرانیانو چاودنه ورکړې ده،‌ ځکه چې افغانان خپل وطن نه ورانوي. دا ایرانیان او پاکستانیان دي چې زمونږ د ګران هېواد بېخبناوې ورانوي. د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې،‌ پاکستانیانو او ایرانیانو په افغانستان کې په سلګونو ښوونځي، کلینیکونه، سرکونه او نورې بېخبناوې ویجاړ کړي دي.‌ په افغانستان کې د بېخبناوو ویجاړول د دغو دوه هېوادونو لپاره د خلکو له وژلو نه هم ډېر مهم دي،‌ ځکه کله چې هغوی بېخبناوې ویجاړې کړي، خلک به په اتومات ډول ویجاړ شي. کله چې خلک کلینیکونه، ښوونځي،‌ سرکونه ونه لري، هغوی یو انساني ژوند نه لري او دا هغه څه دي چې د افغانستان دښمنان یې غواړي.‌ مړه دې وي د افغانانو دښمنان.

ځواب ورکړئ

طالبانو هر رنګه عمل چى دى تر اوسه هيڅ چا خوش کړى نه دى طالبان خپله ويژدان نه لري هغويي کمپيوتر دى کمپيوتر دومره فعاليتونه کوي ځانته څه ګټه حاصلوى کمپيوترپوه تريي استفاده کوي همدارنکه طالبان هم کمپيوتر مثال لريي نور تري اسفاده کوي هغه اداره ګټه حاصلوى اوله کې اسلام خلاف دى اوکامل او محفوظ افغانستان نه غواړى موږ طالبانو ته دا وينالرو راشۍ خپل وطن ته خپل افغانانو سره يوالى کى ژوند پيل کړي مه کوۍ دغه وژنه او وينه تويولوکى کوم ګټه نشته خپل افغانيت وژل خپل هيواد بربادول خپل ملت ورانول افغانستان رسمي حدود بل چاته پريخودل حقيقت کي خپل اسلاميت او افغانيت نه وتل دى موږ ځوانان تاسوته عضور کوو مه کوۍ راشۍ خپل افغان ورونو سره يوشۍ پراخه افغانستان په هيله ووسى خپل قوميت او افغانيت مه وژنۍ راشي اسلام خو اتفاقي خوښوى راشۍ اتفاق شۍ افغان خاوره او افغان ملت وپالۍ 35مليون ولس ارمان ته وګورۍ يا دغه مظلوم اولس فرياد مو واوري آخير ولي هره برخه کي افغانان وژل کيګو لګ فکر وکړۍ همدغه مظلوم ملت پالني ته ضروت لري خپل وپالۍ خپله خو نه پالۍ څوک چى ملت پالى هغوي هم بند پاتى کړي مه خوښوۍ بربادى کفريي اداره هره خواته موږ کمزورول غواړيي يو طرف ته پيغور ورکوي بله خوا جزبه او قوت وربخي راشۍ دخوشحالى وړ فکر سره نوي فکر نوى سوچ افغانستان ابادولو فکر کي ډوب شۍ که تاسي اسلام اصلي پاسداران استۍ نو الحمدالله افغانستان اسلامي جمهوريت دي دمنلو وړ ده که څه ماده لرۍ نو راشۍ خپل ولس او دولت سره په ښکاره ډول شريک کړۍ که منلو وړ شرط ووسۍ دولت به تاسي ته قانوني اساسي موافق نامه لاسليک کړيۍ بياهم راشۍ همدا وخت ده وخت ددي راغلۍ ده يرغلونه هيواد حدوداد ساتنه

ځواب ورکړئ