چاپیریال

چین له دې سره سره چې د ډبرو سکرو څخه په استفادې سره له راتلونکي سره لوبې کوي، د اقلیم په برخه کې د نړۍ وال مشرتابه ادعا کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د آرشیف دا عکس چې د ۱۳۹۵ د کب په ۳مه اخیستل شوی، یو سړی په داسې حال کې ښیي چې په شانګهای کې د برېښنا داسې سټېشن چې د ډبرو په سکرو چلېږي ته مخامخ په هوانګپو سیند کې ماهیان نیسي. [جوهانیس ایزل/ای اېف پي]

د آرشیف دا عکس چې د ۱۳۹۵ د کب په ۳مه اخیستل شوی، یو سړی په داسې حال کې ښیي چې په شانګهای کې د برېښنا داسې سټېشن چې د ډبرو په سکرو چلېږي ته مخامخ په هوانګپو سیند کې ماهیان نیسي. [جوهانیس ایزل/ای اېف پي]

بیجینګ -- د چین د رژیم وروستۍ ژمنه چې تر ۲۰۶۰ میلادي کال پورې به د خپل هېواد په کچه د کاربن د رامنځته کولو اندازه صفر ته راکمه کړي د نه باور وړ ګڼل کیږي، ځکه چې د بیجینګ له خوا په فابریکو کې د ډبرو سکرو لګونې او د دغه هیواد له خوا په لوړه کچه د کاربن انتشار یې هغوهڅو ته صدمه رسوي چې ادعا کوي د اقلیم په بدلون کې به په نړۍ واله سطحه مخکښ وګرځي.

په تېرو ۳۰ کالونو کې نفتي سون توکو د چین اقتصاد ته ګټه رسولې او دغه هېواد هر کال په نړۍ کې د استعمالېدونکیو ډبرو سکرو تقریبا نیمایي سوځوي.

د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۸ میلادي کالونو تر منځ، د دغه هېواد د کاربن د کلني انتشار اندازه تقریبا درې برابره ډېره شوې ده او اوس د نړۍ د ټولو مضرو ګازونو، چې د ځمکې ګرموالي پورې تړاو لري، یو پر درې برخې تولیدوي.

د چین له دې ژمنو سره سره چې اقتصاد به د ډبرو سکرو څخه له استفادې نه خلاص کړي،‌ د روان کال د غبرګولي په میاشت کې په دغه هېواد کې د چاپېریال لپاره د یادو خطرناکو سون توکو مصرف د اوج تر ټولو نږدې کچې ته ورسېد چې په ۱۳۹۲ ام کال کې رسیدلی وه.‌

د آرشیف دا عکس چې د ۱۳۹۴ د لړم په ۱۸مه اخیستل شوی، یو کاریګر په داسې حال کې ښیي چې د چین په چانګژي کې د یوې داسې فابریکې د لویې دروازې مخې ته روان دی چې د ډبرو سکرو څخه تېل تولیدوي . [فرید دوفور/ای اېف پي]

د آرشیف دا عکس چې د ۱۳۹۴ د لړم په ۱۸مه اخیستل شوی، یو کاریګر په داسې حال کې ښیي چې د چین په چانګژي کې د یوې داسې فابریکې د لویې دروازې مخې ته روان دی چې د ډبرو سکرو څخه تېل تولیدوي . [فرید دوفور/ای اېف پي]

بیجینګ د هغو ولایتي اقتصادونو د بیا راژوندي کولو لپاره، چې له کرونا څخه اغېزمن شوي دي، په یوه هڅه کې د دولتی پور ورکوونکیو لپاره دا فرصت برابر کړ چې په ډبرو سکرو چلېدونکې نوې کارخانې جوړې کړي.

د ګلوبل انرجي مونېټر (جي اي اېم) په نامه د چاپېریال ساتنې یوې غیرحکومتي موسسې، چې مرکز یې په سانفرانسیسکو کې دی، وویل، د ۲۰۲۰ په لومړۍ نیمایی کې د چین رژیم د ۲۳ ګیګاواټو په ارزښت د ډبرو سکرو د انرژۍ نوې پروژې منظور کړې چې دا له دې نه د مخکې دوو کالونو د مجموعي اندازې په مقایسه هم ډېرې دي.

د انرژۍ او پاکې هوا په تحقیقاتي مرکز کې د چین د چارو یوه شنونکي لوري میلیویرتا وویل، «د ډبرو سکرو د یوې نوې شبکې طرحه له ۲۰۳۰ څخه مخکې اوج ته د انتشاراتو د رسېدلو او بېرته کمېدلو لوري ته د روانېدلو په برخه کې د چین له ژمنې سره په تضاد کې ده.»

د چین ولسمشر شي جین پینګ د حقیقت پر خلاف، د تلې په ۱ په ملګرو ملتونو کې د ځمکې ګرموالي په هکله د خپل هېواد د مشرتابه قوي موقف څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې له ۲۰۳۰ میلادي کال څخه مخکې د انتشار اکثر حد ته ورسیږي او۳۰ کاله وروسته به یې له کاربن څخه خالي حالت ته ورسوي.

دا لومړی ځل دی چې بیجینګ د کاربن د انتشار د خنثی کولو پلانونه اعلان کړل، خو تر اوسه پورې یې په دې هکله هېڅ جزیات نه دي ورکړی چې دغه هیواد به څنګه د نفتي موادو له استعمال څخه ایسته بله لاره غوره کړي.‌

د چین په ګرین پیس کې د اقلیم او انرژۍ یوه جګپوړي افسر لي شو ای اېف پي ته وویل، «د چین د انرژۍ د پلانولو په برخه کې یوه ترینګلتیا موجوده ده.»

د اقلیم په برخه کې نړۍ وال مشر؟

د نړۍ دویم لوی اقتصاد خپل ځان د بیا نوي کېدلو وړ انرژیو په برخه کې نړۍ وال مشر بولي، خو د ډبرو سکرو نوې څپه د بیا نوي کېدلو وړ سرچینې د چین له بازار څخه باسي، ځکه چې د چین د انرژۍ د توزیع سیستم د شوروي په دود سهمیو څخه، چې هلته د برق تأمینوونکیو ته میاشتني محدودیتونه ټاکل کیږي، استفاده کوي.

شبکه یي سهمیه بندیو په وروستیو کالونو کې محلي حکومتي ادارې مجبورې کړې چې د ډبرو سکرو څخه د انرژۍ تخصیصونه زیات کړي او حتی که اقتصادي فعالان هم په هغو کې پانګونه زیاته کړي، په چینایي شبکو کې د بیانوي کېدلو وړ انرژۍ څخه د استفادې لپاره لږ ځای پاتې کېږي.

د ګرین پیس چارواکي لي وویل، «د چین د انرژۍ پالیسي د یوه دوه سره حیوان په څېر ده، چې هر سر یې هڅه کوي ترڅو مخالف لوري ته لاړ شي. محلي حکومتي ادارې دا غوره ګڼي چې ډېره داسې انرژي وپېري چې د ډبرو سکرو څخه تولید شوې وي او په دې توګه د کان کیندنې کارونه خوندي کړي.»

اقتصاد پوهان وایي، په ډبرو سکرو باندې د چین روږدي توب به په اسانۍ سره پای ته ونه رسیږي.

د انرژۍ د نړۍ والې څارونکې موسسې (جي اي اېم) د معلوماتو په اساس، اوس مهال دغه هېواد له خپلې اعظمي تقاضا څخه ۴۰۰ ګیګاواټه د ډبرو سکرو څخه د ترلاسه کیدونکې برېښنا ظرفیت لري.‌

میليویرتا وویل، «د چین د ډبرو سکرو فابریکې د شاوخوا ۵۰٪ په ظرفیت فعالیت کوي.»

هغه وویل، «ډېرې فابریکې له ستونزو سره مخامخ دي. د نویو فابریکو زیاتول به یواځې هغه فابریکې لا نورې هم بې اغېزې کړي.»

پالیسي جوړوونکي وایي، نوې فابریکې به چې د لږ انتشار په معیارونو سمبال دي د زړو چټلو دودکشو ځای ونیسي.

خو سپما کمه ده: نوې فابریکې د زړو په نسبت په هر کیلوواټ ساعت تولید شوي برېښنا کې یواځې ۱۱٪ لږ کاربن دای اکساید خپروي.

دا وخت د حرکت لوری د چین د انرژۍ راتلونکي ته چې د ډبرو په سکرو باندې متکي دی، اشاره کوي.

په ورته وخت کې، په بهرنیو هېوادونو کې پانګونې، د چین د کمربند او سړک د نوښت برخه، به له پاکستان څخه نیولې تر زمبابوی پورې مخ پر ودې هېوادونه د ډبرو د سکرو په نویو سټېشنونو باندې ولړي.

بیجینګ څرخېږي

دا لومړی ځل نه دی چې بیجینګ هڅه کوي په بهر کې د خلکو په نظریاتو باندې د غلطو معلوماتو د خپرولو په کمپاینونو کې د ښکېلتیا له لارې نفوذ وکړي.‌

د چین رژیم په پوره ځواک سره هڅه کوي چې ځان د کووېډ - ۱۹ وبا پر ضد مبارزه کې «د اتل په توګه» مطرح کړي، خو پخپله ځان دغه ډول ښودل د ناروغۍ په خپراوي او له نړۍ وال بحران څخه ګټه اخیستنه کې د بیجینګ د رول له حقیقت سره تضاد لري.‌

د چین ملي موزیم د زمري په میاشت کې د «یووالی پیاوړتیا» په نامه یوه نوې ننداره پرانستله چې داسې انځورګرۍ، بتان او خطاطي یې نندارې ته وړاندې کړل چې هغه څه ښیي چې رژیم وایي د دغه بحران په وړاندې غبرګون کې د هغه بریالیتوب په ګوته کوي.

دغه پروګرام او د رژیم له خوا په ټولنیزو رسنیو او خبري چاپېریال کې د غلطو معلوماتو د خپرولو روانې هڅې د نړۍ وال روغتیایي بحران پر وړاندې د بیجینګ په غبرګون کې غټ توپیر په ګوته کوي.

د ۱۳۹۸ په وروستیو کې، چینایي چارواکو چې پوهېدل چې یوه مرګونې ناروغي په خپرېدلو ده، تقریبا تر یوې اونۍ پورې هېڅ ونه ویل، اجازه یې ورکړه ترڅو وایرس په وهان کې اغېز وکړي او نړۍ ته خپور شي، او د ناروغۍ شواهد یې په قصدي توګه له منځه وېوړل.

د بحران له پیل راهیسې، بیجینګ ډېره هڅه کوله چې د توطیې تیوریو ته د ودې ورکولو له لارې په کروناوایرس وبا کې د خپل رول په هکله د انتقاد ګوته له ځانه لیرې کړي، او هم په خبرونو او ټولنیزو رسنیو کې د وایرس په هکله په ښکاره د غلطو معلوماتو په خپرولو ونیول شو.

په ورته وخت کې، چینایي شرکتونه له دغې وبا څخه ګټه اخلي چې عواید ترلاسه کړي.‌

شنونکي وایي، چین د وري او د غبرګولي تر منځ موده کې له ۵۰ میلیاردو څخه ډېر ماسکونه صادر کړل -- چې د تېر کال د ټول تولید ۱۰ برابره زیاتوالی ښیي.

د دغې هڅې د برخې په توګه، چینایي چارواکي په شین جیانګ سیمه کې مسلمان اقلیتونه دې ته مجبوروي چې د ځاني خوندیتابه د تجهیزاتو په فابریکو کې کار وکړي چې اکثر یې تقلبي او غیر مؤثر دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید پرېکړه وکړي چې د نړۍ ټول هېوادونه باید په راتلونکي کې په هر هغه هیواد باندې چې هغه چاپېریال ته زیان رسوي او د نړۍ خلک په خطر کې اچوي، اقتصادي بندیزونه ولګوي.‌ که داسې یوه پرېکړه ونشي، نړۍ به د راتلونکیو نسلونو لپاره د ژوند تېرولو ځای نه وي. مونږ باید هڅه وکړو چې د خپل ژوند د ښه کولو لپاره راتلونکي نسلونه په خطر کې وانه چوو. راتلونکي نسلونه هم دا حق لري چې په دې نړۍ کې ژوند وکړي او د دې نړۍ له چاپېریال نه خوند واخلي.‌

ځواب ورکړئ

بیجینګ چمتو دی چې د خپل اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره په نړۍ کې هر ډول مخرب فعالیتونه ترسره کړي. د چین حکومت د دې پروا نه کوي چې د نړۍ خلکو او حتی د هغوی خپلو خلکو ته څه زیان ور رسیږي، بلکې یوازې د پیسو ترلاسه کولو په هکله فکر کوي. داسې ویل کیږي چې کوویډ-۱۹ وایرس هم د چیني لابراتوارونو له ځینې غیرخوندي تحقیقاتو څخه خپور شوی دی. د تاریخ په اوږدو کې، انسانانو چاپېریال ته ډېر زیان ور رسولی او تل یې هڅه کړې چې طبعیت خراب کړي. ټولې مرګونې ناروغۍ چې انسان ورسره نن مخامخ دی په طبعیت کې د عین انساني لاسوهنې او له طبعیت څخه له غلطې استفادې څخه رامنځته شوې دي.‌ په دې برخه کې، چینایانو له بل هر ملت څخه طبعیت ته ډېر ضرر رسولی دی.‌

ځواب ورکړئ

داسې معلومیږي چې چین د بشریت لپاره یو ځل بیا د کرونا په څېر سرخوږی جوړوي یعنې دا ځل بیا د کاربن او نورو مضرو ګازونو د تولید له لارې په ګرده نړۍ او په خاص ډول په سیمه کې خلک له صحي ستونزو سره مخامخ کړي. زه وایم چې پرمختللی هیواد هغه دی چې د انسانانو د خیر او ښیګڼې لپاره کار وکړي. هغه هیواد بدبخت دی چې د نورو هیوادونو د انسانانو ژوند خرابوي او ځان ته پرې ګټه ترلاسه کوي.

ځواب ورکړئ