روغتیا

نړۍ د روسیې او چین له خوا د کووېډ-۱۹ په هکله غلطو معلوماتو ته په ډېرېدونکي ډول محتاطه ده

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي راپور

یو کارکوونکی د وري په ۱۵مه په طرابلس کې د لیبیا د روغتیا وزارت دننه په یخچالونو کې له ذخیره کولو څخه مخکې د روسي سپوتنیک V واکسینونو بکسونه لېږدوي. [محمود تورکیه/ای اېف پي]

یو کارکوونکی د وري په ۱۵مه په طرابلس کې د لیبیا د روغتیا وزارت دننه په یخچالونو کې له ذخیره کولو څخه مخکې د روسي سپوتنیک V واکسینونو بکسونه لېږدوي. [محمود تورکیه/ای اېف پي]

بروکسل -- شنونکي وایي، روسیه او چین د ټولو لپاره د ښه حالت د رامنځته کولو په مقصد په نړۍ واله کچه د کروناوایرس وبا د کنټرولولو پرځای، هڅه کوي چې د غلطو معلوماتو او دروغو د خپرولو له لارې په یوه جیوپولیتیکي لوبه کې نومرې ترلاسه کړي.

اروپایي اتحادیې د غوایي په ۸مه وویل، مسکو او بیجینګ «د دولت په ملاتړ د غلطو معلوماتو» داسې کمپاینونه زیات کړي چې د کووېډ-۱۹ پر ضد په لوېدیځ کې د جوړو شویو واکسینونو نوم بدوي، په داسې حال کې چې د خپل واکسین په ګټه تبلیغات کوي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو ادارې (اي اي ای اېس) په یوه راپور کې راغلي، «دغه تش په نامه د واکسین دپلوماسي ۱۰۰ د صفر په مقابل کې لوبې په لوبولو پسې رامنځته شوه او هدف یې دا دی چې په لوېدیځ کې جوړو شویو واکسینونو، د اروپایي اتحادیې په انسټیټیوټو او د لوېدیځ/اروپا د واکسیناسیون په ستراتیژیو باندې باور کم کړي.»

راپور وایي، د مرغومي میاشتې راهیسې، روسي رسنیو، مقاماتو او دولتي شرکتونو لاسونه سره یو کړي او هڅه کوي چې د سپوتنیک V لپاره تبلیغ وکړي، او د دښمنۍ د ژبې په کارولو سره په اروپایي اتحادیه باندې د روسي واکسین د «تخریب» تور لګوي.

د طبي عملیې یو غړی د غوایي په ۸مه د چین په وهان ښار کې په یوه پوهنتون کې یوه محصل ته د کووېډ-۱۹ واکسین یو دوز چمتو کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د طبي عملیې یو غړی د غوایي په ۸مه د چین په وهان ښار کې په یوه پوهنتون کې یوه محصل ته د کووېډ-۱۹ واکسین یو دوز چمتو کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د چین ولسمشر شي جین پینګ (چپ) او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۹ د نومبر په ۱۴مه د برازیل په پلازمېنه برازیلیا کې د برېکس (BRICS) د غونډې په ترڅ کې په یوه کتنه کې برخه اخیستنې ده. [پاول ګولوفکین/پول/ای اېف پي]

د چین ولسمشر شي جین پینګ (چپ) او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۹ د نومبر په ۱۴مه د برازیل په پلازمېنه برازیلیا کې د برېکس (BRICS) د غونډې په ترڅ کې په یوه کتنه کې برخه اخیستنې ده. [پاول ګولوفکین/پول/ای اېف پي]

راپور زیاتوي، «د رسمي سپوتنیک V ټوېټر اکاونټ په ګډون، د کریملین پلوي رسنیو هڅه کړې چې د اروپا د درملو اداره (EMA) باندې د خلکو باور کم کړي او د هغې د کړنلارو او سیاسي بې طرفۍ په هکله شکونه راپورته کړي.»

راپور وایي، د دولت تر ملاتړ لاندې رسنیو هڅه وکړه چې د روسي سپوتنیک V واکسین له خوا د بازارموندنې د تایید د غوښتنې په برخه کې ګډوډي رامنځته کړي او په دې توګه یې هڅه کوله وښیي چې دغې ادارې قصدا اجازه نه ورکوله.

راپور زیاتوي، «دغه راز، د کریملېن پلوي رسنیو د اروپا د درملو اداره او په ټوله کې په اروپایي اتحادیه باندې تور لګولی چې د روسیې له خوا جوړ شوي واکسین پر وړاندې سیاسي چلند کوي.»

د ایستونیا د بهرنیو استخباراتو ادارې د کب د میاشتې په یوه راپور کې وویل، روسیه له وبا څخه د جیوپولیتیکې پیاوړتیا لپاره کار اخلي.

یادې ادارې وویل، «کریملېن په دې باور ده چې دغه وبا به دوه تمایلات چټک کړي، چې روسیه پخپله په دې کار کوي څو په نړۍ والو اړیکو کې د څو قطبي توب په لور یوه لېږد ته وده ورکړي او بل دا چې په نړۍ وال سټېج باندې د لوېدیځ نفوذ کم کړي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تمه لري چې «نړۍ واله وبا، لوېدیځ دې ته مجبور کړي چې په خپله کورنۍ پالیسۍ او اقتصادي ستونزو باندې تمرکز وکړي، ولسي او افراطي خوځښتونه راپورته کړي، او بالاخره به د لوېدیځو ټولنو د ارزښتونو په اساس بنسټیز یووالی کمزوری کړي.»

دغه اداره زیاتوي،‌ «روسیه دې ته چمتو ده چې د دغو تمایلاتو د هڅونې د اور په لمبو باندې د سون توکي ورزیات کړي.»

د کیفیت د کنټرول ستونزې

کریملېن د خپلو انحرافي هڅو په لړ کې وتوانېد چې د کووېډ-۱۹ پر ضد یو مؤثر واکسین جوړ کړي.

د روسیې رژیم د يوه پراخ کمپاین له لارې د سپوتنیک V واکسین په ګټه تبلیغات وکړل، او په ورته وخت کې یې په لوېدیځ کې د جوړو شویو واکسینونو پر ضد کمپاینونه پرمخ بوتلل.

خو د روغتیایي چارو نړۍ وال شنونکي وایي، د «لومړي» مقام ګټلو لپاره د سیالۍ چټکه منډه یې د کیفیت د خرابي په قېمت تمامه شوه.

تېره اونۍ د برازیل د درملو تنظیموونکې ادارې (انویسا) له دې امله چې په ازمویل شویو کڅوړو کې د عام زکام د رامنځته کوونکي وایرس یوه ژوندۍ بڼه موجوده وه، پرېکړه وکړه چې د سپوتنیک V واردات ودروي.

د غوایي په ۶مه، دغې ادارې د هېواد په شمال ختیځ کې د ګڼ شمېر ایالتونو یوه غوښتنه چې د سپوتنیک V واکسین له ۳۰ میلیونو څخه ډېر نور دوزونه وارد کړي، رد کړه.

دا مسئله د «اډینووایرس ویکټور» په چاپېر ورڅرخي -- دا یو داسې وایرس دی چې معمولا د کمزورې تنفسي ناروغۍ سبب ګرځي لاکن په واکسینونو کې په جینتیکي ډول داسې اصلاح شوی چې تکثر ونه کړي او د انساني حجرو لپاره د ډي اېن ای داسې هدایات ولېږدوي چې د کروناوایرس سپایک پروټین ته وده ورکړي.

دا پروسه په خپل وار سره د انسان د بدن سیستم داسې روزي چې که هغه له حقیقي کروناوایرس سره مخامخ کیږي چې ورته چمتو واوسي.

انټرنټ ته د پورته شوې یوې سلایډشو په اساس، په انویسا کې ساینس پوهانو وویل چې هغوی د پیاوړي کوونکي واکسین نمونې وازمویلې او ویې موندل چې هغه «د تکثر وړتیا لرله» -- یعنې یو ځل چې بدن ته ننوځي، ادینووایرس کولی شي چې څو برابره کېدلو ته دوام ورکړي.

په کاناډا کې د واکسین او انتاني ناروغیو موسسه کې یوې څېړونکې ساینس پوهې او وایرولوجستې ډاکترې انګیلا راسموسین ای اېف پي ته وویل، دغه موندنه «د جوړونې د پروسو د بشپړتیا په هکله پوښتنې راپورته کوی» او کېدی شي په هغو انسانانو کې چې د معافیت سیستمونه یې کمزوري وي د خوندیتوب ستونزه رامنځته کړي.

یو بل شی چې معلوم نه دی دا دی چې آیا د جوړونې ستونزه چې د ادینووایرس ویکټور ته د تکثر وړتیا ورکوي د سپایک پروټین لپاره د ډي اېن ای کوډ هم ماتوي -- او زرق د کروناوایرس د یوه واکسین په توګه غیرمؤثر ګرځوي.

د روسیې ګمالیه انسټیټیوټ چې دغه واکسین یې جوړ کړی دی، له دغو راپورونو څخه انکار وکړ.

خو دا لومړی ځل نه دی چې داسې یوه ستونزه رامنځته شوې ده.‌

د وري په میاشت کې، سلواکیا هم وویل چې هغه د سپوتنیک V واکسینونو چې هغوی وارد کړي دي د ترکیب په هکله اندېښنه لري او ویې ویل چې دغه واکسینونه هغو نمونو ته ورته نه وو چې په کلینیکي څېړنو کې کارول کېدل.

امریکایي کیمیاپوه ډیریک لووي د ساینس مجلې لپاره په یوه بلاګ پوسټ کې ولیکل، «دا شی د جوړونې او د کیفیت د کنټرول ټوله پروسه تر پوښتنې لاندې راولي، او زه پوهېږم چې ولې د برازیل مقامات اندېښنه لري.»

هغه وویل، د سپوتنیک V د جوړونکیو غبرګون غیرمسؤلانه وو.‌

د دې پرځای چې د شفافیت په برخه کې اندېښنې ځواب کړي او د حل لارې په موندلو باندې کار وکړي، کریملېن د انکار او د ملامتیا د غورځولو موقف غوره کوي.

چین مخ پر ودې هېوادونه په نښه کوي

د اروپایي اتحادیې راپور وویل، په ورته وخت کې بیجینګ د خپلو واکسینونو په هکله داسې تبلیغ کوي چې «د مخ پر ودې هېوادونو لپاره ډېر مناسب دي» په داسې حال کې چې د لوېدیځ جوړ واکسینونو د خوندیتوب او حتی د کروناوایرس د منشاګانو په هکله «بې لارې کوونکې خبرې کوي».‌

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د کب په نیمایي کې وویل چې چین خپل د کووېډ-۱۹ واکسینونه ۲۷ هېوادونو ته صادروي او ۵۳ اړمنو هېوادونو ته وړیا «د واکسین مرسته» ورکوي.

خو د چین د څلورو واړو په مشروط ډول تایید شویو واکسینونو خپرې شوې د مؤثریت درجې د فایزر - بایو اېن ټیک او موډرنا او حتی د سپوتنیک V د سیالو واکسینونو په پرتله ټیټې دي.

محلي رسنیو راپور ورکړ چې د وري په میاشت کې د چین د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز رییس ګاو فو اعتراف وکړ چې دغه اداره «په دې غور کوي چې څنګه دا ستونزه هواره کړي چې د موجودو واکسینونو مؤثریت لوړ نه دی.»

د بي بي سي د راپور له مخې هغه وویل چې د سینوواک او سینوفارم په ګډون د موجودو واکسینونو «د خوندیتوب درجې ډېرې لوړې نه دي».‌

د کووېډ-۱۹ واکسینونو جوړونه یوه له هغو لارو څخه ده چې بیجینګ هڅه کړې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د خپراوي غیرمسؤلانه چاره او تر هغه وروسته د غلطو معلوماتو کمپاینونه پرې پټ کړي.

د بیجینګ له خوا د کووېډ-۱۹ د ازموینې د جعلي کیټونو او عیبي وینټیلیټرونو او د جعلي ماسکونو او د ځاني خوندیتابه د نورو تجهیزاتو صادرات یو بل بد زېری دی.

په پاکستان کې د روغتیایي پاملرنې ډېر کارکوونکي وایي چې هغوی د چینایي واکسینونو د مؤثریت او خوندیتوب په هکله شکونه لري.‌

د وري په میاشت کې د ګالوپ پاکستان او د پاکستان اسلامي طبي ټولنې له خوا د ترسره شوې یوې سروې په اساس، په دغه هېواد کې د ټولو روغتیایي کارکوونکیو نیمایي د سینوفارم واکسین په هکله اندېښنې لرلې او دا یې غوره بلله چې د استرازینیکا یا فایزر واکسینونه ورکړل شي.

په کراچۍ کې د نرسانو د ټولنې یوه مشر جاوېد حسین وویل، «د روغتیایي پاملرنې د کارکوونکیو په منځ کې د کووېډ-۱۹ د یوه واکسین د لګولو په هکله تردد نشته. که څه تردد وي هغه د چینایي واکسین د مؤثریت او خوندیتوب په هکله دی.»

په پېښور کې د سلمان افریدي په نامه یوه نرس وویل، «د پاکستان د روغتیایي پاملرنې د کارکوونکیو په منځ کې داسې یو عام ذهنیت موجود دی چې چین د پاکستان حکومت ته د واکسینونو په ډالۍ کولو سره په هغوی باندې د ټیټ کیفیت لرونکي د کووېډ واکسینونه ازمویل.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین او روسیه د نړۍ پر مخ تر ټولو غټ شیطانان دي. هغوی هره ورځ داسې توطیې او پلانونه جوړوي چې نړۍ په مصیبت اخته کړي. د چین او روسیې ترڅنګ، اسراییل او ایران هم د نړۍ لپاره غټ خطرونه ګڼل کیږي.‌ چین، روسیه او ایران به په راتلونکي کې یو خطرناک مثلث جوړ کړي چې نه یوازې د اسیا او اروپا بلکې د امریکا لپاره به هم خطرناک وي.

ځواب ورکړئ

چین باید د نړۍ ټولو هېوادونو ته واکسین په وړیا توګه ورکړي، ځکه چې دغه هېواد د کووېډ-۱۹ وایرس د خپرېدلو اصلي سبب دی. د کرونا واکسین په ورکولو سربېره، هغه باید د نړۍ له ټولو خلکو څخه بخښنه وغواړي، ځکه چې دغو خلکو د چین د غفلت او بې پروایۍ له امله د وایرس په وسیله ژوند له لاسه ورکړ. که چین دغه وایرس په وخت سره کنټرول کړی وای او نوروهېوادونو ته یې د خپرېدلو مخه نیولې وای، په نړۍ کې به یې دومره ډېر خلک نه وای وژلي او د نړۍ هېوادونو ته به دومره ډېرمالي زیانونه نه وای ور رسېدلي. چین باید له قانوني پلوه تعقیب شي چې د نورو هېوادونو لپاره د عبرت درس وګرځي او په راتلونکي کې داسې غفلت ونه کړي.‌

ځواب ورکړئ