روغتیا

افغانستان به له متحده ایالاتو څخه د کووېډ-۱۹ واکسینونه ترلاسه کړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو روغتیایي کارکوونکی د غوایي په ۶مه په کابل کې د واکسیناسیون په یوه مرکز کې یوه سړي ته د کووېډ-۱۹ پر ضد د کوویشیلډ واکسین تطبیقوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکوونکی د غوایي په ۶مه په کابل کې د واکسیناسیون په یوه مرکز کې یوه سړي ته د کووېډ-۱۹ پر ضد د کوویشیلډ واکسین تطبیقوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

واشنګټن -- افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د هغو ۸۰ میلیونو کرونا واکسینونو لومړۍ برخه به ترلاسه کړي چې متحده ایالات به یې د چنګاښ تر پيل کېدلو پورې په نړۍ کې ووېشي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۳مه/ د هغو ۸۰ میلیونو کروناوایرس واکسینونو د لومړۍ برخې په هکله خپل پلان طرحه کړ چې متحده ایالات به یې د چنګاښ له پیل څخه مخکې په نړۍ کې ووېشي، او ۷۵٪ واکسینونه به یې د کوواکس پروګرام له لارې ووېشل شي.

بایډن په یوه اعلامیه کې وویل، «موږ دا واکسینونه د دې لپاره وېشو چې د خلکو ژوند وژغورو او د مثال د ټینګولو او د خپلو ارزښتونو په مټ د وبا په پای ته رسولو کې د نړۍ لارښونه وکړو.»

د تېر کال په وروستیو کې، بایډن ژمنه وکړه چې د نړۍ هېوادونو ته به ۶۰ میلیونه د کوویډ-۱۹ واکسین ډوزونه صادر کړي، وروسته یې دغه اندازه ۸۰ میلیونو ته زیاته کړه.‌

یو طبي کارکوونکی د کب په ۶مه په هرات کې په یوه روغتون کې یوه همکار ته د کووېډ-۱۹ واکسین زرق کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو طبي کارکوونکی د کب په ۶مه په هرات کې په یوه روغتون کې یوه همکار ته د کووېډ-۱۹ واکسین زرق کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

له بې وسې هېوادونو سره د مرستې کولو دغه ژمنه په داسې حال کې کیږي چې په متحده ایالاتو کې د واکسینونو په توزیع کې پراخ پرمختګ شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د کووېډ-۱۹ د غبرګون منتظم جیف زینټس وویل، «د لومړیو ۲۵ میلیونو ډوزونو د صدور پروسه روانه ده. موږ به د ولسمشر د ژمنې له مخې د چنګاښ تر لومړیو پورې ۸۰ میلیونه ډوزه وړاندې کړو.»

هغه وویل، لومړۍ جوپه د فدرالي تأمیناتو له دوزونو څخه برابرېږي او موږ به په دې برخه کې د جانسن اینډ جانسن، موډرنا او فایزر/بایو اېن ټیک په ګډون درې هغه واکسینونه شامل کړو چې متحده ایالاتو د عاجل استعمال لپاره منظور کړي دي.

متحده ایالات به د کوواکس له لارې شریک شوي ډوزونه د لاتینې امریکا او کارابین، جنوبي او جنوب ختیځې اسیا او افریقا هېوادونو ته ورکړي ځکه متحده ایالات غواړي چې د عفونتونو د تازو څپو د درولو په برخه کې مرسته وکړي.‌

د متحده ایالاتو په پلان کې د لومړنیو ۲۵ ملیونه ډوزو شاوخوا ۷ میلیونه د اسیا، په ځانګړې توګه د هندوستان، نیپال، بنګله دېش، افغانستان او ویتنام لپاره ځانګړي شوي دي.‌

د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) او د واکسین اتحادیې ګاوي په ګډه کوواکس رامنځته کړی ترڅو د واکسینونو متوازن وېش،‌ په ځانګړې توګه کم عاید لرونکیو هېوادونو ته یقیني کړي.‌

کوواکس تر دې نېټې پورې ۱۲۷ قلمروونو ته نږدې ۸۰ میلیونه ډوزونه رسولي دي.‌

د واکسین د رسولو په لاره کې خنډونه له منځه وړل

ګاوي د وري په ۳۱مه د «نوښتګره هیله مندي: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې مجادله» په نامه یوه راپور کې ویلي دي چې، افغانستان د نړۍ والې وبا پر وړاندې غبرګون کې د اکثرو نورو په پرتله له ډېرو خنډونو سره مخامخ شوی دی.‌

طالبانو،‌ چې د واکسیناسیون د کمپاینونو د مخنیوي اوږده تاریخچه لري، د کب په میاشت کې د واکسین د توزیع په لومړۍ مرحله کې، په فاریاب ولایت کې یو بار واکسینونه ضبط کړل.‌

په راپور کې راغلي، دغه راز دا هېواد «د عامې روغتیا یو استثنایي اسیب پذیره سیستم» لري چې د هرو ۱۰۰۰۰ ناروغانو په سر یواځې ۹.۴ ماهر روغتیایي کارکوونکي او یواځې ۱.۹ ډاکتران لري.‌

راپور وایي، «د غریزې جغفرافیې او روانې ناامنۍ له امله، د افغانستان اټکل ۱۵٪ سپینه ساحه یا داسې سیمه بلل کیږي چې هلته روغتیایي خدمتونه نه رسیږي.»

د راپور په اساس، د وبا په پيل کې افغانستان داسې لابراتوارونه نه لرل چې کووېډ-۱۹ تشخیص کړي.‌

د رسمي ارقامو له مخې، په افغانستان کې د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې د کوویډ-۱۹ د لومړۍ پېښې له ثبتېدلو راهیسې -- چې یو ناروغ افغان وګړی له ایران څخه هرات ته راستون شوی وو -- د ۵۷۵۳۴ تائید شویو پېښو او ۲۵۳۳ مړینو خبر ورکړل شوی دی.‌

د ګاوي د راپور په اساس،‌ په ساحه کې خلک وایي چې اصلي شمېر تر دې ډېر لوړ دی.‌

د تېر کال په وروستیو کې، جګپوړو حکومتي چارواکو د افغانستان ۳۴ واړو ولایتونو ته د کوویډ-۱۹ د واکسینونو د خوندي رسولو د شونتیا په هکله شکونه څرګند کړل.‌

هغوی اشاره وکړه چې،‌ په هغه وخت کې د کابل او کندهار تر منځ سړک د څه ۱۷ ورځو په مخه بند وو.‌

طالبانو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې مهمو سړکونو، پلونو او د بندونو په ګډون یو شمېر بېخبناوو ته چاودنې ورکړې دي.

له دې سره سره چې طالبانو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې مهم سرکونه، پلونه او د بندونو په شمول نورې بیخبناوې د چاودنو په وسیله ویجاړ کړي دي، اوس هم واکسینونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ولایتونو روغتیایي مرکزونو ته رسېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ د امریکا متحده ایالاتو څخه مننه کوو چې د افغانستان خلکو سره د کرونا ضد واکسینونو د برابرولو بشري مرسته کوي. متحده ایالاتو یو ځل بیا وښودله چې دغه هېواد د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او تل له افغانانو سره همکاري کوي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان حکومت باید د کرونا د واکسیناسیون پروسه ګړندۍ، او ژر تر ژره د هېواد ټولو اتباعو ته د کووېډ-۱۹ واکسین تطبیق کړي. هره ورځ په لسګونو خلک په کرونا د اخته کېدلو په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او دغه شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. د افغانستان نیم نفوس ورانوونکې جګړې وژني، او پاتې نور به یې کرونا ووژني ځکه چې په هېواد کې د نورو هیوادونو په څېر د ۱۰۰٪ قرنطین امکان نشته، او دلیل یې دا دی چې د دې هېواد خلک بې وزلي دي او نشي کولی چې قرنطین مراعت کړي. هغوی مجبور دي چې له کورونو څخه وځي او د ورځې تر پایه پورې د خپلو ځانونو لپاره نفقه وګټي. یوازنۍ حللاره د واکسین تطبیق دی. مونږ له دوست هېواد متحده ایالاتو څخه چې غواړي د افغانستان خلکو ته د واکسینونو په برابرولو سره په افغانستان کې دا مرګونې ناروغي له منځه وېسي، مننه کوو، او له نورو هیوادونو څخه هم غواړو چې له افغانستان سره د واکسینونو مرسته وکړي،‌ ځکه چې د افغانستان اقتصاد ښه نه دی او نشي کولی چې د خپلو ټولو اتباعو لپاره واکسینونه واخلي.‌

ځواب ورکړئ

که په چین باندې دا ثابته شي چې کورونا وبا هغوی قصدا را اېستلې ده بیا چین مجبور دی چې د نړۍ هېوادونو او بالخصوص غریبو هیوادونو ته تاوان ورکړي. زما دا د هیوادونو تر منځ‌ شخړې نه خوښيږي، انسانان باید د جنګونو په ځای ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. زما نظر دا دی چې د نړۍ شتمن هیوادونه باید هڅې چټکې کړي چې په درې میاشتو کې دننه دننه ټولې نړۍ ته واکسین ورسوی چې ټول بشر د کورونا له وبا نه خلاص شي. قران کریم د ټول بشریت د خیر غوښتنه کوي. په قران کریم کې چې الهی معجز کلان دی ۶۶ ځلې د انسان ذکر شوی او ۲۵۱ ځلې د انسانان (جمع) ذکر شوی دی، په داسې حال کې چې د مسلمان ذکر په کې ۴۵ ځلې شوی دی،‌ یعنې الهی کلام د ټول انسانیت خیر غواړي. کاش چې ما دومره پیسې درلودلی چې د نړۍ ټولو انسانانو ته مې اول د کورونا واکسین برابر کړی وای بیا مې د نورو ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ورته سنجولې وای. والله المستعان

ځواب ورکړئ