ديپلوماسي

متحده ایالات د کووېډ د ۵۰۰ میلیونو ډوزو واکسینونو نوره مرسته کوي چې ټول شمېر به یې له ۱ میلیارد څخه واوړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د وږي په ۱ په واشنګټن کې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې د غبرګون او د واکسین لګولو پروګرام په هکله خبرې کوي. د وږي په ۳۱مه، متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې له ستونزو سره مخامخ هېوادونو سره به د ۵۰۰ میلیونو ډوزو نورو واکسینونو مرسته وکړي څو د دغې وبا پر وړاندې بریا ترلاسه کړي. [جیم واټسن/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د وږي په ۱ په واشنګټن کې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې د غبرګون او د واکسین لګولو پروګرام په هکله خبرې کوي. د وږي په ۳۱مه، متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې له ستونزو سره مخامخ هېوادونو سره به د ۵۰۰ میلیونو ډوزو نورو واکسینونو مرسته وکړي څو د دغې وبا پر وړاندې بریا ترلاسه کړي. [جیم واټسن/ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چارشنبې په ورځ /د وږي ۳۱مه/ د کووېډ-۱۹ په هکله غونډه کې د نړۍ مشرانو ته خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې له ستونزو سره مخامخ هېوادونو سره به د ۵۰۰ میلیونو اضافي واکسینونو «تاریخي» مرسته وکړي چې د دغې وبا پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.

بایډن وویل، «دا یو داسې ناورین دی چې ټول باید په کې لاس په کار شي. امریکا به د واکسینونو لپاره داسې یوه وسله وګرځي لکه په دویم نړۍ وال جنګ کې چې موږ د ولسواکۍ لپاره وسله وو.»

دا ژمنه چې بایډن له سپینې ماڼۍ څخه د انټرنټ له لارې وکړه د متحده ایالاتو له خوا د مرسته شویو واکسین ډوزونو شمېر ۱.۱ میلیارد ته رسوي چې د نړۍ د نورو هېوادونو له خوا د مرسته شویو واکسینونو له مجموعې څخه زیاته ده.‌

بایډن وویل، «موږ د دغو ډوزونو ۱۶۰ میلیونه وار له مخه ۱۰۰ هېوادونو ته لېږلي دي. موږ ژمنه کړې چې د هر هغه واکسین په بدل کې چې موږ تر ننه پورې په امریکا کې لګولی،‌ نورې نړۍ ته درې واکسینونه ورکړو.»

د دغو نیم میلیارد واکسینونو نوې برخه به د فایزر واکسینونه وي او د لږ عاید او اوسط عاید لرونکیو هېوادونو ته به ولېږل شي.‌

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، دغه راز بایډن د نړۍ مشران وننګول چې د ۱۴۰۱ د تلې تر میاشتې پورې د هر هېواد ۷۰٪ خلک واکسین کړي.‌

هغه په خپله افتتاحیه وینا کې وویل، «نور لوړ عاید لرونکي هېوادونه هم باید په خپلو ژمنو عمل وکړي. موږ نشو کولی چې دا ناورین له پوره هوډ څخه پرته حل کړو.»

بایډن ټینګار وکړ چې د واکسینونو مرسته باید له «سیاسي» هدفونو څخه پرته وشي، او په دې ډول یې په ځانګړې توګه چین په غوږ وواهه.

چین تېر کال خپل د واکسین د دیپلوماسۍ کمپاین پیل کړ چې په کې شي جین پینګ د داسې یوه واکسین د وړاندې کولو ژمنه وکړه چې کېدی شي په اسانۍ سره ذخیره او په ګرده نړۍ، په ځانګړې توګه بې وزلو هېوادونو کې په میلیونونو ترلاسه کوونکیو ته ولېږدول شي.‌

هغه دا کار یو «نړۍ وال عام خیریه کار» وباله، چې وروسته دا اصطلاح د هغه د ګوند نورو مشرانو هم تکرار کړه.

خو ډېر هېوادونه د چین په ښکاره خیریه کار شکمن دي او هغه ته د بیجینګ له خوا د داسې یوې هڅې په سترګه ګوري چې بالاخره د هغوی په خاوره او طبیعي زېرمو باندې به د مالکیت ادعا وکړي.

ای اېف پي د رسمي سرچینو د شمېرنو په اساس راپور ورکړی چې، د ۱۳۹۸ د لیندۍ په میاشت کې په چین کې د ناروغۍ له پیلېدلو راهیسې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۴.۷ میلیونه خلک مړه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500