روغتیا

د نړۍ هېوادونو د چین له خوا 'د واکسین دپلوماسۍ' له امله نا راحتي څرګنده کړه

سلام ټایمز

یو امنیتي ساتونکی د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۸مه په بیجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې د خلکو د ملي کانګرس له اختتامیه جلسې څخه وروسته اشاره کوي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

یو امنیتي ساتونکی د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۸مه په بیجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې د خلکو د ملي کانګرس له اختتامیه جلسې څخه وروسته اشاره کوي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

د چین رژیم «د واکسین دپلوماسي» کوي، د یوه مؤثر کووېډ - ۱۹ واکسین له ژمنې څخه په استفادې سره په هغو سیمو کې چې د خپلو ګټو لپاره یې حیاتي بولي، د تبادلې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ډېر هېوادونه د بیجینګ نهایي ارادو ته په احتیاط سره ګوري.

په رنډ (RAND) کارپوریشن کې یوې وبا پېژندونکې جینیفر هوانګ بویي وویل، د چین راتلونکی د یوه ښه واکسین په تولیدولو کې د دغه هیواد په بریالیتوب پورې تړلی دی.

هغې نیویارک ټایمز ته وویل، «هغه د چین د دپلوماسۍ او د کووېډ په هکله د روایت د بدلولو لپاره ګټور دی.»

د چین رژیم هڅه کوي چې د یادې وبا روایت په پیل کې په وهان کې د هغې له خپرېدلو څخه د وایرس د خپراوي په درولو کې د دغه هېواد د یوه بریالیتوب کیسې ته بدل کړي.

د اندونیزیا د پوځ دوه منسوبین د وري په ۸مه د جاکارتا نړۍ وال هوایي ډګر کې د طبي تجهیزاتو او مرستو د صندوقونو تر څنګ په پيره ولاړ دي. دا د هغو ۴۰ ټنو موادو برخه دي چې له چین څخه اندونیزیا ته لېږل شوي ترڅو د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس پر ضد مجادله کې مرسته وکړي. فجرین راهرجو/ای اېف پي]

د اندونیزیا د پوځ دوه منسوبین د وري په ۸مه د جاکارتا نړۍ وال هوایي ډګر کې د طبي تجهیزاتو او مرستو د صندوقونو تر څنګ په پيره ولاړ دي. دا د هغو ۴۰ ټنو موادو برخه دي چې له چین څخه اندونیزیا ته لېږل شوي ترڅو د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس پر ضد مجادله کې مرسته وکړي. فجرین راهرجو/ای اېف پي]

دا د چین په ملي موزیم کې د نندارې ته اېښودل شویو انځورونو څخه یو انځور دی چې د کروناوایرس په وبا کې د دغه هېواد هڅې د «اتلولۍ»‌ په ډول انځوروي. [جیانګ ډونګ/چاینا ډیلي]

دا د چین په ملي موزیم کې د نندارې ته اېښودل شویو انځورونو څخه یو انځور دی چې د کروناوایرس په وبا کې د دغه هېواد هڅې د «اتلولۍ»‌ په ډول انځوروي. [جیانګ ډونګ/چاینا ډیلي]

خو د نړۍ مشران -- چې هېوادونه یې اوس هم له دغې وبا او هغو ورپسې قرنطینونو څخه چې د هغوی اقتصادونو ته یې ضربې رسولي دي -- ځورېږي، د دغې وبا په مهارولو کې په بیجینګ باندې انتقادونه کوي.

په چیني رژیم باندې د کووېډ - ۱۹ د خپرېدلو پر وړاندې د غیرمسؤلانه چلند او ورپسې د غلطو معلوماتو د کمپاینونو له امله انتقادونه کیږي.

چین د دغې تنفسي ناروغۍ په هکله، چې لومړی ځل تېر کال په چین کې راښکاره شوه، معلومات پټ کړل او د هغې د انتقال خطرونه یې کم وښودل.

لویدیځو استخباراتي ادارو راپور ورکړ چې، په داسې حال کې چې نړۍ وال هڅه کوي چې د کووېډ-۱۹ د علاج لپاره یو مؤثر واکسین جوړ کړي، چینایي هکران هڅه کوي چې په څو هېوادونو کې له پوهنتونونو، تحقیقاتي انسټیټیوټونو او د درمل جوړونې شرکتونو څخه د واکسین جوړونې په هکله معلومات غلا کړي.‌

چین د ازمېښت د دودیزې پروسې په پام کې نیولو څخه پرته، په زرګونو چینایانو ته د کووېډ-۱۹ نه ثابت شوي امتحاني واکسینونه ورکوي، چې احتمالا د خلکو روغتیا او بالاخره د ثابت شوي واکسین مؤثریت له خطر سره مخامخ کوي.

د بیجینګ له ټولو اقداماتو سره سره، د هغه چارواکي استدلال کوي چې یو بل ملامتول «به یواځې لا غټه فاجعه رامنځته» کړي. دا هغه څه وو چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د تلې په ۷مه د چین د عامه دپلوماسۍ د ټولنې په کوربه توب په یوه غونډه کې وویل.

د کووېډ- ۱۹ په هکله روایت بدلول

یوه له هغو لارو څخه چې بیجینګ هیله لري دغه فکر پرې بدل کړي دا ده چې خپلو متحدینو او پخوانیو مخالفینو ته د کووېډ- ۱۹ د بریالي واکسین د ترلاسه کولو لپاره ځانګړی لاسرسی برابر کړي.

نیویارک ټایمز د وږي په ۲۱مه راپور ورکړ چې، د چین ولسمشر شي جین پینګ د وږي په نیمایي کې د اندونیزیا د خوشحالولو لپاره د واکسین د همکارۍ له ژمنې څخه استفاده وکړه. دغه هېواد له ډېرې مودې راهیسې په سیمه کې د چین د اقتصادي یرغلونو له امله بې باوره وو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په اساس، شي د دغو دو هېوادونو له همکارۍ څخه په اړیکو کې د «یوې نوې روښانه نقطې» په توګه هرکلی وکړ.

د زمري په میاشت کې، د چین لومړي وزیر لي کیقیانګ د تایلنډ، لاوس، کمبوډیا او ویتنام چارواکو سره وکتل څو هغه انتقاد له ځان نه لیرې کړي چې چینایي رژیم په سیمه کې د یوې ویجاړوونکې وچکالۍ په رامنځته کېدلو کې مرسته کړې ده.‌

ایشیا ټایمز د وږي په ۵مه راپور ورکړ، نوموړي ژمنه وکړه چې بیجینګ به هغوی ته په وړیا توګه د پام وړ شمېر واکسین دوزونه برابر کړي یا به د واکسین فارمولې او مواد ورکړي.

دغه وړاندیز ته په عمومي توګه ښه راغلاست وویل شو، خو ځینو پوښتنه وکړه چې آیا د بیجینګ سخاوت شرطونه لري.

نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې په فلیپین کې ولسمشر رودریګو دوتیرته د چنګاښ په میاشت کې ولسي جرګې ته وویل چې ده له شي څخه د واکسینونو په برخه کې «مرسته غوښتې» ده.

هغه وویل چې دی به د جنوبي چین د سیند په سر د خپلو ادعاو په هکله له چینایي رژیم سره شخړه ونه کړي. هلته بیجینګ د نورو هېوادونو له ارضي ادعاو سره سره، او د سرچینو د لټون په هیله مصنوعي ټاپوګان جوړوي او غټ پوځي جوړښتونه ځای پرځای کوي.

یوه ورځ وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې چین حاضر دی چې فلیپین ته د واکسین په برخه کې اولویت ورکړي.

د چین د مرستې په هکله پوښتنه

چینایي چارواکو په افریقا، لاتینه امریکا، کارابین، منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې له نورو هېوادونو سره هم دې ته ورته اقدامات کړي دي.

شي د غبرګولي په میاشت کې افریقایي مشرانو ته وویل، «موږ ژمنه کوو چې کله چې په چین کې د کووېډ-۱۹ واکسین انکشاف او توضیع بشپړه شي، افریقایي هیوادونه به په هغو لومړیو هېوادونو کې وي چې ګټه ترې واخلي.»

د مکسیکو د حکومت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو په اساس، وانګ د چنګاښ په میاشت کې ژمنه وکړه چې چین به د لاتینې امریکا او کارابین هېوادونو ته د واکسینونو لپاره ۱ میلیارد ډالر پورونه ورکړي.

ایشیا ټایمز راپور ورکړ چې، د زمري په میاشت کې هغه د مراکش د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې بیجینګ به هیڅکله هم کوویډ-۱۹ واکسینونو ته له نړۍ والې غوښتنې څخه ناوړه استفاده ونه کړي.

وانګ وویل، «چینایي واکسینونه به عام نړۍ وال توکي وي او کله چې موږ د کال په وروستیو کې تولید زیات کړو، نو د مراکش په څېر افریقایي هیوادونو ته به لومړیتوب ورکړو.»

خو چینایي «مرستې» ته هر څوک لېوال نه دی. ډېر دغه ډول همکاري د پوښتنې وړ بولي.

د اندونیزیا د اسلامي پوهنتون یوه اکاډمیسن محمد ذوالفقار رحمت چې په اندونیزیا کې د چین د بهرني سیاست څېړونکی دی، وپوښتل، «آیا موږ شکمن واوسو که ممنون واوسو؟»

هغه نیویارک ټایمز ته وویل، «زه فکر کوم دواړه.»

په بنګله دېش کې، د سینوواک بایوټیک په نامه د درمل جوړونې کمپنۍ چې مرکز یې په بیجینګ کې دی منلې ترڅو دغه هېواد ته د درېمې ازمېښتي پړاو د برخې په توګه چې په پام کې وه د تلې په لومړیو کې پیل شي، له ۱۱۰ زره دوزو څخه ډېر وړیا واکسینونه ورکړي.

دغې کمپنۍ منلې چې که واکسین خوندي ثابت شي، د درمل جوړونې یوې «تکړه» بنګله دېشۍ کمپنۍ ته به اجازه ورکړي ترڅو په ارزان قېمت سره شاټونه تولید کړي.

ویل کیږي د دغو وړاندیزونو هدف دا وو چې بنګله دېشیانو ته د چین د ښه نیت په هکله ډاډ ورکړل شي، ځکه ډېر وېره لري چې چینایي واکسینونه به د هېواد د ډیری وګړو لپاره ډېر قېمته وي.

ډیلي سټار ورځپاڼې د تلې په ۱۲مه راپور ورکړ چې، سینوواک د تلې په ۳مه په یوه لیک کې وویل، که د بنګله دېش حکومت د دغه نوښت مالي مرسته ونه کړي، دا ازمېښتي پروګرام به وځنډېږي.

د لړزاندو اړیکو بیارغول

ایشیاټایمز راپور ورکړ، بیجینګ هڅه کوي ترڅو په پاکستان کې -- چې د چین د کمربند او سړک پروژو د چین له خوا په ناقانونه توګه د ګټې اخیستلو، د چاپېریال د ویجاړولو، امنیتي اندېښنو او د اقتصادي برابرۍ نشتوالي اعتراضات پارولي دي -- خپل انځور بیا ورغوي.

دغه هېواد په افغانستان او نیپال کې هم دې ته ورته ژمنې کړي دي.

د نیویارک ټایمز د یوه راپور له مخې، په نیپال کې چیرې چې د چین رژیم هڅه کوي د سیمنټو په یوه فابریکه کې کلینیکي ازموینې وکړي، سیاستوال د بیجینګ په نیتونو باندې شک ښیي.

د نیپال یوه پخواني د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د حکومت د لوی مخالف ګوند، نیپالي کانګرېس، یوه مشر پراکاش شرن مهات وپوښتل، «آیا په کار نده چې موږ ته د هغه د جانبي عوارضو په هکله اطمینان راکړل شي؟»

په افغانستان کې ډاکتران وایي، له چین څخه راوارد شویو د ځاني خوندیتوب وسیلو (پي پي اي) چې کیفیت یې ټیټ دی، د افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.‌

په کابل کې د نسیم هاشمي په نامه یوه ډاکتر د غوایي په میاشت کې له چین څخه راوارد شویو تجهیزاتو ته په اشارې خبرداری ورکړ چې، «د هغو وسایلو چې ډاکتران ترې استفاده کوي ټیټ کیفیت هغوی ته یو جدي ګواښ رامنځته کړی دی، او په کار دی چې د ځاني خوندیتوب وسایل مخکې له دې چې روغتیایي کارکوونکي یې وکاروي، امتحان کړای شي.»

په پاکستان کې طبي کارکوونکیو د کووېډ-۱۹ د ډېرو ناروغانو د مړینې پړه په ناقصو چینایي وینټیلیټرونو باندې واچوله.

د تقلبي وینټیلیټرونو تر څنګ،‌په چین کې جوړو د تبې معلومولو ناقصو تومانچو، ماسکونو او د بوټانو پوښونو د پاکستاني روغتیایي کارکوونکیو غوسه راپارولې ده.

هندوستان له چینایي وړاندیزونو سره د سیالۍ په ترڅ کې خپلو متحدینو بنګله دېش او نیپال ته د واکسینونو د ورکولو ژمنې کړي دي.

د متحده ایالاتو حکومت سږ کال له ۲۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېر د دې لپاره ځانګړي کړي ترڅو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پرې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې مجادله وشي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چین هڅه کوي چې د کرونا وایرس ضد درملو د پلورلو له لارې پیسې ترلاسه کړي. پانګوال نظامونه همداسې دي. هغوی وایرس جوړوي او په نړۍ کې یې خپروي او بیا یې درمل جوړوي.‌ دا د نن ورځې غلط او غیرانساني نظامونه دي.

ځواب ورکړئ

ټول واکسینونه، حتی هغه چې بې خطره بلل کیږي، جانبي عوارض لري. د پولیو واکسینونه هم جانبي عوارض لري. د هغه جانبي عوارض دا دي چې خلک شنډوي ځکه چې دا ناروغي په اکثرو هېوادونو او حتی افغانستان کې په ډېرېدلو ده.‌ د هرو لسو کسانو له ډلې څخه چې ودونه یې کړي‌ دي دوه یا درې کسان بچیان نه لري. دغه ناروغي پخوا عامه نه وه، خو اوس ډېره عامه ده. خلک نشي کولی چې ماشومان ولري مګر دا چې ډاکتر ته لاړ شي.‌

ځواب ورکړئ

خلک د سیمې د هېوادونو د خرابو سیالیو له امله وځپل شول.‌ د کورونا د خپراوي او بندیز له امله زما د ترکیې سکالرشیپ لغوه شو. که چین او چینایانو دا وایرس نه وای جوړ کړی او ګردې نړۍ ته یې نه وای خپور کړی، کېدی شي چې اوس زه په ترکیه کې وای او د خپلې ماسټرۍ په زده کړو بوخت وای.‌ د کوویډ-۱۹ وایرس له خپراوي راهیسې یو کال تېر شو، خو د نړۍ خلک اوس هم له دغې مرګونې ناروغۍ سره مخامخ دي، او وایرس په ځینې هېوادونو کې بیا سر راپورته کړی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په شورا کې د چین دایمي غړیتوب وځنډوي او داسې پرېکړه وکړي چې هر هیواد چې په راتلونکي کې بیولوژیکي وسلې جوړې کړي ټول هیوادونه به په هغه باندې یرغل کوي. که داسې پرېکړه ونشي، سبا به بل هیواد همداسې کار وکړي او د نړۍ خلک به ووژني.‌

ځواب ورکړئ