روغتیا

آیا د چین له خوا د کووېډ -۱۹ په برخه کې نړۍ وال خیریه کار وضعیت له بد نه پسې بدتروي؟

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په داسې حال کې چې په اندونیزیا کې په وایرس د ککړتیا شمېرې په ډېرېدلو دي، طبي پرسونل د چنګاښ په ۸مه په بوګور کې له یوه روغتون څخه بهر یوه خېمه کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو خدمت کوي. [ادیتیا اجي/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې په اندونیزیا کې په وایرس د ککړتیا شمېرې په ډېرېدلو دي، طبي پرسونل د چنګاښ په ۸مه په بوګور کې له یوه روغتون څخه بهر یوه خېمه کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو خدمت کوي. [ادیتیا اجي/ای اېف پي]

بیجېنګ -- د چین له خوا کووېډ-۱۹ ته ماتې ورکول د کمونست ګوند د هغې سترې تاریخي لمانځونغونډې مرکزي موضوع وه چې دوشنبه /د چنګاښ ۷مه/ ناوخته د بیجینګ د مرغۍ ځاله سټیدیم کې ترسره شوه.

په دې فوق العاده ننداره کې، د کمونیزیم د تاریخ د ډېر منظم رسم ګذشت مجموعې،‌ د لوی سکرین پر مخ له مائوو زیدونګ څخه رانیولې تر ولسمشر شي جین پینګ پورې مهمو مشرانو ته ډالۍ، ۱۰۰ عدده تورومونه او له هغو چینایي تشیالیونو سره چې دا وخت په فضا کې دي، هرکلي او ښه راغلاستونه شامل وو.‌

په دې ننداره کې د چین د وروستي ستونزمن تاریخ نا اراموونکي فصلونه لکه قحطي، د کلتوري انقلاب له منځه وړل،‌ په تیان انمن څلورلارې کې د زدکړیالانو د لاریونونو ځپل، په هانګ کانګ کې د ولسواکۍ په ګټه خوځښت، او په سینکیانګ سیمه کې له یوه میلیون څخه د ډېرو اویغوریانو او نورو مسلمانانو بندي کول او د هغوی له بشري حقونو څخه سرغړونې حذف شوي ول.

پرځای یې، اجرأ کوونکیو په بریالیتوب سره هوا ته سوکان غورځول، ګډاګانې یې کولې او د دغه ګوند ستر یادونه یې د تمثیلي پارچو په بڼه وړاندې کول.

بحرینیان د مرغومي په ۴مه په پلازمېنه منامه کې د بحرین د نړۍ وال نندارتون او د غونډو مرکز کې خپل د کووېډ-۱۹ واکسین تصدیقونه ښيي. [ماذن مهدي/ای اېف پي]

بحرینیان د مرغومي په ۴مه په پلازمېنه منامه کې د بحرین د نړۍ وال نندارتون او د غونډو مرکز کې خپل د کووېډ-۱۹ واکسین تصدیقونه ښيي. [ماذن مهدي/ای اېف پي]

د چین له خوا د کووېډ-۱۹ وبا پر وړاندې د چلند یوه ځانګړې ستاینه وشوه چې اجرأ کوونکیو په کې د ځاني خوندیتابه جامې او عسکرو ماسکونه اغوستي ول.‌

د نړۍ په کچه یو ښه کار

شي جین پینګ د دغې وبا بڼې ته، چې د چین په مرکزي ښار وهان کې یې سر وهلی وو، په محتاطانه توګه د خپل ګوند او تر خپلې مشرۍ لاندې چین ته د یوه بریالیتوب په توګه انعکاس ورکړ.

د وبا له پیل راهیسې، چینایان په داسې تبلیغاتو کې غرق دي او یوه دولتي دستګاه چې له نږدې څخه معلومات، په ځانګړې توګه انټرنټ کنټرولوي، په چټکۍ سره مخالف نظرونه له منځه وړي.

دغه راز، چینایي دیپلوماتانو هڅه کړې ترڅو د وایرس د منشأ او په لوېدیځ کې د جوړو شویو واکسینونو په هکله د غلطو معلوماتو د خپرولو او چینایي واکسینونو ته د یوه بهتر بدیل په توګه په تبلیغ سره، له چین څخه بهر موجود روایت بدل کړي.

چین تېر کال خپل د واکسین د دیپلوماسۍ کمپاین پیل کړ چې په کې شي جین پینګ د داسې یوه واکسین د وړاندې کولو ژمنه وکړه چې کېدی شي په اسانۍ سره ذخیره او په ګرده نړۍ، په ځانګړې توګه بې وزلو هېوادونو کې په میلیونونو ترلاسه کوونکیو ته ولېږدول شي.‌

هغه دا کار یو «نړۍ وال عام خیریه کار» وباله، چې وروسته دا اصطلاح د هغه د ګوند نورو مشرانو هم تکرار کړه.

هغو هېوادونو ته چې نشي کولی ډېر قېمتي واکسینونه ترلاسه کړي یا هغو ته چې ډېره اړتیا لري، د واکسینونو تأمین، د بیجینګ له خوا د تاریخ د بیالیکنې د هڅې یوه مهمه برخه ده.

له ۹۰ څخه ډېر هېوادونه د کووېډ-۱۹ چینایي واکسینونه کاروي، لاکن شنونکي وایي چې له یادو ځایونو څخه په ځینو کې په وایرس پراخې ککړتیاوې باید د خبرداري زنګ وګڼل شي.‌

د چینایي واکسیناسیون سره سره د ناروغۍ پراختیاوې

د چین له خوا د واکسین دیپلوماسۍ هڅې یواځې هومره اغېزمنې دي څومره یې چې د وړاندې کړای شوي تولید کیفیت دی، او شواهد ښیي چې کیفیت یې کمزوری دی.

د ځایي رسنیو د راپورونو په اساس، د وري په میاشت کې د چین د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز رییس ګاو فو اعتراف وکړ چې دغه اداره «په دې غور کوي چې څنګه د موجودو واکسینونو د مؤثریت د نه لوړوالي ستونزه حل کړي».

د بي بي سي د راپور په اساس، هغه وویل چې د سینوواک بایوټیک او سینوفارم په ګډون د موجودو واکسینونو «د حفاظت کچې ډېرې لوړې نه دي».

نیویارک ټایمز د چنګاښ په ۱ راپور ورکړ چې، له ګڼو هغو هېوادونو څخه چې په چین جوړ واکسینونو باندې یې باور کړی وو، راټول شوي معلومات دغه اندېښنې تاییدوي.‌

مثلا، د اور ورلډ اېن ډېټا (Our World in Data) د معلوماتو په اساس، په سیچلیز، چیلي، بحرین او منګولیا کې له ۵۰ څخه تر ۶۸٪ پورې خلکو پوره واکسینونه کړي دي.

لاکن دا څلور واړه د غبرګولي په وروستیو کې د ۱۰ هغو هېوادونو په کتار کې راغلل چې د کووېډ-۱۹ بدترین خپراوی یې تجربه کړ، او څلور واړه ټول تر ډېره د سینوفارم او سینوواک له خوا جوړو شویو واکسینونو باندې متکي ول.‌

د هانګ کانګ پوهنتون یوه وایرولوجست جین ډونګیان وویل، «که واکسین په کافي اندازه ښه وي، موږ باید داسې بېلګې ونه وینو. چینایان مسؤلیت لري چې دا اصلاح کړي.»

سینوفارم واکسین چې د بیجینګ د بیولوژیکي تولیداتو انسټیټیوټ له خوا جوړ شوی دی ۷۸.۱٪ مؤثریت لري، په داسې حال کې چې د سینوواک واکسینونه ۵۱٪ مؤثریت لري.

د دې په پرتله، امریکایي - جرمني فایزر - بایو اېن ټیک او د متحده ایالاتو له خوا جوړ شوي موډرنا واکسینونه په ترتیب سره ۹۵٪ او ۹۴٪ مؤثریت لري.

ځوروونکي معلومات

د نیویارک ټایمز راپور وایي، هېڅ واکسین هم په بشپړ ډول د ناروغۍ د انتقال مخه نه نیسي، لاکن د چینایي واکسینونو په نسبي توګه کم مؤثریت د ناروغۍ د وروستیو خپراویو یو ممکن دلیل په ګوته شوی دی.

د استرالیا په ادیلاید کې د فلینډرز پوهنتون د طب او عامې روغتیا د پوهنځي یوه استاد نیکولای پیتروفسکي وویل، د ټولو شواهدو په پام کې نیولو سره دا مناسبه ده چې وویل شي چې د سینوفارم واکسین د ناروغۍ د انتقال په مخنیوي کې لږ اغېز لري.

هغه ورځپاڼې ته وویل، له چینایي واکسینونو سره یو غټ خطر دا دی چې ښایي د واکسین اخیستونکي لږ یا هېڅ علایم ونه لري خو بیا هم نورو ته وایرس ور انتقالوي.

د متحده ایالاتو د ټینیسي ایالت په ناشویل کې د واندربیلټ پوهنتون د ساري ناروغیو د ملي بنسټ د روغتیایي چارو رییس ویلیام شافنر وویل، کېدی شي چې د چینایي واکسینونو د مؤثریت اندازې کمې وي «او له دې سره سره چې ډېر خلک روغتونونو ته له تګ څخه ساتي،‌ لاکن کېدی شي چې څه ناڅه وایرس انتقال کړي او د هغو وګړو په منځ کې چې ډېر یې واکسین شوي دي کافي اندازه ناروغي رامنځته کړي.»

خو وروستي معلومات د اندېښنې وړ دي.‌

مثلا، د اندونیزیا د طبي ټولنې د خطرونو د له منځه وړلو د ټیم په وینا، په اندونیزیا کې ۳۵۰ ډاکتران او د روغتیایي پاملرنې کارکوونکي له دې سره سره چې د سینوواک واکسین یې په پوره توګه اخیستی وو، خو بیا هم په کووېډ-۱۹ اخته شول.

یادې ټولنې وویل، د سلواغې او د غبرګولي د ۱۷مې تر منځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې دغې ناروغۍ ۶۱ ډاکتران مړه کړل. د هغوی له ډلې څخه لسو تنو په چین کې جوړ شوی واکسین اخیستی وو.

دغو شمېرو د سینګاپور د طبي خدمتونو رییس کینیت ماک د واکسینونو تر منځ د کیفیت توپير ته پام ور واړاوه.

هغه د غبرګولي په ۲۸مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «فایزر دا ستونزه نه لري. دا ستونزه اصلا په سینوواک واکسین کې ده.»

له نورو ځایونو څخه هم داسې پراخ راپورونه راځي چې د چینایي واکسینونو له اخیستلو سره سره اخیستونکي ناروغ شوي دي.‌

بحرین او متحده عرب امارات دوه هغه لومړني هېوادونه وو چې د سینوفارم واکسین یې، حتی د وروستي پړاو کلینیکي ازمېښتي ارقامو له خپرېدلو څخه مخکې، تایید کړ.

د اور ورلډ اېن ډېټا (Our World in Data) د راپور په اساس، بحرین وویل چې د واکسیناسیون د پروګرام په ترسره کېدلو سره به یې «ژوند عادي حالت ته وګرځي»، خو د غبرګولي په ۸مه دغه هېواد داسې یوه حالت ته ورسېد چې د ورځې د یو میلیون کسانو په سر یې ۱۹۲۳ نوې د کووېډ-۱۹ پېښې ثبت کړې.‌

په داسې حال کې چې په بحرین او متحده عرب اماراتو کې چارواکو خپلو د واکسیناسیون پروګرامونو څخه دفاع کړې ده، هغوی یو پیاوړی کوونکی واکسین، درېیم دوز، هم وړاندې کوي چې فایزر واکسین هم په کې شامل دی.‌

یو سخت خبرداری

د بیجینګ له خوا د کووېډ-۱۹ د تقلبي ټېسټ کېټونو، بدلو وینټیلیټرونو او «جعلي» ماسکونو او د ځاني خوندیتوب د جامو صدور یو بل خبرداری دی.

تېر کال د وبا د خپراوي په ترڅ کې، افغان ډاکترانو وویل چې له چین څخه وارد شويو د ټیټ کیفیت لرونکیو د ځاني خوندیتابه جامو د روغتیایي پاملرنې د متخصصینو د خوندي کولو پر ځای د نوي کروناوایرس خپراوی زیات کړی دی.

د تېر غبرګولي په میاشت کې، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت یوه چینایي کمپني چې د وري په میاشت کې یې،‌ چې کووېډ-۱۹ په نړۍ د وبا جارو ګرځوله، نږدې نیم میلیون جعلي او غیر معیاري اېن ۹۵ ماسکونه پلورلي وو، تر قانوني تعقیب لاندې ونیوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د نړۍ ټول هېوادونه باید د چینایي کووېډ-۱۹ واکسین پېرودل بند کړي او پرې نه ږدي چې د منافق چین دغه واکسینونه نړۍ والو مارکېټونو ته لاره وکړي، ځکه چې هغوی د کرونا وایرس د خپراوي سبب شول او اوس غواړي چې په دې توګه د واکسینونو په تولیدولو سره په میلیاردونو ډالر وګټي.

ځواب ورکړئ

چین همیشه نقلي کارونه کړي او کوي خو دلته به زه درته د سیاسي چارو د یوه تحلیلګر تحلیل وړاندې کړم چې د افغانستلن د یوه تش په نامه دوست روسیې په هکله یې کړی دی: روسیه او افغانستان روسانو لومړی په اتلسمه پېړۍ کې (د انګرېزانو او روسانو د امپراطوریو د سيالۍ پر مهال) افغانستان ته د ملګرتیا لاس ورکړ او بیا یې په تش میدان لاس تړلی انګرېزانو په وړاندې يوازې پرېښود. دویم ځل یې نولسمه پېړۍ کې (د برېټېش انډیا او د یو ایس ایس ار/شوروي د سیالیو پر مهال) افغانستان بیا د ځان ملګری او کار یې ترې واخیست خو په پای کې یې بیا د برېټېش انډیا په وړاندې یوازې او خالي لاس پرېښود چې له کبله یې افغانستان په شمال کې د پنجدې، په غرب کې سیستان او په ختیځ او جنوب کې د ‌‌‌‌‌‌ډیورېن‌‌‌‌‌‌ډ کرښې ها غاړې خاوره له لاسه ورکړه. ‌‌‌ دریم ځل یې په شلمه پېړۍ کې ( د غربي بلاک او د شوروي اتحاد تر منځ په سړه جګړه کې) افغانستان خپل ايډيالوژیک او ستراتيژیک ملګری کړ او د خپلې ايډيالوژۍ د غځولو په موخه یې پر افغانستان یرغل کړ، د ملګرتیا درواغجن ډاډ یې ورکړ، خو په پایله کې یې افغانستان ټولې نړۍ ته یوازې پرېښود او لوټې لوټې يې کړ. څلورم ځل یې په ۲۰۱۱ کې کرزي صاحب ته د کاذبې ملګرتیا ډاډ ورکړ او نوموړی یې د امریکا سره د روابطو خرابولو ته وهڅاوه، او ښاغلي کرزي هم په ښکاره د نړۍ والو رسنیو مخته وویل چې موږ امریکا ته اړتیا نه لرو، روسان موږ ته هر ډول نظامي تجهیزات او وسایط راکوي. همغه و چې د ښاغلي کرزي او ښاغلي اوباما اړيکې ورځ تر بلې ترينګلې شوې او نن یې ثمره وينو.

ځواب ورکړئ