واشنګټن -- نړۍ وال بانک د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۰مه/ له افغانستان سره له ۱ میلیارد ډالرو څخه د ډېرې مرستې اعلان وکړ، او ویې ویل چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو ادارو او نړۍ والو غیرحکومتي موسسو ته لاړې شي او د هېواد د واکمنانو «له کنټرول څخه بهر» به پاتې شي.
د افغانستان د بیارغونې مالي صندوق (ای آر ټي اېف) له خوا دغه پیسې له هغه وروسته له سره تخصیص کیږي چې د لیندۍ په ۲۴ یې ۲۸۰ میلیونه ډالر د ژمي په سختو میاشتو کې د بشري غبرګون د ملاتړ په موخه تادیه کړې وې.
دغې پور ورکوونکې ادارې چې مرکز یې په واشنګټن کې دی، په یوه اعلامیه کې وویل، د دغو پیسو چې د بلاعوضه مرستو په بڼه وړاندې کېږي، هدف دا دی «چې د مهمو اساسي خدمتونو په رسولو کې مرسته وکړي، کم وسه افغانان خوندي کړي، د بشري پانګې او د مهمو اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو په ساتنه کې مرسته وکړي او په راتلونکي کې بشري مرستو ته اړتیا کمه کړي.»
اعلامیه وایي، «د ای آر ټي اېف مرستندویان به د لومړي ګام په توګه، د نږدې ۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت څلورو پرژو په هکله پریکړه وکړي چې د ښوونې او روزنې، روغتیا او زراعت او دغه راز د ټولنې د معیشتونو په سکتورونو کې عاجلې اړتیاوې ځواب کړي، او ډېر تمرکز به په دې وکړي چې نجونې او ښځې په دغو مرستو کې برخه واخلي او ګټه ترې واخلي.»
هغه وایي، د دغو پروژو طرحه او هغو ته د پیسو تخصیص به په راروانو اونیو کې نهایي شي.
اعلامیه زیاتوي، «د ۲۰۲۲ میلادي کال په بهیر کې که شرایط اجازه ورکړي له دغو ۶۰۰ میلیونو ډالرو سره د ای آر ټي اېف له تخصیصاتو څخه او د ای آر ټي اېف د مرستندویانو په پرېکړه، نورې پیسې هم یوځای شي.»
دغه بانک له کابل سره خپله مرسته په تېر زمري میاشت کې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته وځنډوله.
د ګڼو مرستندویانو سخاوتمندي
ای آر ټي اېف یو داسې مالي صندوق دی چې د میلیونونو افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره نړۍ والې مرستې سره همغږې کوي. دغه صندوق د مرستندویو شریکانو په استازیتوب د نړۍ وال بانک له خوا مدیریت کیږي.
د پخوانۍ ادارې تر نسکورېدلو پورې، ای آر ټي اېف د افغانستان لپاره د پرمختیایي مرستو تر ټولو لویه سرچینه وه، چې د حکومت تر ۳۰٪ پورې بودجه به یې تمویلوله.
دا چې نړۍ وال بانک نشي کولی چې نېغ په نېغه اوسني افغان حکومت ته، چې نړۍ والې ټولنې په رسمیت پېژندلی نه دی، پیسې ورکړي، بانک یادې پیسې د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) په څېر ادارو ته ورکوي څو د بشري ناورین پر وړاندې غبرګون کې ترې کار واخلي.
د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې، د افغانستان خلک د خوړو له سخت کموالي سره مخامخ دي او زیاتېدونکې بې وزلي سختې وچکالۍ او د ژمي سختو شرایطو لا نوره سخته کړې ده.
د افغانستان ټولې کنګل شوې پیسې به په تدریج سره د سلګونو میلیونو ډالرو یا زرګونو میلیونو ډالرو په همدې ډول ازادې کړای شي، خو له دې څخه به کومه غټه ګټه راونه وځي. له ۵۰٪ څخه ډېرې پیسې چې د ملګرو ملتونو له لارې د افغانانو سره د مرستې لپاره راځي او ځي، په اداري او ټرانسپورټ لګښتونو کې مصرف کیږي او له ۵۰٪ څخه لږ د بې وزلو افغانانو سره د مرستې لپاره مصرف کیږي. هغه پیسې چې په متحده ایالاتو کې کنګل شوي دي، هغه باید یوازې د زیربنایي پروژو لکه د اوبو د بریښنا د بندونو، لویو لارو او فابریکو په جوړولو او د لویو او لوړ معیاري روغتونونو د جوړولو لپاره ولګول شي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
که دا پیسې د هیواد په بېخبنایي کارونو لکه د اوبیزې بریښنا د بندونو په جوړولو ولګول شي چې د هیواد په ټولو برخو کې یوه اساسي اړتیا ده او د هیواد ټولې چارې پرمخ وړي، دا به د ستاینې وړ کار وي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
د یوه خپلوان د خولې خبره ده چې ویل یې په یو ان اېچ سي آر کې مې دنده درلوده او یوه ورځ مې د وېشل شویو مرستو راپور ولیکه او ټول دقیق ارقام مې په کې ذکر کړل، وای مشر مې راته وویل چې دا ارقام تغیر کړه او پر ځای یې د وېشل شوې مرستې څو برابره ولیکه چې راپور یې پاس کړم. دا د یوې ولسوالۍ په سطحه خبره ده، که ولایت ته او بیا د هېواد په سطحه د بهرنیو مؤسساتو مرستو ته راشو، نو وچ کلک ظلم یې رااخیستی دی. ځکه اول خو د مؤسساتو کارکوونکو ته کافي اندازه معاش ورکول کېږي، بیا هغو راولګېږي د مرستې په پیسو کې له غریبو نه څو برابره غلا وکړي. نو ښه خبره داده چې باید دغه مرستې د مؤسساتو پر ځای حکومت ته ورکول شي. که د پرمختګ په کار ونه لګول شي، کم تر کمه به یوه مامور ته د یوې میاشتې معاش چې پخوا ۱۰ زره ورکول کېده اوسنی حکومت به ورته حد اقل ۵ زره ورکړي چې ماشومان یې یو څو وخته په نس ماړه او په تن پټ شي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
د طالبانو د ګڼ شمېر منفی اړخونو پرعکس دغه ډله خاینه نه ده. زه فکر کوم دا به بهتره وي چې د موسسو پر ځای همدغه پیسې حکومت ته ورکول شي چې په ګټورو پروژو کې یې ولګوي. البته، تضمینونه باید ترې واخیستل شي چې بې ځایه به یې نه لګوي او بیا باید داسې یوه اداره وي چې دغه لګښتونه وڅاري. که دا پیسې غیرحکومتي موسسو ته که هغه داخلي وي که خارجي خو چې دا پیسې ورکول شي له هغو نه افغانانو ته فایده نه رسیږي ځکه چې د پیسو ډیره برخه د خارجیانو په تنخاګانو، موټرو، سهولتونو، تفریحاتو... باندې لګیږي او په سلو کې شل هم د افغانانو په درد نه خوري.
ځواب ورکړئ4 تبصره