روغتیا

چین نږدې یو میلیون خلکو ته د کووېډ-۱۹ نه تایید شوی واکسین زرق کړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو عکس د لړم په ۲۷مه د کووېډ-۱۹ واکسین په سټېکرونو پوښلي امپولونه او سیرینجونه د چین د بیرغ مخې ته ښیي. [جسټېن تالیس/ای اېف پي]

یو عکس د لړم په ۲۷مه د کووېډ-۱۹ واکسین په سټېکرونو پوښلي امپولونه او سیرینجونه د چین د بیرغ مخې ته ښیي. [جسټېن تالیس/ای اېف پي]

بیجینګ -- چینایي سینوفارم شرکت په روانه اونۍ کې وویل، نږدې یو میلیون خلکو ته د یادې کمپنۍ له خوا جوړ شوي د کروناوایرس ضد ازمېښتي واکسینونه تزریق شوي دي، البته، هغه تر اوسه پورې د اغېز کوم ښکاره کلینیکي شواهد نه دي وړاندې کړي.

د دغه شرکت ډېرې ازموینې د متحده عرب اماراتو، بحرین، مصر، پاکستان، اردن، پیرو او ارجنټاین په ګډون بهرنیو هېوادونو کې ترسره کیږي.

د سینوفارم رییس په یوه مرکه کې چې د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲۸مه/ بیا خپره شوه، وویل، تر اوسه پورې نږدې یو میلیون خلکو د عاجل استعمال لپاره د هغوی واکسین اخیستی دی، خو دقیق شمېر یې وړاندې نه کړ.

لیو جینګ ژین په خپلو خبرو کې چې د هغه د دولتي شرکت له خوا بیا خپرې شوې، وویل، «موږ د سخت مضر عکس العمل کوم ځانګړی راپور نه دی ترلاسه کړی، او یواځې څو کسانو ځینې معتدلې نښې وښودلې.»

دغه شرکت ادعا کوي چې د واکسین په جوړولو کې «له ټولو اړخونو په نړۍ کې مخکښه ده»، خو بیا یې هم د روانو ازمېښتي چارو په هکله کلینیکي شواهد وړاندې نه کړل.

د هغه پرځای یې «د ساختماني چارو کارکوونکو، دپلوماتانو او محصلینو» په ګډون د اشخاصو د تجربو په نقل قول باندې استناد وکړ چې واکسین ورته تطبیق شوی دی او له واکسین کولو څخه وروسته یې ۱۵۰ هېوادونو ته سفرونه کړي خو په وایرس ککړ شوي نه دي.‌

ډېر هغه کسان چې په چین کې واکسین ورته تطبیق شوی دی د درمل جوړونکیو په ازمېښتونو کې رسمي برخه وال نه دي او ویل کیږي چې دا کار یې په داوطلبانه توګه کړی دی، لاکن کتونکي وایي چې د هغې سیالۍ په ترڅ کې چې چین غواړي لومړنی هېواد شي چې د کووېډ-۱۹ لپاره یې یو تایید شوی واکسین جوړ کړی وي، بیجینګ خپل وګړي تشویقوي -- یا یې مجبوروي -- ترڅو دغه واکسین واخلي.

د لوېدیځ د بریالیتوبونو پر وړاندې غبرګون

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د خپل هېواد د سپوتنیک - ۵ تجربوي واکسین د مشهورولو په څېر، د چین د رژیم له خوا وروستي اعلانونه داسې ښکاري چې د لویدیځ جوړ واکسینونو د لوړ تاثیر د کچې په هکله د خبرونو پر وړاندې عکس العمل وي.

فایزر او بایو اېن ټېک د لړم په ۲۸مه اعلان وکړ چې د هغوی د کووېډ-۱۹ واکسین یوې بشپړې څېړنې وښودله چې هغه ۹۵٪ اغېزمن دی.

تر هغه دوه ورځې مخکې، امریکایي بایو ټکنالوجۍ شرکت موډېرنا چې د متحده ایالاتو د روغتیا ملي انسټیټیوټ سره یوځای یې د کووېډ-۱۹ واکسین جوړ کړی دی، وویل، لومړنیو نتایجو وښودله چې د هغوی واکسین ۹۴.۵٪ اغېزمن دی.

د کووېډ-۱۹ د واکسین جوړول یوه له هغو لارو څخه ده چې بیجینګ هڅه کړې چې د کووېد - ۱۹ د خپراوي په هکله د هغه غیرمسؤلانه چلند او له هغه وروسته د غلطو معلوماتو هغه کمپاینونه پرې پټ کړي چې غوښتل یې له دې امله رامنځته شوې ملامتیا له ځان نه لیرې کړي او د وبا د منشأګانو په هکله دروغ خپاره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین غواړي چې د نړۍ پاتې وګړي چې د کرونا له مصیبت څخه ژوندي پاتې دي، د خپل واکسین په وسیله له منځه وېسي.‌ د نړۍ خلک باید محتاط اوسي او هغه واکسین چې چین جوړ کړی دی ونه کاروي،‌ او هغوی باید د چین په واکسین باندې بندیز ولګوي. زه فکر کوم چې چین کرونا وایرس د دې لپاره جوړ کړ چې واکسین خرڅ کړي او د واکسین د خرڅانه له لارې پیسې ترلاسه کړي. خلک باید چین ته اجازه ورنه کړي چې د تقلب او فرېب له لارې پیسې وګټي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان خلک باید اوس څه ډول واکسین وکاروي؟‌ دا چې د چین واکسین تایید شوی نه دی او د روسیې واکسین باوري نه دی، بیا نو صحیح یې کوم یو دی چې د افغانستان خلک یې باید وکاروي؟

ځواب ورکړئ

یو هم نه

ځواب ورکړئ