روغتیا

نړۍ وال څېړونکي وهان ته ورسېدل، خو څه شواهد به ومومي؟‌

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو بس چې د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ) د ټیم غړي په کې ناست دي د وهان هوایي ډګر څخه وځي. دغه ټیم د مرغومي په ۲۵مه هلته ته ورسېد چې د کووېډ-۱۹ وبا د منشاګانو په هکله څېړنې وکړي.

یو بس چې د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ) د ټیم غړي په کې ناست دي د وهان هوایي ډګر څخه وځي. دغه ټیم د مرغومي په ۲۵مه هلته ته ورسېد چې د کووېډ-۱۹ وبا د منشاګانو په هکله څېړنې وکړي.

وهان، چین -- له ډېر ځنډ او سیاسي مشاجرې څخه وروسته، د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) د شنونکو یو ټیم بالاخره د چین وهان ښار ته ورسېد چې د کرونا وایرس د منشاګانو په هکله د هغه له سر راپورته کولو څخه له یو کال ډېر وروسته څېړنه وکړي.

د ۱۳ساینس پوهانو دغه نړۍ وال ټیم د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۵مه/ د خپل ماموریت د ترسره کولو لپاره په چین کې ښکته شو. چینایي چارواکو د خطرناکو موادو په مخنیوونکو یا هزمت جامو کې له هغوی سره وکتل او په ور رسېدلو سره یې د مالوچو په ډکو د هغوی د ستوني سمپلونه واخیستل، بیا یې یوه هوټل ته بوتلل چې د خپل کار له پيلولو څخه مخکې هلته دوه اونۍ قرنطین تېر کړي.‌

ځینې خلک په دې اختلاف لري چې هغه وایرس چې نړۍ یې په ګونډو کړه اصلا په ۱۳۹۸ کې د وهان د خامې غوښې له یوه مارکېټ څخه، چې د آسمان څکالو په ګډون وحشي ژوي په کې د خوړو په توګه خرڅول کیږي، سر راپورته کړی وو.

له هغه وخت راهیسې دغه وبا ګردې نړۍ ته خپره شوه چې تر اوسه پورې یې تقریبا دوه میلیونه خلک وژلي، په لسګونو میلیونه نور یې ککړ کړي او د نړۍ اقتصاد ته یې زیانونه ور رسولي دي.

امنیتي ساتونکي د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۲۵مه په وهان کې د هوانان د سمندري خوړو د تړل شوي عمده پلورنځي مخې ته ولاړ دي. په دې ورځ چین په لومړي ځل په دغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ له امله لومړنۍ مړینه تایید کړه. [نویل سیلیز/ای اېف پي]

امنیتي ساتونکي د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۲۵مه په وهان کې د هوانان د سمندري خوړو د تړل شوي عمده پلورنځي مخې ته ولاړ دي. په دې ورځ چین په لومړي ځل په دغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ له امله لومړنۍ مړینه تایید کړه. [نویل سیلیز/ای اېف پي]

پلي خلک د مرغومي په ۱۲مه د چین د هوبي ولایت په وهان ښار کې د یوه لوی پلورنځي په اوږدو کې روان دي. [نویل سیلیز/ای اېف پي]

پلي خلک د مرغومي په ۱۲مه د چین د هوبي ولایت په وهان ښار کې د یوه لوی پلورنځي په اوږدو کې روان دي. [نویل سیلیز/ای اېف پي]

ډبلیو اېچ او وایي، په راتلونکي کې د داسې نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره په کار ده چې له حیواناتو څخه انسانانو ته د وایرس د تګ لاره وموندل شي.

خو سره له دې چې د چین رژیم د خپل مسؤلیت په هکله د څو میاشتو په مخه سخت مذاکرات ترسره کړل، د روانې میاشتې په نیمایي کې یې د دغه ټیم د ورتګ مخه ونیوله -- چې دا د وایرس د منشا د کیسې، چې د هیوادونو تر منځ د متقابلو تورونو، ګومان او انکارونو سبب شوې ده، د سیاسي حساسیت یوه نښه ده.

د ۱۳۹۸ کال په وروستیو کې، چینایي چارواکو چې پوهېدل یوه مرګونې ناروغي په خپرېدلو ده، تقریبا تر یوې اونۍ پورې هېڅ ونه ویل، اجازه یې ورکړه څو وایرس په وهان کې اغېز وکړي او نړۍ ته خپور شي، او د ناروغۍ شواهد یې په قصدي توګه له منځه وېوړل.

په پیل کې، د وهان چارواکو هڅه وکړه چې د ناروغۍ خپراوی پټ کړي او وروسته یې څو قېمتي اونۍ له دې څخه په انکار تېرې کړې چې له انسان څخه انسان ته نه لیږدیږي.

په سر کې، چینایي چارواکو په صراحت سره اعلان وکړ چې ناروغي په وهان کې د هوانان په نامه د سمندري خوړو مارکېټ څخه خپره شوې ده، خو د ۱۳۹۸ په مرغومي کې د چین معلوماتو وښودله چې ډېرو لومړیو پېښو له یاد مارکېټ سره چې اوس ویجاړ شوی دی هېڅ ښکاره ارتباط نه درلود او داسې یې ښودله چې سرچینه په بل ځای کې ده.‌

د چین کیسې د وري په میاشت کې هغه وخت بیا تغیر وکړ چې د چین د ناروغیو د کنټرول جګپوړي چارواکي ګاو فو وویل چې مارکېټ سرچینه نه وه، بلکې یو «قرباني» وو او داسې ځای وو چې دغه مکروب په کې تکثیر وکړ.

خو له هغه وخت راهیسې چین نه دی توانېدلی چې په ښکاره څه صحیح معلومات وړاندې کړي، د حیواني او محیطي نمونو په هکله چې له بازار څخه اخیستل شوي وي لږ معلومات هم وړاندې کړي څو له څېړونکو سره مرسته وکړي.

په دې توګه، رژیم د بهرنیو کارپوهانو لاس لنډ کړی دی.

د روایت د بدلولو هڅې

د بحران له پیل راهیسې، بیجینګ ډېره هڅه کوله چې د توطیې تیوریو ته د ودې ورکولو له لارې په کروناوایرس وبا کې د خپل رول په هکله د انتقاد ګوته له ځان نه لیرې کړي، او په خبرونو او ټولنیزو رسنیو کې د وایرس په هکله په ښکاره د غلطو معلوماتو په خپرولو لاس په لستوڼي نیول شوی دی.

د دغو هڅو د برخې په توګه، د چین رژیم د وبا په خپرولو کې د هغه له رول لرلو، او په بحران کې یې د رول له پټولو سره سره، د کووېډ - ۱۹ د وبا پر ضد مبارزه کې په فعاله توګه د خپلې «اتلولۍ» په روایت باندې ټینګار کوي.

بیجینګ د ناروغۍ په ترڅ کې هڅه کړې ده چې خپل نرم قوت زیات کړي، مخ پر ودې هېوادونو سره یې ژمنه کړې چې خپل واکسین به هغوی ته ورکړي او په دې توګه یې «د واکسین دپلوماسۍ» ته مخه کړې ده.

دولتي رسنیو هڅه کوله نړۍ ته وښیي چې دغه هېواد د کروناوایرس له وبا څخه راوتلی دی، خو د ډبلیو اېچ او کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د چین رژیم د وایرس د نویو غونچو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار کیږي.‌

د چین په شمال کې له ۲۰ میلیونو څخه په ډېرو خلکو باندې محدودیتونه لګول شوي او په یوه ولایت کې عاجل حالت اعلان شوی دی، ځکه چې دغه هېواد د مرغومي په ۲۵مه په ۸ میاشتو کې په لومړي ځل د کووېډ-۱۹ په سبب د مړینې راپور ورکړ.

په عین ورځ، د چین د روغتیا ملي کمېسیون راپور ورکړ چې ۱۳۸ کسان نور په وایرس ککړ شوي دي. دا د روان کال د وري میاشتې راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

بیجینګ غواړي چې په راروانه قمري میاشت کې د نوي کال له مېلې څخه مخکې چې په سلګونو میلیونه مسافر به په هېواد کې له یوه ځای څخه بل ته سفرونه کوي، د وایرس ځایي غونچې یا کلسترونه له منځه وېسي.

ډبلیو اېچ او هڅه کوي ځوابونه ترلاسه کړي

چین هغې ارزونې ته چمتووالی نیسي چې د ډبلیو اېچ او ساینس پوهان به یې د وایرس په هکله د هغه د روایت په وړاندې کوي.‌

بیجینګ په دې نظر دی چې وبا د هغه له سرحدونو څخه بهر پیل شوې ده، او غوره بولي‌ چې د عامې روغتیا د دغه بحران په نسبتا چټک کنټرول باندې تمرکز وشي.

مثلا، د پیپلز ډیلي په نامه دولتي ورځپاڼې د لړم په نیمایي کې د فیسبوک په یوه پوسټ کې ولیکل، «ټول موجود شواهد ښیي چې کروناوایرس د منځني چین په وهان کې نه دی پیل شوی.»

همدارنګه د لړم په میاشت کې، بیجینګ په چټکۍ سره د یوه ایټالوي طبي ژورنال یوه څېړنه په خپله ګټه واړوله چې لیکلي یې وو کروناوایرس ان د ۱۳۹۸ د وږي په میاشت کې په ایټالیا کې موجود وو، د څېړنې د نتایجو مهم جزیات یې لیرې کړل او د ناروغۍ د خپراوي د منشأګانو په هکله یې له سطحي معلوماتو څخه په استفادې سره شکونه راپورته کړل.

حقیقت دا دی چې ټول شواهد د چین وهان ښار د دغه نړۍ وال بحران د مرکز په توګه په ګوته کوي، له همدې امله د ډبلیو اېچ او ټیم لېوال دی چې خپله څېړنه له هغه ځای څخه پیل کړي.

ډبلیو اېچ او ډېره هڅه کوي چې د خپل ماموریت په ترڅ کې له سیاست څخه لیرې واوسي.

د ډبلیو اېچ او د ټیم مشر پیتر بین ایمباریک خبرداری ورکړ چې، «دې ته ډېر اوږد مزل پاتې دی چې موږ پوره پوه شو چې څه شوي دي.»

هغه وویل، د دوو اونیو په مخه له اوږده جبري قرنطین څخه وروسته به ټیم «وکولی شي چې شاوخوا وګرځي او موږ له خپلو چینایي شریکانو سره مخامخ وګورو او هغو بېلابېلو برخو ته لاړ شو چې موږ به وغواړو ویې ګورو.»

ایمباریک وویل، «زه فکر نه کوم چې موږ به له دې لومړني ماموریت څخه وروسته روښانه ځوابونه ترلاسه کړو، خو پیل به یې وي.»

نوموړي وویل، «په پام کې ده چې یو شمېر څېړنې، چې وار له مخه طرحه شوې وې او پرېکړه شوې وه چې څو میاشتې مخکې ترسره شي او موږ ته د هغه څه په هکله چې پېښ شوي دي ښه معلومات راکړي، پرمخ بوځو.»

پټول او شکونه

په دې هم شک دی چې یو کال وروسته به اوس ساینس پوهانو ته د څه د لیدلو اجازه ورکړل شي یا هغوی به څه تمه ولري چې څه به ومومي. شنونکي وایي،‌ ښایي مقاماتو وار له مخه له ډاره مهم شواهد ویجاړ کړي یا له منځه وړي وي.

د یوې نړۍ والې غیرحکومتي موسسې ایکوهیلت الاینس، چې د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې کار کوي، رییس پیتر داسزاک وویل، «هره نارغي په عین ډول ترسره کیږي، ګډوډي رامنځته کوي او سم مخنیوی یې نه کیږي.»

هغه وویل، «په پیل کې هغوی د حیواناتو څېړنې په صحیح طریقه ترسره نه کړې.»

سزاک وویل، «په ځینې برخو کې هغوی هر څه سپین ویل خو په ځینې برخو کې یې خبره پټوله.»

د چین له خوا د پټولو سببونه څرګند نه دي، خو واکمن کمونست ګوند له سیاسي پلوه د ویجاړوونکیو معلوماتو د له منځه وړلو تاریخ لري.

د هغو داخلي خبرلوڅانو او خبریالانو چې د وایرس د لومړیو وېروونکیو اونیو په هکله یې په انټرنټ معلومات خپاره کړي وو له هغه وخت راهیسې یا خولې بندې کړای شوي یا په زندانونو کې اچول شوي دي.

د جورج ټاون پوهنتون یوه ایپيډیمیولوجست ډانیل لوسي چې په نړۍ کې د ناروغیو خپراوی له نږدې څخه تعقیبوي، وویل، ښایي بیجینګ غواړي چې په داخلي سطحه د شرم یا په نړۍ واله سطحه د «بې حیثیتۍ» د پټولو لپاره په خپلو نظارتي او څېړنیزو خلاوو باندې پرده واچوي.

هغه وویل، ښایي مسئله د وهان مارکېټ کې نه وي، او زیاته یې کړه چې وایرس وار له مخه د ۱۳۹۸په لیندۍ میاشت کې په وهان کې په چټکۍ سره په خپرېدلو وو، او دا څرګندوي چې هغه وار له مخه په جریان کې وو.

ځکه ښایي د یوه وایرس لپاره میاشتې یا ان کالونه وخت ونیسي چې داسې اړتیا وړ تغیرات وکړي چې په انسانانو کې په لوړه کچه ساري شي.

د لیندۍ په میاشت کې چین دا شک زیات کړ او ویې ویل چې ښایي د کروناوایرس د هغو پېښو چې په وهان کې موجودې وې شمېر له هغه شمېر څخه چې هغه وخت رسمي ارقامو وښود ۱۰ برابره ډېر زیات وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کرونا وایرس او د چین د ووهان خبرونه واقعاً لوستونکی ستړی کوي. یو کال کیږي چې وایرس، قرنطین او د چین ووهان یادیږي. دا ډېرستړي کوونکي شوي دي. د نړۍ هېوادونو هر څه وکړل چې محدودیتونه ولګوي، خو وایرس یې کنټرول نه کړای شو. که څه هم چې د افغانستان خلکو هېڅ بندیز مراعت نه کړ، لاکن لږ شمېر خلک په کې په وایرس ککړ او مړه شول. زه فکر کوم چې ډېر هغه کسان چې مړه شوي دي د کرونا له امله نه دي مړه شوي، بلکې د کرونا له وېرې مړه شوي دي.‌ کرونا وایرس باید واخیستل شي او مونږ باید ترې ونه ډار شو. هغه د عادي زکام په څېر دی. وېره اوعصبانیت انسان له منځه وړي. مونږ باید وارخطا نشو.

ځواب ورکړئ

لنډه دا چې چینایان ډېر ناولي خلک دي. یو له دې امله چې مرض یې د نړۍ ته خپور کړ او بل په دې چې نړۍ وال له د وبا په ویر اخته ول خو چینایانو له کوویډ-۱۹ وبا نه د خلاصون په نامه خوشحالۍ جوړې کړې. د اخلاقو تقاضا دا وه چې دوی له نورې نړۍ سره مرستې کړې وای او په خفګان یې ورسره اوښکې تویې کړې وای نه داسې چې ګډاګانې او خوشحالۍ وکړي.

ځواب ورکړئ