انرجي

له ژمنیو اولمپیک لوبو څخه مخکې د چین له خوا د زرغونې انرژۍ د چمتو کولو هڅې د بزګرانو ژوند خراب کړی دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو بزګر د تلې په ۳۰مه د چین په شمالي هیبي ولایت کې د باوډېنګ سیمې په هوانګ جیاو کلي کې د غونډۍ اړخ ته د لمریزې برېښنا تختو سره نږدې وري څروي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

یو بزګر د تلې په ۳۰مه د چین په شمالي هیبي ولایت کې د باوډېنګ سیمې په هوانګ جیاو کلي کې د غونډۍ اړخ ته د لمریزې برېښنا تختو سره نږدې وري څروي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

باوډینګ، چین -- په چین کې یو شمېر وهل شوي، په زور له خپلو ځمکو څخه اېستل شوي، د پیسو ورکولو په نوم غولول شوي او حتی په ناروا ډول زنداني شوي بزګران وایي چې هغوی د چارواکو له خوا په ملي کچه د زرغونې انرژۍ د تولید د زیاتولو د ژمنو د ترسره کولو په بدل کې، غټ تاوانونه ګالي.‌

چین ژمنه کړې چې په را روان ژمي کې د ۲۰۲۲ اولمپیک لوبې به لومړنۍ لوبې وي چې په بشپړ ډول به له بادي او لمریزې انرژۍ څخه په استفادې سره ترسره شي، او په لسګونو داسې مرکزونه یې جوړ کړي چې د هغو ظرفیت لوړ کړي، لاکن فعالان خبرداری ورکوي چې په دې پروسه کې «په زور سره د ځمکو نیولو» له لارې له عادي خلکو سره ناروا چلند کیږي.

له بیجینګ سره نږدې یوه کلي کې، د لانګ کورنۍ، چې وایي د هغوی له نیمې څخه ډېره زراعتي ځمکه د هغوی تر څنګ د لمریزې برېښنا یو پراخ میدان نیولې، اوس دومره لږ عاید لري چې په ژمي کې د ځانونو د تودولو لپاره د جوارو شخولي او پلاستیکي توکې سوځوي.

د هوانګ جیاو کلي اوسېدونکي بزګر لانګ د «مو» په یادولو سره چي د ځمکې د مقیاس چیناییِ واحد او نږدې ۶۶۷ مربع مترو سره برابر دی، وویل، «کله چې د برېښنا شرکت دا ځمکه د ۲۵ کالونو لپاره په اجاره نیوله، له موږ سره ژمنه شوې وه چې په کال کې به د في «مو» په بدل کې صرف۱۰۰۰ یوانه راکول کیږي.

یوه ښځه د لړم په ۱ د چین د شمالي هیبي ولایت د باوډینګ سیمې په هوانګ جیاو کلي کې په نغري کې د جوارو توکې سوځوي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

یوه ښځه د لړم په ۱ د چین د شمالي هیبي ولایت د باوډینګ سیمې په هوانګ جیاو کلي کې په نغري کې د جوارو توکې سوځوي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

یو بزګر د لړم په ۱ د چین په شمالي هیبي ولایت کې د باوډېنګ سیمې په کاو ژوانګڅي کلي کې له بادي توربینونو سره نږدې وري څروي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

یو بزګر د لړم په ۱ د چین په شمالي هیبي ولایت کې د باوډېنګ سیمې په کاو ژوانګڅي کلي کې له بادي توربینونو سره نږدې وري څروي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

هغه وویل، «موږ کولی شو چې په عین سیمه کې د جوارو له کښت څخه د هغې دوه برابره عاید ترلاسه کړو. اوس چې ځمکه نشته، زه د یوه ورځ مزدور په څېر عاید ترلاسه کوم.»

چین په نړۍ کې د بادي توربینونو او لمریزو شیشو تر ټولو غټ تولیدوونکی دی، او په داسې حال کې چې دغه هېواد د نړۍ وال بازار د ترلاسه کولو هڅه کوي، د ژمي اولمپیک ته د داسې یوه فرصت په سترګه کتل کیږي ترڅو د دغه هېواد زرغونې ټکنالوجۍ نندارې ته وړاندې کړي.‌

خو د بیجینګ دا هڅه چې په نړۍ واله کچه د اقلیم د بدلون مخکښ ښکاره شي، د ډبرو سکرو کې د دغه هیواد پراخې پانګونې او د «زرغون» ښکاره کېدلو لپاره له کورنیو او بهرنیو ټولنو څخه ناوړه استفادې، کمزورې کړې ده.

ځپل شوي او زنداني شوي

د لانګ او د هغه د ګاونډي پای په شان بزګرانو لپاره، د زرغونې انرژۍ ترویج د هغوی ژوند لا ډېر خطرناک او سخت کړی دی.

پای وایي، ای اېف پي هم د دې شاهد وو، چې کلیوال مجبور شول قراردادونه لاسلیک کړي او خپله ځمکه د دولتي برېښنا د پانګونې ګروپ (اېس پي آی سي) ته چې په هېواد کې د خدمتونو برابرولو له پنځو شرکتونو څخه یو دی، په اجاره ورکړي.

هغه وویل، پولیسوهغه کسان چې توافق به یې نه کاوه، وهل او زیاته یې کړه چې، «ځینې په روغتونونو کې بستر او نور بندي کړای شول.»

له یوه عمومي اعتراض څخه وروسته، «په ناقانونه توګه د راغونډېدلو او د سولې د مختلولو په تور» پای د ۴۰ ورځو په مخه بندي کړای شوی وو، په داسې حال کې چې لانګ نهه میاشتې په زندان کې تېرې کړې وې.

پای وویل، «وضعیت مافیا ته ورته دی. که تاسو شکایت وکړئ، تاسو به ځپل کېږئ، بندي کېږئ او محکومېږئ.»

په باوډینګ کې اوسط کلنی کلیوالي خالص عاید شاوخوا ۱۶۸۰۰ چینایي یوانه (۲۶۰۰ ډالر) دی، او دا یو داسې رقم دی چې لانګ او پای دواړه وایي چې هغوی نور نشي کولی چې ترلاسه یې کړي.

ای اېف پي داسې تایید ترلاسه نه کړ چې له هوانګ جیاو سره نږدې د اېس پي آی سي له پروژې څخه ترلاسه شوې برېښنا به مستقیما د اولمپیک د ځایونو د روښانولو لپاره وکارول شي، ځکه چې په دې هکله معلومات په عام ډول موجود نه دي.

کله چې ای اېف پي په دې هکله پوښتنه وکړه، دغه شرکت له تایید څخه ډډه وکړه.‌

د ژانګ جیاکو حکومت، هغه ښار چې په شریکه د دغو لوبو کوربه توب کوي، ویلي چې په ۲۰۱۵ کې د اولمپیک لوبو د کوربه توب د مناقصې له ګټلو راهیسې، دغه سیمه «له ابتدایي حالت څخه په چین کې د تجدید وړغیر اوبیزې انرژۍ په تر ټولو لوی مرکز باندې» بدله شوې ده.

په داسې حال کې چې چین هڅه کوي چې د لوبو له پیلېدلو څخه مخکې د هوا ککړتیا کمه کړي، د بادي او لمریزو فارمونو لپاره د حکومت مرستو هم د دغه ډول پروژو جوړول چټک کړي دي.‌

امنیسټي انټرنېشنل په یوه اعلامیه کې وویل، «جبري اېستنې، د ځمکو غیرقانوني غصبونه او د ځمکې له لاسه ورکولو له کبله د معیشتونو زیانونه» د بشري حقونو په هغو اندېښنوکې راځي چې ډېر وخت د بادي او لمریزې انرژۍ سکټورونو پورې تړاو لري.

موږ هېڅ ترلاسه نه کړل

د وږي په میاشت کې، چین د هغې ځمکې په بدل کې چې د زرغونې انرژۍ د ودې په ګډون د ایکولوجیکو پروژو لپاره استملاک کیږي د زیانونو د جبران سخت قوانین اعلان کړل.

د تجدید وړ انرژۍ د کارپوهانو د کمېټې، چې زرغون انکشاف ترویجوي، عمومي منشۍ لي ډان وویل، «زموږ د ځمکو قوانین په روښانه توګه دا تنظیموي چې زراعتي ځمکه او په ځانګړې توګه د کرنې ځمکه باید ونه نیول شي.»

لي ډان وویل، «دا یوه سره کرښه ده.»

هغې وویل، که له زراعتي‌ ځمکې څخه د تجدید وړ انرژۍ د پروژو لپاره کار اخیستل کیږي، باید زرغونو خونو ته د برېښنا ورکولو په څېر د ګټو د شراکت پروګرام موجود وي.

خو ګڼ شمېر هغو بزګرانو چې ای اېف پي ورسره خبرې وکړې، وویل چې شرکتونه په قوانینو کې ګوتې وهي او زراعتي ځمکې د غیر زراعتي‌ ځمکو تر نامه لاندې طبقه بندي کوي.

په ژانګ جیاکو کې د شو وان په نامه یوه بزګر د لوبو په رانږدې کېدلو سره د لمریزو تاسیساتو د جوړولو پر وخت خپله ځمکه له لاسه ورکړه.

شو وویل، «شرکت موږ ته وویل چې له دې ځمکې څخه ګټه نه اخیستل کیږي، خو په حقیقت کې دا ډېره ښه زراعتي ځمکه ده چې موږ بزګرانو ترې ګټه اخیستله.»

د شو په وینا، «هغوی وویل چې موږ ته به د یوه مو (د مساحت واحد) ځمکې په سر ۳۰۰۰ یووان (۴۷۱ ډالر) راکړي، خو په پای کې موږ ته هېڅ هم رانه کړل شول.»

د ژانګ جیاکو ییوان د نوې انرژۍ پراختیا موسسې چې د شو په کلي کې یې لمریزه پروژه لګولې، په دې هکله د ای اېف پي د پوښتنې له ځوابولو څخه ډډه وکړه.‌

دغه راز، تېر کال د چین د نړۍ والې بېخبنا جوړونې د هڅې، کمربند او نوښت (بي آر آی) له نیمایي څخه ډېره برخه د تجدید وړ پانګونو جوړوله.

په برتانیا کې د دي بزنس ایند هیومن رایټس ریسورس سنټر په نامه د یوې غیر انتفاعي ادارې څېړونکې پریانکا مغول چې په بهر کې د چین د تجدید وړ پانګونو د اغېز په هکله یې څېړنه کړې ده، وویل، په ځینو شرکتونو باندې دا تورونه هم لګېدلي چې په بهر کې د ځمکو د ترلاسه کولو په بدل کې یې جنجالي معاملې ترسره کړي دي.‌

هغې وویل، «تر ټولو ډېره معمول مسئله په غیر کافي توګه د چاپېریال د اغېزو د ارزونې د معلوماتو څرګندول وو چې ورپسې د ځمکې د حقونو او د معیشتونو د له منځه تللو مسایل رامنځته شول».

اداري فساد له زغمه وتلی دی

په چین کې، د کلیوالو ځمکو د ترلاسه کولو پر وخت د شخړو د کمولو لپاره،‌ بیجینګ د لمریزې برېښنا اکثر فارمونه د بې وزلۍ له منځه وړلو د پروژو په نامه نومولي، چې کلیوال د هغوی پر بامونو له لګېدلو لمریزو تختو څخه په وړیا ډول برېښنا ترلاسه کوي.

د ۱۳۹۳ کال دولتي لارښودونو په اساس، د خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه باید د یوه پروګرام له مخې اضافي برېښنا بېرته واخلي ترڅو تر ۱۳۹۹ پورې دوه میلیونه کورنۍ له بې وزلۍ څخه وباسي.‌

د انرژۍ ملي ادارې تېر کال وویل چې د دغه شمېر له دوه برابرو څخه ډېرو له دغه پروګرام څخه ګټه واخیستله.‌

خو په هوانګ جیاو کې چې له ۳۰۰ څخه ډېرې کورنۍ ژوند کوي، یواځې په دوو بامونو باندې لمریزې شیشې لګېدلې وې، او کلیوالو وویل چې هلته د لمریزو تختو د لګولو هېڅ پروګرام نشته.‌

د هوانګ جیاو کلي اوسېدونکي پای وویل، «په مرکزي کچه، حکومت د بزګرانو لپاره ښې پالیسۍ لري.»

هغه زیاته کړه، «خو کله چې د کلیو کچې ته راځي، شیان بدلېږي. اداري فساد د خلکو لپاره د زغم وړ نه دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500