روغتیا

افغانستان د کووېډ - ۱۹ د اقتصادي تاثیراتو د کمولو لپاره د پیسو نړۍ وال صندوق څخه ۲۲۰ میلیونه ډالر پور ترلاسه کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو روغتیایي کارکوونکی د غوایي په ۵مه په کابل کې د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ د جمعې له لمانځه څخه مخکې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس پر ضد د یوه مخنیوونکي ګام په توګه د یوه مسلمان عبادت کوونکي د تودوخې درجه ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکوونکی د غوایي په ۵مه په کابل کې د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ د جمعې له لمانځه څخه مخکې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس پر ضد د یوه مخنیوونکي ګام په توګه د یوه مسلمان عبادت کوونکي د تودوخې درجه ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

واشنګټن -- د پیسو نړۍ وال صندوق د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۰مه/ د افغانستان لپاره د عاجلې مرستې په توګه ۱۶.۷ میلیارده افغانۍ (۲۲۰ میلیونه ډالر) د عاجلې مرستې په توګه منظورې کړې څو د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ د اقتصادي اغېز په کمولو کې مرسته وکړي.

د پیسو نړۍ وال صندوق په یوه اعلامیه کې وویل، «دغه نړۍ نیوونکې ناروغي د افغانستان اقتصاد ته، چې وېره ده په ۲۰۲۰ میلادي کال کې سخت کمزوری شي، دروند تاوان ور واړوي، چې ورسره به د ډېرو خلکو معیشت له خطر سره مخامخ شي.»

دغه پيسې به، چې په واشنګټن کې مېشت د بحران پر وخت پور ورکوونکی صندوق یې ورکوي، «د عاجل ضرورت په ځوابولو کې مرسته وکړي». دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي مهم روغتیایي لګښتونه زیاتوي او له هغو کورنیو سره چې بحران سخت ځپلې دي ټولنیزې مرستې کوي.

د پیسو نړۍ وال صندوق (آی اېم اېف) وویل، د جګړه ځپلي افغانستان اقتصاد به سږ کال ژوبل شي، «چې په نتیجه کې به یې بې کاري او فقر زیات شي».

د کووېډ - ۱۹ له امله د مړینو زیاتېدل

د پنجشنبې تر ورځې /د غوایي ۱۱مې/ پورې، په هېواد کې د ۶۴ مړو په ګډون د کووېډ - ۱۹ ناروغۍ ۲۱۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.‌

دغه پور د آی اېم اېف د رپېډ کریډیټ فیسیلیټي په نامه ځانګړې بودجې څخه چې اندازه یې دوه برابره شوې، د دې لپاره ورکول کیږي څو د نړۍ ډېرو غریبو هېوادونو -- هغو هېوادونو ته چې د ټولبندونو د اقتصادي اغېزو په وړاندې ډېر زیان منونکي وي د ناروغۍ د خپراوي د مهارولو لپاره، چټکه مرسته ورسوي.

یو هېواد کولی شي چې د ۱۲ میاشتو په دوران کې له دغه مرکز څخه تر دوه ځلو پورې پورونه ترلاسه کړي، صفر سود ورکړي او د بېرته تادیه کولو لپاره ۱۰ کاله وخت لري، چې د لومړي پور تادیه باید له پنځه نیمو کالونو څخه ډېر وخت ونه نیسي.

ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ورځ یو ځل بیا په طالبانو باندې غږ وکړ چې د تاوتریخوالي د کمپاین په درولو سره د روژې د مبارکې میاشتې احترام وکړي.

طالبانو په خپل نوبت په افغانستان کې د روژې لپاره د اوربند غوښتنه رد کړې ده، او وایي چې هغوی په حکومتي ځواکونو باندې بریدونه زیاتوي او په دې صورت کې اوربند «غیرمعقول» کار دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لکه څنګه چې معلومیږي، کووېډ – ۱۹ یوه نړۍ نیوونکې ناروغي ده. د هغې لپاره دا مهمه نه ده چې یو څوک په لومړۍ نړۍ کې دی که په درېیمه کې، خو هر څوک یې چې مخې ته ورځي هغه خرابوي. زه د یوه افغان تبعه په توګه، غواړم چې د نړۍ وال بانک، ملګرو ملتونو، د امریکا متحده ایالاتو او نورو بهرنیو موسساتو او خیریه ادارو چې په دې بحراني حالت کې یې له افغانستان سره مرسته وکړه یا یې کوي، ستاینه وکړم. زه له هغو خلکو سره چې واقعاً له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، د اقتصادي مرستو، لکه د غنمو، اوړو یا ډوډۍ د وېشلو په رابطه یوه نظریه یا د حل لاره لرم. نړۍ واله ټولنه باید د ښار په هره برخه او ناحیه کې له نانوایانو سره د غنمو یا اوړو قرارداد لاسلیک کړي. هغوی باید هېڅکله هم حکومت یا حکومتي چارواکو، یا حتی ولسوالانو ته چې ډېر زیات خاین، غله او فاسد دي، یوه کیلو غنم یا اوړه ورنه کړي.‌ پخپله ملګري ملتونه باید ډېر ژر د غریبو خلکو سروې پيل کړي، او د کورنۍ د غړو د شمېر په اساس په کارډونو باندې د ډوډیو اړوند شمېر ټاپه کړي او یو ځانګړی نمبر ورکړي او بیا یې له هغو نانوایانو سره چې قرارداد ورسره کیږي شریک کړي. د دې کار ګټې څه دي؟ ۱. هره کورنۍ کولی شي چې له نانوایي څخه دقیق شمېر ډوډۍ ترلاسه کړي، نه ډېره یا لږه. ۲. د ځینې کورنیو سرپرستان په نشه ییزو توکو معتاد یا نشه یان دي او د خپلو مېرمنو او ماشومانو پروا نه کوي. سم چې هغوی د غنمو بورۍ ترلاسه کړي، فوراً یې خرڅوي. نو دا کار به هغوی له داسې کولو څخه منع کړي. ۳. د مرستندوی یا ډونر په استازیتوب، یو صادق، متقي او ریښتنی استازی باید مقرر شي چې په منظمه توګه د نانوایانو کار وڅاري چې نانوایان د قرارداد له مخې غریبو خلکو ته د ورکول کېدونکې ډوډۍ وزن کم نه کړي.‌... دوام لري.

ځواب ورکړئ

دا به بهتره وي چې که ملګري ملتونه دا پیسې افغان حکومت ته ورکړي او افغان حکومت یې مصرف کړي، خو که ملګري ملتونه دا پیسې موسسو ته ورکړي او پیسې هغوی د کرونا وایرس پر ضد د مجادلې او د فقر د له منځه وړلو لپاره ولګوي، زه باور لرم چې د دې پیسو له نیمایي څخه ډېرې به غلا کړای شي، له دې امله، ټولې هغه پیسې چې نړۍ واله ټولنه یې مرسته کوي باید د یوه منظم پلان له لارې د حکومت له خوا ولګول شي.‌

ځواب ورکړئ

۴. نانوایان یوازې د هغو خلکو لپاره ډوډۍ پخوي چې کارډونه لري، نه د شخصي پلورنې لپاره. یعنې، نانوایان دا حق نه لري چې له کارډ لرونکي څخه ډوډۍ وپېري یا یې پرې وپلوري. د سرغړونې په صورت کې باید د هغوی پر ضد جدي ګام واخیستل شي.
۵. د ښار په هره برخه او ناحیه کې باید ډېر نانوایان وي چې د اړتیا پر وخت د ازدحام په ترڅ کې هیڅوک هم د رش له امله ژوبل نشي یا په کتار کې خپل نوبت مراعت نه کړي.‌
۶.‌ ډوډۍ باید په ورځ کې یوازې یو ځل ووېشل شي، نه دوه یا درې ځلې. د مثال په توګه، که یو سړی د هغه د کارډ له مخې د ۸ ډوډیو مستحق وي، په کار دی چې د نېټې په اساس د کارډ په جدول کې ۸ ډوډۍ شاملې شي.
زه هیله لرم چې ستاسو د دې ښکلي وېب سایټ له لارې به تاسو دا نظر ملګرو ملتونو او مرستندویو موسسو ته ور ولېږدوئ. زه تاکید کوم چې مرستې دې حکومتي چارواکو ته په لاس نه ورکړل شي ځکه چې له تاسو څخه به د خدای او د هغه د پېغمبر په حضور کې پوښتنه او ګروېږنه وشي.‌

ځواب ورکړئ

ټولې مرسته شوې پیسې باید داسې ولګول شي او غریبو کورنیو ته ووېشل شي چې فقر کم کړي، ځکه چې کرونا ښایي دومره افغانان ونه وژني لکه څومره چې فقر او لوږه هغوی خرابوي. په افغانستان کې فقر او لوږه خپل اوج ته رسېدلي دي. د افغانستان خلک له بدترین اقتصادي حالت څخه تېرېږي. افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.‌ ټول شتمن خلک او سوداګر باید خپل خیراتونه او زکاتونه د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ ‌کې غریبو خلکو ته ورکړي ځکه چې دا وخت له یوې خوا خلک په خپلو کورونو کې قرنطین دي او بلې خواته فقر او بې کارۍ افغانان په یوه ستونزمن حالت کې اچولي دي.‌ په دې ډول تر ټولو ښه ثواب ګټل کیږي. خدای پاک دې ټولو هغو کسانو ته چې له غریبو او بې چاره خلکو سره مرسته کوي غوره اجرونه ورکړي.‌

ځواب ورکړئ