تروريزم

طالبانو په نړۍ کې د تر ټولو ډېر خونړي ګروپ مقام ترلاسه کړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو افغان عسکر د زمري په ۱۶مه په کابل کې په هغې ساحه کې په پيره ولاړ دی چې هلته د پولیسو د یوه ماموریت په دروازه کې د طالبانو یو موټربم وچاودېد.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو افغان عسکر د زمري په ۱۶مه په کابل کې په هغې ساحه کې په پيره ولاړ دی چې هلته د پولیسو د یوه ماموریت په دروازه کې د طالبانو یو موټربم وچاودېد.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]

پاریس -- د ۲۰۱۹ د ترهګرۍ د نړۍ وال شاخص په اساس چې په سیدني کې د اقتصاد او سولې د انسټیټیوټ له خوا خپور شوی دی، طالبان په نړۍ واله سطحه د ۲۰۱۸ تر ټولو ډېر خونړی ترهګر ګروپ بلل شوی دی.‌

په راپور کې چې د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲۹مه/ خپور شو، راغلي دي چې، دغه ترهګر ګروپ په افغانستان کې ۱۴۴۳ بریدونه ترسره کړي او ۷۳۷۹ انسانان یې وژلي دي.‌

راپور وایي، «اوس طالبان په نړۍ کې تر ټولو ډېر خونړی ګروپ دی. دا ۷۱٪ پرمختګ ښیي.»

په دغه راپور کې راغلي، «د سولې په را روانو مذاکراتو کې د خپل موقف د پیاوړي کولو لپاره، طالبانو په ۲۰۱۸ کال کې مرګونی کمپاین پیل کړ چې ډېر قلمرو ونیسي.»

د ښوونځيو افغان ماشومان د چنګاښ په ۱۱مه په یوه ښوونځي کې خپلې بکسې او کتابونه سره یوځای کوي. د چنګاښ په ۱۰مه د کابل له دې سیمې سره نژدې یوه بمي چاودنه شوې وه. دغې چاودنې چې د دفاع وزارت د لوجیستیک په مرکز کې وشوه د نژدې خواوشا ودانۍ ویجاړې کړې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ښوونځيو افغان ماشومان د چنګاښ په ۱۱مه په یوه ښوونځي کې خپلې بکسې او کتابونه سره یوځای کوي. د چنګاښ په ۱۰مه د کابل له دې سیمې سره نژدې یوه بمي چاودنه شوې وه. دغې چاودنې چې د دفاع وزارت د لوجیستیک په مرکز کې وشوه د نژدې خواوشا ودانۍ ویجاړې کړې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په افغانستان کې زیاتوالی، په پاکستان کې کموالی

راپور وایي، په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې په ځانګړې توګه یوه مرګوني کال ته دوام ورکړ، د یادې ډلې پاکستاني ملګري -- تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) -- د ترهګرۍ اړوندو مرګونو کې د ریکارډ‌ په کچه کموالی وکړ. ټي ټي پي د ۵۷ بریدونو مسؤل بلل شوی وو چې ۱۰۲ کسان یې وژلي وو او دا د ۱۳۹۶ راهیسې ۵۶٪ کمښت ښیي.‌

راپور زیاته کړې، طالبانو د کال تر ټولو ډېر خونړی برید هغه وخت ترسره کړ چې بریدګرو د افغانستان په غزني ښار برید وکړ او ۴۶۶ کسان یې ووژل.

ملکي خلکو ته ډېر تلفات هغه وخت ور واوښتل چې یادې ډلې د غزني او فراه په څېر ولایتونو کې په کلیو او ښارونو باندې بریدونه ترسره کړل.‌

د دغه راپور په اساس، په ۱۳۹۷ کې له ترهګرۍ څخه د رامنځته شویو مرګونو شمېر په مجموعي توګه ۱۵.۲٪ ته راښکته شو.‌

د ترهګرۍ په سلسله کې د وژل شویو کسانو شمېر په ۱۳۹۳ کال کې هغه وخت چې داعش په لسګونو زره اورپکي منځني ختیځ ته جذب کړل له ۳۳۵۵۵ مرګونو څخه په ۱۳۹۷ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۹۵۲یعنې له نیمایي څخه کم ته را ولوېد.

په عراق کې ۱۱۳۱ بریدونو ۱۰۵۴ کسان ووژل او په نایجیریان کې ۵۶۲ بریدونو ۲۰۴۰ کسان ووژل چې دواړه له طالبانو څخه شاته پاتې کېږي.‌

طالبانو د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۳۰مه/ په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې د هغوی جنګیالیو «هېڅکله هم ملکي خلک نه دي په نښه کړي

د عاجلو مرستو دوه برابره کول

د اروپایي کمېسیون ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل، اروپایي اتحادیې سږ کال د افغانستان لپاره د خپلو عاجلو مرستو کالنۍ اندازه ۷۷ میلیونو یورو (۸۵ میلیونو ډالرو) ته زیاته کړې یعنې دوه برابره کړې یې ده «ځکه چې بشري وضعه له بد نه بدتره شوې ده.»

د دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې راغلي، اضافي ۴۰ میلیونه یورو (۴۴ میلیونه ډالر) تخصیص شوې پیسې به عاجلې روغتیایي پاملرنې، سرپناه، اوبو او د ماشومانو او ښځو مصؤنیت ته ځانګړې کړای شي.

د ټولې مرستې خواوشا ۸۰٪ مستقیماً افغانستان ته ورځي او پاتې یې د ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان تر منځ چې په دواړو کې په مجموعي توګه شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، وېشل کېږي.

د اروپایي کمېسیون د بشري مرستو کمېشنر کرېستوس سټیلیانایډیس وویل، «د کال له پیله نه یوازې د حکومت او غیر دولتي وسله والو ګروپونو تر منځ شخړه زیاته شوې، بلکې همدارنګه دا جګړه ځپلی هېواد ویجاړوونکیو سېلاوونو هم وهلی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500