امنیت

افغانانو د طالبانو له خوا د بېخبناوو د ویجاړولو بهیر خیانت وباله

د عمر راپور

ځایي چارواکي وایي، سږ کال په هرات ولایت کې د تېر کال په پرتله د هغو پېښو په شمېر کې ۷۰٪ ډېرښت راغلی چې په ترڅ کې یې په هرات ولایت کې د ټرانسپورټ بېخبناوې ویجاړې شوي دي. [د هرات د عامه فوایدو ریاست/عمر]‌

هرات -- ځایي چارواکي وایي، سږ کال په هرات ولایت کې د تېر کال په پرتله د هغو پېښو په شمېر کې ۷۰٪ ډېرښت راغلی چې طالبانو ترسره کړي او په ترڅ کې یې په هرات ولایت کې د ټرانسپورټ بېخبناوې ویجاړې شوي دي.

د هرات ولایت د عامه فوایدو ریاست رییس سید عبدالله حمایت وویل، د روان لمریز کال له پيل راهیسې، د هرات ولایت د لویو لارو په اوږدو کې شاوخوا ۱۰۰ چاودنې ثبت شوي دي. هغه د مخکینیو کالونو ارقام وړاندې نه کړل.

حمایت وویل، ډېری د ماینونو چاودنې د هرات - اسلام کلا د لویې لارې او د هرات - کندهار د لویې لارې په اوږدو کې شوي دي.

حمایت زیاته کړه، «د لویې لارې ډېرې برخې، او همدارنګه په ادرسکن، زاول او شینډنډ ولسوالیو کې کوچني او غټ پلونه د ماینونو په وسیله ویجاړ شوي دي. په ورته ډول، د یوه لوی پله په ګډون د هرات - تورغونډۍ د لویې لارې ډېرې برخې الوزول شوې دي.»

د تلې په ۲مه، د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د تورغونډۍ - هرات په لویه لاره د طالبانو له خوا د سړک د غاړې د یوه بم له چاودنې څخه وروسته حالت لیدل کیږي. [د هرات ولایت د عامه فوایدو ریاست]

د تلې په ۲مه، د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د تورغونډۍ - هرات په لویه لاره د طالبانو له خوا د سړک د غاړې د یوه بم له چاودنې څخه وروسته حالت لیدل کیږي. [د هرات ولایت د عامه فوایدو ریاست]

هغه وویل، «د هرات ولایت په پشتون زرغون، غوریان،‌ زنده جان، او اوبه ولسوالیو کې د سړکونو ډېری برخې ویجاړې شوې دي.»

نوموړي وویل، «سږ کال د هرات ولایت هېڅ پوخ سړک په کرار نه دی پاتې شوی.»

حمایت وویل، د سړکونو او پلونو ویجاړتیا له ۲۰۰ میلیونو افغانیو (۲.۶ میلیونو ډالرو) څخه ډېر زیانونه اړولي دي.

طالبان یواځې سړکونه نه په نښه کوي.‌

طالب جنګیالیو د لړم په ۱ په غوریان ولسوالۍ کې یوه د برېښنا ستنه ویجاړه کړه، چې نه یواځې په زرګونو کورنیو بلکې د هرات په صنعتي ښار کې په سلګونو فابریکو باندې یې هم برېښنا پرې کړه.

په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت ویاندې زینب محسني وویل، ترمیم به څو ورځې وخت ونیسي.

له خلکو سره خیانت

افغانان د ویجاړتیاوو پړه پر طالبانو اچوي.

د هرات یوه اوسېدونکي سید عمران منیري وویل، بېخبنا عامه شتمني ده چې باید برید پرې ونشي. هغه وویل، طالبان دا حق نه لري چې له عامه شتمنۍ څخه د پوځي هدفونو په توګه کار واخلي.

هغه وویل، «طالبانو په هېواد کې په ډیری لویو لارو باندې ماینونه فرش کړي چې له امله یې عام خلک د سختو ستونزو په ګاللو سفر کوي. دا د طالبانو له خوا یو غیر انساني کار او خیانت دی.»

هغه زیاته کړه، «موږ د لویو لارو، پلونو او د برېښنا د ستنو ویجاړول غندو. موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې نور دې افغانستان نه زوبلوي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد محسن وویل، د بېخبنا ویجاړول له بیت المال سره خیانت دی، له خلکو سره خیانت دی او له خدای پاک سره خیانت دی.

هغه زیاته کړه، «د هغو کسانو مخه باید ونیول شي چې سړکونه او پلونه ویجاړوي. د لویو لارو او پلونو ویجاړول به افغانستان شاته بوځي. هغه په طالبانو باندې غږ وکړ چې راشي او د افغانستان د ویجاړولو پر ځای په بیارغونه او پرمختګ کې برخه واخلي.»

د هرات د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې رییس مسعود کروخي وویل، د لویو لارو، سړکونو، پلونو او د برېښنا د ستنو په ګډون ټولې بېخبناوې خلکو پورې اړه لري.

هغه وویل، «حکومت یواځې د لویو لارو او پلونو په جوړولو کې دخیل دی... ملکي خلک هره ورځ ترې استفاده کوي، او کله چې طالبان دا بېخبناوې ویجاړې کړي، ډېر زیان یې ملکي خلکو ته رسېږي.»

هغه زیاته کړه، «د سړکونو، پلونو او د برېښنا د ستنو الوزول د افغانستان د پرمختګ په لور دښمني او یوه ډېره څرګنده دښمني ښیي.»

کروخي وویل، «دا ورانکاري ښیي چې طالبان پرمختګ او انکشاف نه غواړي او هڅه کوي چې افغانستان بېرته د تیارو لور ته بوځي.»

کروخي وویل، افغانان هم د نورو هېوادونو د خلکو په څېر برېښنا، پخو سړکونو او لویو پلونو ته لاسرسی غواړي،خو طالبانو هغوی له داسې بېخبناوو څخه محروم کړي دي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل،‌ د طالبانو له خوا د لویو لارو او پلونو ویجاړول هېڅ توجیه نه لري او د هغوی باغي ماهیت په ګوته کوي.

هغه زیاته کړه، «طالبان له ډېرو کالونو راهیسې د افغانستان بېخبنا ویجاړوي. دا ښیي چې طالبان د افغانستان پرمختګ نه غواړي او نه غواړي چې افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو د بېخبناو د ویجاړولو او د برېښنا د پرې کولو له امله د هغوی پر وړاندې د خلکو کرکه زیاته کړې ده. افغانان نور ویجاړتیا او ویره نه غواړي»

امنیت تأمینول

چارواکي وایي، په لویو لارو امنیتي ځواکونه توظیفیږي ترڅو په دغه ولایت کې د لویو لارو او پلونو د ویجاړولو مخه ونیسي.

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالرؤف ارغندیوال د تلې په ۲۸مه وویل، افغان ځواکونه شپه او ورځ د هرات - اسلام کلا، هرات - تورغونډۍ او هرات -کندهار په لویو لارو ګزمې کوي او پرې به نه ږدي چې په دغو سړکونو باندې بریدونه وشي.

هغه وویل، «د افغان ملي اردو د ماین پاکۍ ټیمونه هر سهار په هرات ولایت کې د ټولو لویو لارو پلټنه کوي، او هره ورځ ګڼ شمېر هغه ماینونه چې تر پلونو لاندې یا د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي وي، شنډوي.»

هغه وویل، «افغان ملي اردو به د سولې او افغانستان دښمنانو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خلکو ته زیان ورسوي. افغان ملي اردو په لویو لارو کې د ماینونو پر شنډولو سربېره، پلونه او د ویجاړ شوي سړکونو برخې بیا رغولي دي.»

د هرات والي سید وحید قتالي د تلې په ۲۵مه وویل، طالبان بېخبناوې په نښه کوي ترڅو د افغانستان اقتصاد کمزوری کړي، خو افغان حکومت به یې بیا ورغوي.‌

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو په مخامخ جګړو کې د سولې او ثبات دښمنانو ته ماتې ورکړې ده، له دې امله هغوی په لویو لارو باندې د ماینونو خښولو او د بېخبنا ویجاړولو ته مخه کړې ده. د افغانستان خلک او حکومت به هېڅکله هم لاس په سر نشي او د خپل هېواد رغونې ته به دوام ورکړي.»

قتالي د هرات ولایت د ملي امنیت ریاست کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، حکومت د هرات ولایت د هغو پلونو او لویو لارو چې طالبانو الوزولې دي ۸۰٪ بېرته رغولي دي.

هغه وویل، «ټول هغه پلونه چې د هرات - اسلام کلا د لویې لارې په اوږدو کې ویجاړ شوي وو هغه بېرته رغول شوي دي، او ټرانسپورټ بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی. د هرات - تورغونډۍ په لویه لاره یواځې یو پل ویجاړ پاتې دی چې په یوه اونۍ کې دننه به یې بیارغونه پای ته ورسېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هرات یو احتمالي حلق یا تنګی دی او دغسې به بلع شي.

ځواب ورکړئ

طالبان د بېخبناوو د ویجاړولو هېڅ پروا نه کوي. د طالبانو لپاره د هغوی هدف مهم دی.‌ تاسو وینئ چې طالبان د ملکي خلکو ژوند په خطر کې اچوي څو خپل هدفونه ترسره کړي. کله چې هغوی یو حکومتي چارواکی وژني،‌ هغوی د هغه تر څنګ په ښار کې په لسګونو غریبانان هم وژني.‌ کله چې د یوه انسان ژوند هغوی ته ارزښت نه لري، بیا د بېخبنا ویجاړول یو عادي شی دی. هغوی د حکومت د کمزوري کولو لپاره، پلونه، سرکونه، او د ملکي خلکو کورونه ویجاړوي.

ځواب ورکړئ