روغتیا

متحده ایالات له نړۍ سره د کووېډ-۱۹ د ۵۰۰ میلیونو ډوزو واکسینونو مرسته کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د غبرګولي په ۲۰مه برتانیا کې د کووېډ-۱۹ وبا په هکله وینا کوي. متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د نړۍ بې وزلو هېوادونو سره به د کووېډ-۱۹ د نیم میلیارد ډوزو واکسینونو مرسته وکړي. [برینډان سمیالوسکي/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د غبرګولي په ۲۰مه برتانیا کې د کووېډ-۱۹ وبا په هکله وینا کوي. متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د نړۍ بې وزلو هېوادونو سره به د کووېډ-۱۹ د نیم میلیارد ډوزو واکسینونو مرسته وکړي. [برینډان سمیالوسکي/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۰مه/ د نړۍ بې وزلو هېوادونو لپاره د کووېډ-۱۹ د نیم میلیارد ډوزو واکسینونو د تاریخي مرستې اعلان وکړ.‌

بایډن چې د جي ۷ غونډه کې د ګډون لپاره برتانیا ته تللی دی،‌ وویل، «متحده ایالات به د کووېډ-۱۹ نیم میلیارد ډوزه واکسینونه واخلي او د نړۍ له نږدې ۱۰۰ هېوادونو سره چې د دغې وبا پر ضد مجادله کې سخته اړتیا لري،‌ مرسته وکړي.‌ دا یو تاریخي ګام دی.‌ دا د یوه هېواد له خوا په یو وخت د کووېډ-۱۹ واکسینونو د پېرودلو او مرستې کولو یو بې ساري اقدام دی

په پام کې ده چې لومړي ۲۰۰ میلیونه ډوزه د روان میلادي کال تر پایه پورې نړۍ ته ورسول شي او پاتې نور د ۱۴۰۱ تر غبرګولي پورې ورسول شي. د واکسینونو لېږد به د زمري په میاشت کې پیل شي.

سپینې ماڼۍ وویل، دا به مرسته وکړي چې «د وبا پر ضد په نړۍ واله مجادله کې غټ بدلون راشي».

متحده ایالات به د فایزر ۵۰۰ میلیونه واکسینونه واخلي او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته به یې ولېږي او د کووېډ-۱۹ د مرګونې وبا پر ضد به مجادله وکړي. [جسټین تالیس/ای اېف پي]

متحده ایالات به د فایزر ۵۰۰ میلیونه واکسینونه واخلي او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته به یې ولېږي او د کووېډ-۱۹ د مرګونې وبا پر ضد به مجادله وکړي. [جسټین تالیس/ای اېف پي]

بایډن وویل، «امریکا د دې وبا په غمیزو باندې ښه پوهېږي. د نړۍ له بل هر هېواد څخه په متحده ایالاتو کې ډېر خلک؛ نږدې ۶۰۰ زره امریکایان چې میندې، پلرونه، زامن، لوڼې، ورونه، خویندې، نیاګانې او نیکونه په کې شامل وو، مړه شول.»

هغه زیاته کړه، «خو موږ د رغېدنې په لور لاره هم پېژنو.»

سپینې ماڼۍ وویل، په مرستو کې دا نوی او ستر ډیرښت په دې معنی دی «چې ژوند وژغورل شي او وبا ختمه کړای شي.»

سپینې ماڼۍ وویل، «متحده ایالات زموږ د ولسواکۍ له زور، د امریکایي ساینس پوهانو له ذکاوت،‌ او د امریکایي مؤلدینو له قوت څخه په استفادې سره نړۍ ته د واکسین په رسولو کې په مرستې سره په ګرده نړۍ کې دغې وبا ته ماتې ورکوي.»

واکسینونه به د کووېډ-۱۹ واکسینونو د نړۍ وال لاسرسي (کوواکس) پروګرام له لارې لږ او منځني عاید لرونکیو هېوادونو او د افریقا اتحادیې ته ور ووېشل شي.

د واکسینونو او معافیتونو نړۍ وال ائتلاف (Gavi) یا ګوي افغانستان، سوریه، تاجکستان، مصر، قرغزستان، پاکستان، ازبکستان او یمن د هغو ۹۲ هېوادونو په لست کې نیولي چې دا واکسینونه به ترلاسه کړي.

دا اعلان د متحده ایالاتو هغې مخکینۍ ژمنې سربیره کیږي چې غواړي د چنګاښ تر لومړیو پورې شاوخوا ۸۰ میلیونه ډوزه او د کوواکس د تمویل لپاره ۲ میلیارده ډالر مرسته وکړي.

په اعلامیه کې راغلی، «ولسمشر بایډن په څرګندو ټکو ویلي چې سرحدونه دا وبا نشي ایسارولی او ژمنه یې وکړه چې زموږ هېواد به د واکسینونو د جوړولو مرکز وي.»

تمه ده چې، د جي ۷ مشران چې د جمعې په ورځ په تېرو دوه کالونو کې په لومړي ځل مخامخ سره ټول شول، ژمنه وکړي چې بې وزلو هېوادونو ته به د نیم میلیارد نورو واکسینونو مرسته وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما یوه ملګري ابله ورځ وویل چې د هغه خور او د فامیل یو بل غړی له دې سره سره چې چینایي واکسین یې کړی وه خو بیا هم د دویم ځل لپاره کورونا نیولي دي. ویل یې خور یې ډېره زیاته په تکلیف کړې ده. زه فکر کوم چې د افغانستان حکومت باید له جرمني او امریکا نه داسې واکسینونه واخلي چې تقلب په کې نه وي. د چین او روسیې په واکسینونو باندې ډېر باور نه دی په کار. د چین اکثر شیان تقلبي وي.‌

ځواب ورکړئ

زه د امریکا له خوا له انسانانو سره د خواخوږۍ او بشردوستۍ په برخه کې د اعلان شوې دغې مرستې له امله د یوه انسان په توګه له دغه هیواد او خلکو څخه یې مننه کوم. د ځینو احصایو له مخې دا وخت په نړۍ کې ۱.۳ میلیارده انسانان په پرمختللیو هیوادونو کې اوسږي، یا په بل عبارت ویلی شو چې دغه هیوادونه او خلک کولی شي چې د ځانونو لپاره پخپله واکسین واخلي ځکه اقتصادي وضعیت یې ښه دی. ۳.۶ میلیارده انسانان په مخ پر ودې هېوادونو کې اوسیږي، خو دا احصایه دقیقه نه ده. په دې حساب کیدی شي هیوادونه یې خپلو ۱.۶ میلیاردو خلکو ته واکسینونه واخلي لاکن ۲ میلیارده خلک بیا هم پاتې کېږي. که د نفوس په تناسب خبره شي، د پرمختللې نړۍ له ۱.۳ میلیاردو څخه ۰.۳ میلیارده انسانان په امریکا کې اوسیږي او دوی ۵ سوه میلیونه واکسینونه نړۍ ته وړاندې کوي، دا چې د امریکا نفوس د پرمختللې نړۍ تقریبا ۱/۴ برخه جوړوي او دغې یوې برخې ۵۰۰ میلیونه واکسینونه وړاندې کړل، په کار دی چې پاتې درې برخې هم هره یوه پنځه پنځه سوه میلیونه واکسینونه وړاندې کړي چې ټول به شي ۲ میلیارده واکسینونه چې د مخکې یادو شویو بې واکسینه پاتې ۲ میلیاردوه انسانانو لپاره یو دوز واکسین جوړ شو، خو ستونزه بیا هم حل نشوه ځکه چې اکثر واکسینونه یو نه بلکې دوه دوزه کیږي. زما وړاندیز دا دی چې امریکا د خپلو مرسته کېدونکو واکسینونو شمېر دوه برابره یعنې ۱ میلیارد کړي او پاتې ۳ میلیارده نور پرمختللي هېوادونه پرغاړه واخلي بیا به دا شونې شي چې د نړۍ د بې وزلو هیوادونو اوسیدونکي دوه دوه دوزه واکسین واخلي.‌ تل دې وي افغانستان، تل دې وي د افغانستان او امریکا دوستي. مرګ د پاکستان په ملعونه او قاتله استخباراتي ادراه آی ایس آی چې افغانستان او سیمه یې په سره اور کېنولې ده.

ځواب ورکړئ