چاپیریال

شي جین پینګ د چین له خوا د ډبرو سکرو په تولید کې د ډېرښت په ترڅ کې د اقلیم په هکله له مهمو خبرو څخه ځان ډډې ته کړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د چین ملي بیرغونه د لړم په ۱۲مه د شانکسي ولایت په داتونګ سیمه کې د ډبرو د سکرو په وسیله چلېدونکي د برېښنا سټېشن مخې ته رپېږي. [نویل کیلیس/ای اېف پي]

د چین ملي بیرغونه د لړم په ۱۲مه د شانکسي ولایت په داتونګ سیمه کې د ډبرو د سکرو په وسیله چلېدونکي د برېښنا سټېشن مخې ته رپېږي. [نویل کیلیس/ای اېف پي]

بیجینګ -- په داسې حال کې چې د نړۍ مشران په روانه اونۍ کې د سکاټلنډ په ګلاسګو کې د دې لپاره راټول شوي چې د اقلیم بدلون ودروي، چین ډېره هڅه کوي چې په چاپېریال باندې اغېز ته له پام کولو څخه پرته د انرژۍ په برخه کې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ډبرو سکرو تولید زیات کړي.

په ورته وخت کې، د چین ولسمشر شي جین پینګ پرېکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون کانفرانس په (سي او پي ۲۶) غونډه کې له ګډون څخه تېر شي او په چین کې پاتې شو.

د نړۍ د ډبرو سکرو تر ټولو لوی واردوونکي په وروستیو میاشتو کې د برېښنا پرې کېدلو له ستونزې سره لاس او ګرېوان شوی چې د مضرو ګازونو د انتشار د دقیقو هدفونو او د فوسيلي تېلو د بې ساري قیمتونو له امله یې د تأمنیاتو زنځیرونه مختل شوي دي.

اوس د ډبرو سکرو د داخلي تولید له برکته د انرژۍ اضطراري بحران په مهارېدلو دی.‌

کارکوونکي د لړم په ۱۲مه د شانکسي ولایت په داتونګ سیمه کې له یوه کاڼ سره نږدې د ډبرو سکاره ترتیبوي.‌ د چین د کانونو د خوندیتوب ملي ادارې د اکتوبر په ۲۱مه وویل چې له هغه وخت نه په تېرو څلورو اونیو کې په ۱۰ پېښو کې ۱۸ کارکوونکي وژل شوي، چې ډېری یې د ډبرو سکرو په کانونو کې وژل شوي وو. [نویل کیلیس/ای اېف پي]

کارکوونکي د لړم په ۱۲مه د شانکسي ولایت په داتونګ سیمه کې له یوه کاڼ سره نږدې د ډبرو سکاره ترتیبوي.‌ د چین د کانونو د خوندیتوب ملي ادارې د اکتوبر په ۲۱مه وویل چې له هغه وخت نه په تېرو څلورو اونیو کې په ۱۰ پېښو کې ۱۸ کارکوونکي وژل شوي، چې ډېری یې د ډبرو سکرو په کانونو کې وژل شوي وو. [نویل کیلیس/ای اېف پي]

د هېوادونو استازي د لړم په ۱۲مه په ګلاسګو کې د ملګرو ملتونونو د اقلیم په سي او پي ۲۶ غونډه کې د پروګرام په درېیمه ورځ په عملياتي ساحه کې ناست دي. [پاول ایلیس/ای اېف پي]

د هېوادونو استازي د لړم په ۱۲مه په ګلاسګو کې د ملګرو ملتونونو د اقلیم په سي او پي ۲۶ غونډه کې د پروګرام په درېیمه ورځ په عملياتي ساحه کې ناست دي. [پاول ایلیس/ای اېف پي]

خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د ډبرو سکرو د بندو شویو کانونو بیا پرانستل او د تولیداتو زیاتول به په ککړتیا، د نړۍ په تودوخه،‌ او د چین د ډبرو سکرو د ۲.۶ میلیونو کان کیندونکو په روغتیا باندې ویجاړونکې اغېزې ولري.

د ډبرو سکرو له امله رامنځته شوي اقلیمي تغیرات

څېړنې ښیي چې د ډبرو سکرو سوځول د انسان په لاس په نړۍ کې د اقلیم د بدلون تر ټولو لوی عامل دی.

د کاربن د نړۍ والې پروژې د کانسرسیوم د کلني راپور په اساس چې د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۱۳مه/ خپور شو، په چین کې د حکومت د مشوقو په اساس رامنځته شوې اقتصادي وده کې به سږ کال د ۲۰۱۹ میلادي کال په نسبت د ګازو تولید ۵.۵٪ زیات شي. تېر کال د کووېډ-۱۹ وبا له امله متاثر نشو.

په روان کال کې به چین په نړۍ کې په یواځې ځان ۳۱٪ مضر ګازونه خپاره کړي.

په ۲۰۲۱ کې به په متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیه کې د مضرو ګازونو خپرېدل په ترتیب سره ۳.۷٪ او ۴.۲٪ راکم شي او په نړۍ واله کچه د مضرو ګازونو د خپراوي ونډې به یې ۱۴٪ او ۷٪ وي.‌

په دغه راپور کې په وضاحت سره راغلي چې هغه مهم عامل چې ټاکلی شي چې نړۍ څومره زر د مضرو ګازونو د خپرېدا کچه را ټیټولی شي، د ډبرو سکاره دي.

د مضرو ګازونو د ډیریدو یو لامل په ګرده نړۍ کې د کاربن د کمولو د هڅو (فوسیلي سون څخه د تجدید وړ انرژۍ ته مخه کولو) په نسبت، انرژي ته د تقاضا ډیروالی ده.

د دغه راپور یوه لیکوال کورین لي کویر چې د برتانیا په ایسټ انګلیا پوهنتون کې د اقلیمي تغیراتو د علومو استاد دی، وویل، «اوس خبره تر ډېره د ډبرو سکرو په هکله ده. دا داسې موضوع ده چې ډیر مسایل په کې نا معلوم پاتې دي.»

خو په دغه راپور کې مثبتې نښې هم وې.

د متحده ایالاتو، جاپان، جرمني، فرانسې او برتانیا په ګډون هغه درویشت هېوادونه چې په تېره لسیزه کې یې د نړۍ د ګازونو د خپراوي څلورمه برخه برابروله د مضرو ګازونو په تولید کې د پام وړ کمښت سره سره د پراخې اقتصادي ودې شاهدان هم ول او ددې ښکارندوي کوي چې اقتصادي وده او د مضرو ګازونو کموالی دوه جلا مسایل دي.

لي کویر وویل، «دا ښیي چې دغه هېوادونه پوهېږي چې دا کار څنګه وکړي، هغوی ښیي چې دا کار شونی دی.»

خو چین په خپل ټول قوت سره د ډبرو سکرو په وسیله پر مخ ځي.

د ملي پراختیا او اصلاحاتو کمېسیون (اېن ډي ار سي) چې د چین د اقتصادي پلان جوړونې تر ټولو غټ بنسټ دی، د راپور په اساس،‌ دغه هېواد د تېرو څو اونیو په ترڅ کې خپل د ډبرو سکرو تولید د ورځې یو میلیون ټنو ته زیات کړی دی.

د ملي پراختیا او اصلاحاتو کمېسیون (اېن ډي ار سي) د لړم په ۹مه وویل چې د تلې میاشتې له وروستیو راهیسې د ډبرو سکرو اوسط ورځنی تولید له ۱۱.۵ میلیونو ټنو څخه زیات شوی چې د تلې د لومړیو په پرتله ۱.۱ میلیون ټنه زیات شوی دی.

د مشرتابه نشتوالی

دا تولیدات په داسې حال کې زیاتېږي چې له شي جین پینګ پرته د نړۍ تقریبا ۲۰۰ مشران د سي او پي ۲۶ په غونډه کې سره راټول شول ترڅو د نړۍ د مضرو ګازونو د خپراوي په مهمه مسئله خبرې اترې وکړي.

شي چې هېواد یې په نړۍ کې د ځمکې د کرې د ګرموونکیو ګازونو تر ټولو غټ تولیدوونکی دی، د ورتګ پر ځای دغې غونډې ته یوه لیکلې اعلامیه ور ولېږله چې د نړۍ د نورو مشرانو غوسه یې راوپاروله.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له ګلاسګو څخه له الوتنې مخکې خبریالانو ته وویل،‌ «چې ښکاره یې ووایو، دا یوه غټه تېروتنه وه چې چین په دې غونډه کې برخه وانه خیستله. نورې نړۍ چین ته کتل او ویل یې چې هغوی څه ارزښت وړاندې کوي؟»

هغه وویل، «دا یوه ستره مسئله ده او هغوی ترې مخونه واړول او پرې یې ښودله. تاسو دا کار څنګه کوئ او بیا د مشرتابه ادعا هم کوئ؟»

شي جین پینګ د ۱۳۹۸ کال په وروستیو کې د کووېډ-۱۹ وبا له پیلېدلو راهیسې له چین څخه بهر نه دی تللی.

د پاریس د ۱۳۹۴ د هوکړې د دوام لپاره، د سي او پي ۲۶ غونډې او ناستې حیاتي رول لري چې د هغو په اساس هېوادونو ژمنې کړي چې د نړۍ د تودوخې زیاتوالی «له ۲ سانتي ګراد درجو څخه ټیټ» ته محدود کړي او د سانتي ګراد د ۱.۵ مصؤنې درجې ته د رسولو لپاره هڅې وکړي.

د سې شنبې ورځې په غونډه کې، چې د اقلیم په هکله ۱۳ ورځني مذاکرات یې پیل کړل، د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې په نوښت نږدې ۱۰۰ هېوادونه سره ملګري شول څو په دې لسیزه کې د میتان ګاز چې یو مضر ګاز دی خپراوی لږ تر لږه ۳۰٪ راټیټ کړي.

خو چین، هندوستان، روسیې او استرالیا چې د مضرو ګازونو غټ تولیدوونکي دي، دغه ژمنه لاسلیک نه کړه.

روسیه په نړۍ کې د مضرو ګازونو څلورم غټ تولیدوونکی دی، خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې سفرونه هم کوي د سي او پي ۲۶ په غونډه کې حاضر نه وو.

بایډن د پوتین په هکله وویل، «د هغه توندرا یا سړې دښتې په سوزېدلو دي. هغه ډېرې سختې اقلیمي ستونزې لري خو هغه حاضر نه دی چې هېڅ کار هم وکړي.»

د سختو وعدو عملي کول

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین د شي له خوا په غونډه کې د ګډون کولو پر ځای په هېواد کې د پاتې کېدلو له پرېکړې څخه دفاع وکړه.

هغه د چارشنبې په ورځ وویل، «د خبرو پر ځای عمل ډېر مهم دی.»

له دې غونډې څخه څو ورځې مخکې، بیجینګ ملګرو ملتونو ته د اقلیم په هکله یوه نوې طرحه وړاندې کړه چې دا یې تاییدوله چې له ۲۰۶۰ میلادي کال څخه مخکې د کاربن د شنډولو او د ګازونو د خپراوي د شدت – د هر اقتصادي تولیدي واحد په سر د ګازونو د تولید مقدار – له ۶۵٪ څخه زیات را کم کړي او په دې توګه خپل هدف پوره کړي.‌

شي جین پینګ ژمنه کړې چې له ۲۰۲۶ میلادي څخه د ډبرو سکرو څخه استفاده کمه کړي او تر ۲۰۶۰ میلادي پورې په کې کاربن له منځه لاړ شي.‌

چین له دې غټې ژمنې سره سره،‌ په ټول هېواد کې له ۶۰ څخه په ډېرو ځایونو کې د ډبرو سکرو فابریکې رغوي، په داسې حال کې چې په لسګونو غیرفعالې فابریکې بیا فعالې شوي او یا یې تولیدات زیات کړي دي.

د متحده ایالاتو د انرژۍ وزارت په وینا، چین خپله شاوخوا ۶۰٪ انرژي د ډبرو سکرو له سوځولو څخه تولیدوي. متحده ایالات خپله شاوخوا ۱۹٪ انرژي د ډبرو سکرو څخه تولیدوي.

په متحده ایالاتو کې د نړۍ د انرژۍ د څار موسسې (جي اي اېم) د معلوماتو په اساس چې په ټوله نړۍ کې د فوسيلي تېلو پروژې څېړي، چین تېر کال د ډبرو سکرو په ظرفیت باندې ۳۸.۴ ګیګاواټه انرژي زیاته کړه چې دغه مقدار د هغې انرژۍ له درې برابرو څخه زیاتېږي چې د نړۍ په نورو برخو کې تولیدیږي.

د جي اي اېم د ډبرو سکرو د پروګرام رییس کریستین شیرر وویل،‌ «له ډبرو سکرو څخه په استفاده کې دا زیاتوالی د اقلیم په برخه کې دواړه اوږدمهالي او لنډمهالي هدفونه کمزوري کوي.»

فشار ډېرېږي

په بیجینګ باندې فشار ډېرېږي.

د زمري میاشتې په نیمایي کې، د ملګرو ملتونو د اقلیمي تغیراتو بین الحکومتي هیئت (آی پي سي سي) خبرداری ورکړ چې د ۲۰۳۰ میلادي کال په شاوخوا کې به د نړۍ تودوخه د صنعت څخه مخکې مودې څخه ۱.۵ سانتي درجه زیات شي.

د ځمکې د کرې د تودوخې دغه سطحه به د اور لګېدنو، توپانونو، وچکالیو او سېلاوونو په څېر د سختو اقلیمي پېښو په ګډون په بشریت باندې ویجاړوونکي اغېزې ولري.

دغه بیداروونکی راپور چې د نړۍ ۱۹۵ هېوادونو تایید کړی او ترتیب یې کالونه نیولی دی، په هغو حکومتونو باندې چې د زیاتېدونکیو شواهدو په اساس د یوه واقعي ګواښ په توګه د اقلیمي تغیراتو په منلو کې زړه نا زړه دي، ډېره رڼا اچوي.

په دغه لست کې لومړی هېواد چین دی.

په بیجینګ کې د څینګوا پوهنتون څېړونکي وایي، د دې لپاره چې چین د مضرو ګازونو د خپراوي په برخه کې خپلو هدفونو ته ورسېږي، تر ۲۰۵۰ پورې باید ۹۰٪ انرژي یې له هستوي او د تجدید وړ لارو څخه تامین شي.

دا وخت دغه اندازه یواځې ۱۵٪ ده.

چین د نړۍ د نصب شوې بادي او لمریزې انرژۍ دریمې برخې څخه ډېر ظرفیت په خپل واک کې لري او اوس د تجدید وړ انرژیو څخه په استفادې سره تولید شوی برق د ډبرو سکرو په وسیله د تولید شوي برق په نسبت ارزان دی.‌

په متحده ایالاتو کې د ملي سرچینو د دفاع شورا په نامه د اقلیم د مدافع ګروپ کې د چین د انرژۍ د پالیسۍ محقق هان چین وویل، «خو د ښاري خدمتونو شرکتونه د ډبرو سکرو د لابۍ له خوا د فشار د زیاتوالي له امله اوس هم تمایل نه لري چې له بې ضرره برېښنا څخه د استفادې اندازه زیاته کړي.»

هغه وویل، «له همدې امله د تجدید وړ انرژیو کې له پراخې پانګونې سره سره هم، دغه صنعت د چین د انرژۍ یواځې ۱۵٪ جوړوي.»

د بنګله دېش په مرکز ډاکه کې د اقلیم د تغیر او پراختیا د نړۍ وال مرکز رییس سلیم الحق وویل، د آی پي سي سي نوی راپور یو تمرین نه دی، بلکې وروستنی خبرداری دی چې د تشو وعدو وخت نور ختم دی.»

هغه زیاته کړه، «دا ځان وژنه ده او د ځنډولو دوام له اقتصادي پلوه غیر منطقي دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو خو سړی دا چین او روسیې ته حیران شي. په کار دا وه چی د چین ولسمشر په داسې مهمه غونډه کې برخه اخیستې وای،‌ خپل پروګرام یې وړاندی کړی وای او دا یی څرګنده کړی وای چې هیواد یې له نړۍ سره د اقلیم د بدلون په مخنیوي کې څه ډول مرسته کولی شي. یوه بله خبره دا ده چی د امریکا په شمول ډیرې غربي کمپنۍ خپل توکي په چین کی جوړوي چی دغو صنایعو هم په چین کی د هوا له ککړتیا سره مرسته کړی ده لاکن بیا هم چین په داسې بهانه خلاصیدلی نشي بلکه خپل تعهد باید په واضح ټکو څرګند کړي. بله خبره د روسیې په هکله ده چې روسان هم باید له نورې نړۍ سره یوځای د اقلیم د بدلون په مخنیوي کې خپل رول ولوبوي. کوچني هیوادونه په دې برخه کې لږ رول لوبولی شي لاکن لوی هیوادونه چی پیسی هم لري کولی شي چې له یوی خوا پخپله پروګرامونه عملي کړي او بلې خواته له کوچنیو هیوادونو سره مرسته وکړي چې د هوا د ککړتیا مخه ونیسي. تاسو پوهیږئ چې د کابل په شمول د افغانستان په ډېرو لویو ښارونو کې بالخصوص په ژمي کې خلک د ډبرو سکاره سوزوي چې هوا ډیره چټلوي. مونږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې له خلکو سره د لرګیو په پیرودلو کې مرسته وکړي چې خلک د د ډبرو سکاره ونه سوزوي او د افغانستان په ډیرو مشکلاتو سربیره هوا ککړه نشي. په احترام

ځواب ورکړئ