اقتصاد

تاوتریخوالی په افغانستان کې د اقتصادي ښېرازۍ په لاره کې تر ټولو غټ خنډ دی

د سلیمان راپور

یوه داخلي بې ځایه شوې ښځه د غوایي په ۱۴مه د مزارشریف په لمنه کې د کډوالو په یوه کمپ کې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې وېشل شوې وړیا مرسته په خپلو اوږو وړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

یوه داخلي بې ځایه شوې ښځه د غوایي په ۱۴مه د مزارشریف په لمنه کې د کډوالو په یوه کمپ کې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې وېشل شوې وړیا مرسته په خپلو اوږو وړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

کابل -- د پانګونې او سوداګرۍ د چارو شنونکي وایي، افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو او ګڼ شمېر کاري ځواک په لرلو سره غټ اقتصادي پوټنشل لري، خو د تاوتریخوالي ترسره کوونکو د ودې او پرمختګ مخه ډب کړې.

جګړې بېخبنایي پروژې ویجاړې کړي، پرمختګ یې ټکنی کړی او د احتمالي پانګونو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې یې افغانانو ته په میلیاردونو ډالر تاوان ور رسولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې یوه غړي آذرخش حافظي وویل، «کېدای شوای چې افغانستان د طبیعي زیرمو او انساني ځواک د لرلو له برکته په سیمه کې یو ډېر نېکمرغه او ډېر شتمن هېواد ګرځېدلی وای، خو جګړې او د سولې په رامنځته کولو کې د اطمینان نشتوالي د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ په لاره کې یو خنډ رامنځته کړی دی.»

هغه وویل، «د هر هېواد اقتصادي وده سولې او امنیت پورې تړلې ده، او د دغو دواړو په نشتوالي کې، کېدی شي چې د اقتصادي ودې هره هڅه ناکامه شي.»

هغه زیاته کړه، «په تېرو ۲۰ کالونو کې د افغانستان د اقتصادي ودې او ښېرازۍ لپاره ډېرې هڅې وشوې چې د ځینې بېخبناوو په جوړولو کې یې مرسته وکړه، خو د جګړې دوام دغه بېخبناوې بیا ویجاړې کړې، دغه هڅې یې شنډې کړې او مالي او اقتصادي سیستم یې ویجاړ کړ.»

حافظي وویل، «نړۍ والې ټولنې په ځانګړې توګه متحده ایالاتو پراخ او سخاوتمندانه اقتصادي ملاتړ وکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې، اقتصادي ودې، او د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته یې لاره هواره کړه، خو جګړې او جګړه مارانو افغانان له دغه طلایي فرصت څخه بې برخې کړل، اقتصاد یې ویجاړ او بې وزلي یې زیاته کړه، او هغه مرسته چې کېدای شوای په اقتصادي وده او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ولګېږي، د جګړې په تمویل باندې ولګېدله.»

هغه وویل، «له کانونو څخه چې یو له عایداتي شرچینو څخه دي او کولی شي چې اقتصاد پیاوړی او کاري فرصتونه رامنځته کړي، د جګړې له امله استفاده ونشوه.»

حافظي د ضایع شويو پوټنشلونو دوه مثالونه ورکړل خو د هغو نېټې یې یادې نه کړې.

نوموړي وویل، «څه وخت مخکې، زموږ یوه پانګوونکي له جرمني څخه په سلګونو زره ډالر ایکسکواټرونه واخیستل، او کله چې د هغه کارکوونکیو په تخار ولایت کې په یوه کان باندې کار پیل کړ، یاغیانو د هغوی کار ودراوه او ایکسکواټرونه یې له غره څخه راوغورځول.»

هغه وویل، «دې ته ورته، د څرخي پله په صنعتي پارک کې د انارو د جوسو یوې فابریکې ته چاودنه ورکړل شوه چې پانګوونکیو ته یې په سلګونو زره ډالر تاوان ور واړاوه او په سلګونو کارکوونکیو کارونه له لاسه ورکړل.»

هغه وویل، «جګړې د افغان پانګوونکیو ژوند او پانګونې له خطر سره مخامخ کړي چې ۸۴۰۰ سوداګر او پانګوونکي یې دې ته مجبور کړي چې خپلې سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونه ترکيې ته ولېږدوي او هلته د میلیونونو ډالرو پانګونه وکړي.‌ که جګړه نه وای، هغوی به په خپل هېواد کې پانګونه او فعالیت کړی وای چې د اقتصاد په وده او د فقر په کمولو کې به یې مرسته کړې وای.»

حافظي وویل، «جګړې د افغانستان په اقتصادي وده او د افغانانو په ښېرازۍ باندې د پام وړ اغېز کړی دی.»

جګړې د افغانستان وده ګوډه کړې ده

د انرژۍ او اوبو د وزارت پخواني مرستیال عبدالبصیر عظیمي وویل، «د نړۍ وال بانک د یوه راپور او د افغانستان د سولې او پرمختګ د ملي چوکاټ د یوه سند په اساس، د اقتصادي ودې او پرمختګ د نشتوالي او د بې کارۍ د زیاتوالي تر شا تر ټولو لوی سبب جنګ دی.»

هغه وویل، «جګړه د دې سبب شوې چې پرمختیایي او اقتصادي پروژې ودرېږي. دا چې د هېواد په اکثرو برخو کې اقتصادي او پرمختیایي پروژې نشي تطبیقېدلی، له دې امله په دغو سیمو کې د افغانانو معیشت وده نه کوي او اقتصادي مسایل او بې کاري په کې ډېر زیات شوي دي.»

هغه وویل، «تېرو ۲۰ کالونو په افغانستان کې او د افغانانو لپاره د ودې لپاره یو غټ فرصت رامنځته کړ، د هېواد د پرمختګ او د افغانانو د ژوند د ودې لپاره په لسګونو میلیارده ډالر مرستې وشوې،‌ په لسګونو هېوادونو او موسسو د افغانستان او د افغانانو د ودې لپاره د کالونو اوږدې پروژې تطبیق کړې، خو له بده مرغه چې جګړې د دغې ودې مخه ډب کړه.»

عظیمي وویل،‌ افغانستان له اقتصادي پلوه یو ډېر ښه موقعیت لري ځکه کولی شي چې جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا سره وصل کړي.افغانستان کولی شوای چې د دواړو سیمو تر منځ د یوه ترانزیتي دهلېز په توګه په کال کې په میلیونونو ډالر ګټه ترلاسه کړي.

هغه وویل، «خو جګړې د دغه کار مخه نیولې ده او پرځای یې موږ په میلیونونو ډالر تاوان کړی دی.»

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت یوه استازي سید عظیم کبرزاني وویل، «افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو له غوره موقعیتونو څخه لري.»

هغه وویل، «راپورونه ښیي چې که په افغانستان کې ناامني نه وای، بهرنیو سوداګرو به په ډېرو سکتورونو، په ځانګړې توګه کانونو کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې وای چې افغانستان به یې له اقتصادي پلوه پرځان بسیا کړې وای او بې کاري به یې ډېره کمه کړې وای.»

هغه وویل، «افغانستان پراخې طبیعي سرچینې او اوبه لري. که زموږ وطن کې جنګ نه وای، حکومت کولی شوای چې یواځې د اوبو د مدیریت له لارې افغانستان ښېرازه کړي.»

غټ ضایع شوی پوټنشل

کبرزاني وویل، «د اقتصادي بېخبنا په ویجاړولو سربېره، جګړې د افغانانو او افغانستان وده او بریالیتوب شل کړي دي.»

هغه وویل، «له افغانستان سره د نړۍ والې ټولنې ملاتړ د افغانانو د اقتصادي ودې، پرمختګ او ښېرازۍ لپاره یو فرصت برابر کړ، خو جګړې او جګړه مارو دغه فرصت له افغانانو څخه وتروړه، او د افغانانو د پرځان بسیاینې او ښېرازۍ په لاره کې یې یو غټ خنډ رامنځته کړ.»

د کورنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال میرزامحمد یارمند وویل، «جګړې د افغانستان اقتصادي بېخبنا ویجاړه کړې ده.»

هغه وویل، «په هره چاودنه کې خصوصي کمپنیو او پانګوونکیو تاوانونه کړي دي.‌لویې لارې ویجاړې شوي دي. تر ټولو مهمه دا چې، حکومت خپله ټوله توجه د جګړې مهارولو او د ثبات ډاډمنولو ته وقف کړې ده.»

هغه زیاته کړه، «که جګړه نه وای، حکومت کولی شوای چې خپله ټوله انرژي په داسې نوښتونو باندې ولګوي چې کولی یې شوای ودې،‌ د بې وزلۍ او بې کارۍ کمولو،‌ د افغانستان ښېرازۍ او د افغانانو په معیشتونو کې د پام وړ تغیر ته لاره هواره کړي.»

یارمند وویل، «که جګړه نه وای، دا ښکاره خبره ده چې مرستې به د بېخبناوو په جوړولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د سړکونو او لویو لارو په جوړولو باندې لګېدلې وای. موږ به داسې یو هېواد نه لرلی چې په بهرنیو مرستو باندې متکي او د بې کارۍ او فقر له امله له ستونزو سره مخامخ وای

د کندوز یوه پخواني والي محمد عمر ساپي وویل، د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) د طبیعي ګازو نللیکه چې تر کار لاندې دید ضایع شویو فرصتونو یو بل مثال دی.

هغه وویل، «د تاپي په څېر لویې اقتصادي پروژې چې د افغانستان لپاره د میلیونونو ډالرو احتمالي عواید جوړوي، د جګړې له امله نه دي تطبیق شوي.»

ساپي وویل، «که سوله او امنیت وای، په دې پروژه، د اوبیزې برېښنا په بندونو او په سلګونو نورو تولیداتو باندې کار به پیل شوی وای او په زرګونو افغانان به په کې په کار ګومارل شوي وای چې د افغانستان اقتصادي شرایطو به ورسره وده کړې وای.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د افغانستان تاوتریخوالی یا جنګ پای ته ونه رسیږي، افغانستان به په راتلونکې یوه لسیزه کې له یوه غټ اقتصادي بحران سره مخامخ شي چې نه متحده ایالات او نه نړۍ واله ټولنه به وکولی شي چې د افغانستان ستونزه حل کړي. د افغانستان ټولې بدمرغۍ د فقر او لوږې له امله دي. که د افغانستان خلکو ښه ژوند لرلای، اقتصادي وضعه یې ښه وای او د خلکو لپاره کاري فرصتونه وای، زه فکر نه کوم چې د دې هېواد ځوانانو به وسلې را اخیستې وای او جنګ به یې کړی وای. نو که نړۍ واله ټولنه، په ځانګړې توګه متحده ایالات غواړي چې په افغانستان کې ۴۰ کلن جنګ پای ته ورسوي، هغوی باید د دې هېواد د خلکو اقتصادي حالت ته وده ورکړي، که نه، په دې هېواد کې به امنیت رانشي او افغانستان به د سیمې د هېوادونو لپاره په یوه سرخوږي باندې بدل شي.

ځواب ورکړئ

د تېرو شلو کالو په ترڅ کې، نړۍ والې ټولنې له افغانستان سره په میلیاردونو ډالر مرسته وکړه، خو داخلي او خارجي غلو ټولې پیسې ولوټلې. زه فکر کوم چې که مرسته شوې پیسې خلکو ته ور وېشل شوې وای، هرې افغانې کورنۍ به لږ تر لږه سل زره امریکایي ډالر ترلاسه کړي وای.‌ نو کله چې هرې افغانې کورنۍ سل زره ډالر درلودلی، په ټولنه کې به فقر په اتومات ډول له منځه تللی وای او د خلکو اقتصاد به وده کړې وای، خو نړۍ والې ټولنې دا کار ونه کړ.‌ هغوی د افغانستان خلک په قصدي ډول غریب وساتل ځکه چې که د افغانستان خلک شتمن شي، بیا به څوک د سیمې نیابتي جنګ پر مخ وېسي؟ که د افغانستان خلک شتمن وای، څوک به د روسیې او متحده ایالاتو د جنګ قرباني شوي وای؟‌ ځکه چې په افغانستان کې روان جنګ یو بهرنی جنګ دی چې د افغانستان په خلکو باندې تپل شوی دی. څلوېښت کاله وشول چې د افغانستان خلک د سیمې د هېوادونو د جنګ په لمبو کې سوزي.‌ دغو د سیمې هېوادونو د افغانستان د خلکو له فقر او ناپوهۍ څخه ګټه اخیستې او هغوی یې مجبور کړي دي چې په خپلو کې سره جنګ وکړي.

ځواب ورکړئ