برتانیا او اروپایي اتحادیه له افغانستان سره مرسته کوي

د سټاف راپور

کابل -- د برتانیا د نړیوالې پرمختیایي ادارې رییسې پریټي پتېل د سرمقالې په مخامخ پاڼه کې چې د اکتوبر په ۱ د لندن په انډیپېنډنټ ورځپاڼه کې خپره شوه وویل، برتانیا د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ موده کې له افغانستان سره د مرستې لپاره په مجموعي توګه د ۷۵۰ میلیونه پاونډو (۶۲.۹ میلیونه افغانیو» مرستې ژمنه کوي.

پتېل ولیکل، دغه پیسې به د ښځو او نجونو ژوند ته وده ورکړي او «مرسته به وکړي چې له هغو سیمو نه پټ ماینونه پاک کړي چې هلته خلک اوسېږي.»

هغې زیاته کړه، «له افغانستان څخه زمونږ ملاتړ به مرسته وکړي چې د طالبانو د تېري په مقابل کې یو موفق، دوامدار دولت رامنځته شي.»

په عین حال کې د ازادۍ راډېو د اکتوبر د ۵ مې د یوه راپور په اساس، د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موغیریني وویل، اروپایي اتحادیه د راتلونکیو څلورو کالو په مخه له افغانستان سره د مرستې لپاره د ۱.۲ میلیارد یورو (۹۲.۳ میلیارد افغانیو) د ورکړې ژمنه کوي. دغه ژمنه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او د ۷۰ نورو هېوادونو مشران د اکتوبر په ۵ مه په بروکسل کې سره غونډېږي چې له دغه جګړه ځپلي هېواد سره د بهرنۍ مرستې په هکله خبرې اترې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500