روغتیا

چین هڅه کوي نړۍ ته قناعت ورکړي چې دغه هېواد د کووېډ - ۱۹ 'قرباني' دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو کارکوونکی د زمري په ۸مه په وهان کې د کارکوونکیو له خوا د کووېډ-۱۹ په وایرس د ککړو شویو ناروغانو لپاره جوړ شوي تر ټولو لوی موقت روغتون د تاسیساتو د ویجاړولو پر وخت د چپرکټونو د چوکاټونو تر څنګ تېرېږي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو کارکوونکی د زمري په ۸مه په وهان کې د کارکوونکیو له خوا د کووېډ-۱۹ په وایرس د ککړو شویو ناروغانو لپاره جوړ شوي تر ټولو لوی موقت روغتون د تاسیساتو د ویجاړولو پر وخت د چپرکټونو د چوکاټونو تر څنګ تېرېږي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

وهان -- له څو میاشتنیو اوږدو انکارونو، دروغو، لټیو او د کروناوایرس د منشاګانو په هکله د شک او شبهې له رامنځته کولو څخه وروسته، اوس بیجینګ هڅه کوي چې خپلې د غلطو معلوماتو هڅې یوې کاملا نوې کچې ته پورته کړي او هڅه کوي ترڅو نړۍ په دې قانع کړي چې چین د کووېډ-۱۹ وبا قرباني دی.‌

دغه د تاریخ بیا لیکل، او ورپسې د هغه رول له منځه وړل چې د بیجینګ دروغو د مرګونې ناروغۍ په خپرولو کې ولوباوه، لومړی او تر ټولو مخکې په وهان کې چې د وبا لومړنی مرکز دی، پېښېږي.‌

د چین دولتي رسنۍ په چټکۍ سره مخکې لاړې، د کووېډ -۱۹ پر ضد د رژیم د بریالیتوب په هکله یې پرله پسې لیکل وکړل، او هڅه یې وکړه چې حقیقت پټ کړي.‌

په ټورنټو پوهنتون کې د وګړو د لابراتوار یوه څېړونکي لوټس رووان د تېرې میاشتې په نیمایي کې نیویارک ټایمز ته وویل، د حکومت هدف دا دی «چې خلکو ته د کروناوایس په هکله د مجموعي خاطراتو داسې یوه نسخه چې دولت تایید کړې وي، رامنځته کړي.»

یو طبي کارکوونکی د تېر کال د کب په ۲۹مه د هغې نړۍ والې مرګونې وبا په ترڅ کې چې د چین رژیم غواړي له نړۍ څخه خاورې پرې ور واړوي، په وهان کې په یوه روغتون کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو له درملنې څخه وروسته د یوې خونې له کړکۍ څخه بهر ګوري. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو طبي کارکوونکی د تېر کال د کب په ۲۹مه د هغې نړۍ والې مرګونې وبا په ترڅ کې چې د چین رژیم غواړي له نړۍ څخه خاورې پرې ور واړوي، په وهان کې په یوه روغتون کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو له درملنې څخه وروسته د یوې خونې له کړکۍ څخه بهر ګوري. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

پلي خلک د سلواغې په ۴مه د چین په وهان ښار کې د هوانان په نامه د سمندري خوړو د تړل شوي عمده پلورنځي تر څنګ تېرېږي. تر دې یو کال مخکې په دغه ښار کې بندیز ولګول شو څو د کووېډ-۱۹ د خپراوي پر ضد مجادله وکړي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

پلي خلک د سلواغې په ۴مه د چین په وهان ښار کې د هوانان په نامه د سمندري خوړو د تړل شوي عمده پلورنځي تر څنګ تېرېږي. تر دې یو کال مخکې په دغه ښار کې بندیز ولګول شو څو د کووېډ-۱۹ د خپراوي پر ضد مجادله وکړي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

په وهان کې په یوه مارکېټ کې د چرګ د غوښې د جوړو شویو ګرمو خوړو له یوه پلورنځي څخه بهر ولاړه ښځه د دې ثبوت دی چې د بیجیګ روایت اغېز کړی دی.

هغې د بي بي سي نیوز آور ته وویل، «هغه له نورو هېوادونو څخه راغی؛ چین قرباني دی.»

د هغې په ګاونډ کې د کبانو پلورونکي د هغې خبره تایید کړه.‌

هغې د هغې ادعا په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، «وایرس په وهان کې نه دی پیدا شوی. هغه له امریکا څخه راغی.»

د تېر میلادي کال په ډېره برخه کې، په داسې حال کې چې د وبا پر وړاندې د نړۍ مجادله روانه وه،‌ بیجینګ په دې کار کاوه چې د کووېډ-۱۹ وبا کیسه داسې واړوي چې د چین غټه بریا یې وښیي: ژوند په وهان کې، چې یو وخت د دغه وایرس مرکز وو، بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی او اقتصاد د غوړېدلو په لور روان دی.

نن وهان د یو کال مخکې وخت د پېریانو ښار په څېر نه دی، نایټ کلبونه او د پلورنځیو سیمې یې له ګڼې ګوڼې ډکې دي او خلکو د عامه ټرانسپورټ‌ په وسیلو او پارکونو کې پوره جمع او جوش جوړ کړی دی.

د ۲۰ کالونو په شاوخوا کې عمر لرونکي یوه بې ماسکه منډې وهونکي چې خپل نوم یې یواځې وانګ یاد کړ، ای اېف پي ته وویل، «اوس ژوند د پخوا په څېر دی.»

۷۶ کلن هوانګ ګینبین تېر کال له کووېډ-۱۹ سره د مجادلې په لړ کې ۶۷ ورځې په داسې حال کې په روغتون کې تېرې کړې چې وینه یې ګرځوله او اندېښمن وو چې د مرګ وخت یې را رسېدلی دی.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «کله چې ما د شپې سترګې پټې کړې، زه نه پوهېدم چې آیا بېرته به یې پرانیزم که نه.»

هغه د خپلو ډېرو هېوادوالو په څېر په هغو «سترو هڅو» چې د چین حکومت او خلکو د وبا په مهارولو کې وکړې، او وهان یې یوه نمونه ده، ویاړ کوي.

هوانګ وویل، «پایلو ته په کتلو سره، موږ ویلی شو چې د حکومت تګلاره صحیح وه؛ د وهان د ښاریانو همکاري صحیح وه. زه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د وبا په لیدلو سره د درد او خفګان احساس کوم.»

د سانسورونو لښکر

د وهان ښاربندۍ ته د «بریا» نوم ورکول له حقیقت نه لیرې دي، ځکه چې کووېډ-۱۹ په چټکۍ سره د چین نورو برخو ته خپره شوه او اوس هم د نړۍ خرابولو ته دوام ورکوي.‌

خو د چین مشران تقریبا نه غواړي چې خپلې غلطۍ ومني او اعتراف پرې وکړي.‌

پرځای یې، حکومت په رسمي توګه داسې تبلیغاتي روایت پر مخ وړي -- چې وهان په کې ځلوي -- او د چین غبرګون او بیارغونه په کې د «اتلوالې» په توګه یادوي.

د چین د رسنیو پروژې په نامه د هانګ کانګ پوهنتون اړوند یوه څېړنیز پروګرام منتظم ډیویډ باندورسکي وویل، «د چین غبرګون د چین د کمونست ګوند لپاره د یوې لویې بریا په توګه وښودل شو.»

هغه نیویارک ټایمز ته وویل، «د چین د مشرانو لپاره کیسه لیکل شوې ده.»

دغې ورځپاڼې راپور ورکړ چې، د دې لپاره چې په کیسه باندې نقد ونشي، حکومت په وروستیو اونیو کې د سانسور یوه ډله مؤظفه کړې چې د وهان د ناروغۍ د خپراوي په هکله هر انتقادي شی له انټرنټ څخه لیرې کړي. په ورته وخت کې له چینایي وېب سایټونو څخه د «لومړۍ کلیزه» او «افشا کوونکي» په څېر اصطلاحات هم لیرې کړای شوي دي.

نیویارک ټایمز «د هغو دولتي خبري رسنیو د ژورنالستانو له قوله چې د حکم په هکله معلومات ورکول شوي وو» راپور ورکړ چې، «د پروپاګند یوه وروستي حکم په ځانګړې توګه د ناروغۍ د خپراوي د کلیزې پوښښ منع کړی دی.»

د سلواغې په ۴مه، د وهان د ۷۶ ورځنۍ ښاربندۍ کلیزه په چین کې ډېره سرسري یاده شوه، او د دولت په تبلیغاتي رسنیو کې پرې هېڅ‌ رسمي حکومتي بیان خپور نشو.

په بیجینګ نیوز کې یوې تبصرې «متفاوت احساسات» را اخیستي وو، چې دغه سخته ښاربندي یې د نړۍ لپاره د یوې بېلګې په توګه ستایلې او د وهان قربانۍ او د وایرس د پرله پسې ګواښ ذکر یې کړی وو.‌

په تبصره کې راغلي، «موږ باید د وبا پر وړاندې د مجادلې پایلې چې په سختۍ سره مو ترلاسه کړې دي له لاسه ورنه کړو او پرې نه ږدو چې وبا بیا خوله ولګوي یا راتاوه شي.»

تبصره زیاتوي، «د وهان درناوی وکړئ. د چین د پیاوړو او نه وېرېدونکو خلکو درناوی وکړئ!»

چینایي مقامات 'ډېر نا ارام دي'

په وروستیو اونیو کې، وهان ښار ته د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) د کارپوهانو په رسېدلو سره ترڅو د کروناوایرس د منشاګانو په هکله څېړنه وکړي، د بیجینګ هڅې چټکې شوي دي .

وروسته له هغه چې چینایي رژیم د تېرې میاشتې په نیمایي کې د هغوی د ورتګ مخه ډب کړه، د ۱۳ نړۍ والو ساینس پوهانو یو ټیم د مرغومي په ۲۵مه په وهان کې ښکته شو او په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۹مه/ له ۱۴ ورځني قرنطین څخه راوځي.

په داسې حال کې چې د ډبلیو اېچ او ټیم په وهان کې دی، د ښار د کروناوایرس د مړو خپلوان وایي چینایي مقاماتو د هغوی د ټولنیزو رسنیو ګروپ حذف کړی او په هغوی باندې فشار اچوي چې غلي شي.

د ګروپ یوه غړي او د ناروغۍ د خپراوي پر وړاندې د چلند یوه ښکاره منتقد ژانګ های د چارشنبې په ورځ وویل، د وي چټ (WeChat) په نامه د ټولنیزو رسنیو په یوه پلېټ فارم جوړ شوی ګروپ چې له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ پورې کورنیو غړو له تېر کال راهیسې استعمالاوه شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې له کوم وضاحت څخه پرته ناڅاپي ډیلېټ کړای شو.

۵۱ کلن ژانګ چې پلار یې مشکوک کووېډ-۱۹ وبا په لومړیو کې مړ کړ، وویل، «دا ښیي چې چینایي مقامات ډېر تلولي او نا ارام دي. هغوی وېرېږي چې دا کورنۍ به د ډبلیو اېچ او کارپوهانو سره تماس ونیسي.»

هغه زیاته کړه، «کله چې د ډبلیو اېچ او ټیم وهان ته راورسېد، مقاماتو په زور سره دغه ګروپ ویجاړ کړ. په نتیجه کې،‌ موږ له ډېرو غړو سره تماس له لاسه ورکړ.»

یوه بل خپلوان هم د ګروپ د ویجاړېدلو پېښه تایید کړه.

د یوې بلې کورنۍ غړې چې متقاعده ده او وایي چې غټه لور یې د تېر کال د مرغومي په میاشت کې وایرس مړه کړه،‌ ای اېف پي ته وویل چې مقاماتو تېره اونۍ هغه ور غوښتې وه او خبرداری یې ورکړ چې «له رسنیو سره خبرې ونه کړي او نه فرصت ورکړي چې نور ترې استفاده وکړي».

هغې د نوم پټ ساتلو په غوښتنې سره زیاته کړه، مقامات تېره سې شنبه د هغې کور ته ورغلل «او هماغه زړه خبره یې تکرار کړه او ماته یې ۵۰۰۰ چینایي یوان [۷۷۵ ډالر] «د تسلیت تادیات» په نامه راکړل.»

رسمي مخنیوی

د مړو خپلوان د وهان او د هوبي ولایت په حکومتي چارواکو باندې تور لګوي چې هغوی اجازه ورکړه چې کووېډ-۱۹ له کنټرول څخه وځي. هغوی وایي، مقاماتو په پیل کې چې ناروغي د ۱۳۹۸ د لیندۍ په میاشت کې په ښار کې رامنځته شوه، هڅه کوله چې پټه یې کړي، بیا په دې کې ناکام شول چې خلک خبر کړي او وروسته یې په غبرګون ښودلو کې اشتباه وکړه.‌

د چین د رسمي ارقامو په اساس، کووېډ-۱۹ په وهان کې شاوخوا ۳۹۰۰ کسان ووژل چې په چین کې د وژل شویو ۴۶۳۶ کسانو ډېره برخه جوړوي.‌

د مړو ډېر خپلوان په دغو شمېرو باندې باور نه کوي او وایي چې د ناروغۍ د خپرېدا په لومړیو ورځو کې له ټېسټ څخه د وېرې له امله ښایي ډېر خلک پرته له دې چې ناروغي په کې تایید شي مړه شوي وي.‌

تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې له دوه میلیونو څخه ډېر کسان مړه شوي دي.

د چین رژیم هڅه کړې چې له خپل سر نه د دغو انساني او اقتصادي زیانونو مسؤلیت لیرې کړي، او له ثبوت نه پرته ادعا کوي چې هغه بل چېرې رامنځته شوې ده.

د چین کمونست ګوند هر هغه څه چې د هغوی حکومتولي کمزورې ښیي، پټوي، او د دغې ناروغۍ لومړۍ ورځې نن په چین کې له ډېرو حساسو موضوعاتو څخه ګڼل کیږي.

داسې باور کیږي چې دغه وایرس له شوپرکانو څخه رامنځته شوی او په پيل کې په وهان کې د خامې غوښې له یوه مارکېټ څخه چې د وحشي حیواناتو غوښه یې د خوراکي توکو په توګه خرڅوله، خپور شوی دی.‌

بل څه معلوم نه دي،‌ او د بیجینګ له خوا د پټ ساتنې، غلطو معلوماتو او ځنډونو د تاریخچې په پام کې نیولو سره دا معلومه نه ده چې د ډبلیو اېچ او ټیم به څومره وکولی شي چې نور څه را څرکند کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وایرس نه یوازې د چین بلکې د نړۍ د ډېرو نورو هېوادونو لپاره هم چې چندان د کووېډ-۱۹ قرباني شوي نه وو، یوه ښه بهانه شوه. د نړۍ ډېر هېوادونه اوس هم په قرنطین کې دي، په داسې حال کې چې هیڅوک هم اوس قرنطین نه مراعتوي. دغه راز، چین د کرونا د طبي تجهیزاتو له درکه ډېرې پیسې وګټلې، او د افغانستان په څېر ځینو غریبو هېوادونو د نړۍ له هېوادونو څخه مرستې ترلاسه کړې چې غریبو او محتاجو خلکو ته یې ور ووېشي، لاکن حکومتي چارواکو غلا کړلې.

ځواب ورکړئ