ديپلوماسي

د هرات اوسېدونکیو د سولې په خبرو کې د طالبانو 'بد نیت' مسخره کړ

د عمر راپور

د دیني عالمانو، حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې د فعالانو او ځوانانو په شمول د هرات په سلګونو اوسېدونکي د وږي په ۲۰مه د دې لپاره راټول شوي وو چې له متحده ایالاتو سره د سولې په اوس لغوه شویو خبرو کې د طالبانو د نه صداقت پر وړاندې اعتراض وکړي. [عمر]

د دیني عالمانو، حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې د فعالانو او ځوانانو په شمول د هرات په سلګونو اوسېدونکي د وږي په ۲۰مه د دې لپاره راټول شوي وو چې له متحده ایالاتو سره د سولې په اوس لغوه شویو خبرو کې د طالبانو د نه صداقت پر وړاندې اعتراض وکړي. [عمر]

هرات -- د دیني عالمانو، حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې د فعالانو او ځوانانو په شمول د هرات له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د وږي په ۲۰مه د دې لپاره راټول شوي وو چې له متحده ایالاتو سره د سولې په اوس لغوه شویو خبرو کې د طالبانو د نه صداقت پر وړاندې اعتراض وکړي.

د سولې د خبرو په وروستیو شېبو کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي یوه کمپاین چې غوښتل یې په افغان حکومت او د هغه په نړۍ والو شریکانو باندې فشار واچوي، متحده ایالات دې ته وهڅول چې خبرې لغوه اعلان کړي.‌

په هرات ښار کې د غونډې برخه والو وویل چې طالبان د دې لپاره تاوتریخوالی ترسره کوي او بې ګناه خلک وژني چې هغوی په سوله باور نه لري او یوازې هڅه کوي چې قدرت بیا ترلاسه کړي او بیا یو «اسلامي امارت» تاسیس کړي.‌

د افغانستان په لویدېځه سیمه کې د دیني عالمانو د شورا ویاند مولوي سید احمد اخوندزاده وویل، طالبانو په غلط نیت سره مذاکرات کول.

هغه په یوه مرکه کې وویل، «یوه لوري ته طالبانو د تړلو دروازو شاته د سولې خبرې کولې، خو بلې خوا ته بیا له خلکو سره په جګړه کې ښکېل ول.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فهیم فرجام د خبرو لغوه کېدل وستیال ځکه چې طالبانو له دغو خبرو اترو څخه د مشروعیت ترلاسه کولو د یوې طریقې په دود کار اخیست.

هغه وویل، «په قطر کې د سولې خبرې د طالبانو په ګټه پرمخ لاړې، او د هغوی توقعات یې لوړ کړل. په وروستیو میاشتو کې، طالبانو حتی خپل ځانونه حکومت بلل او هره ورځ به یې د افغانانو په استازیتوب اعلامیې خپرولې. د سولې د خبرو په لغوه کېدلو سره طالبانو د هر چا په وړاندې خپل موقف بایللی دی.»

ډېر نور کتونکي هم دې ته ورته نتیجې ته رسېدلي دي: د طالبانو مشران، د هغوی د تاوتریخوالي څخه ډکو عملونو له امله د خبرو له لغوه کېدلو څخه وروسته خپل ځانونه په یوه کمزوري شوي موقف کې ویني.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل،طالبانو دا وښودله چې په هغوی باندې باور نشي کېدلی.

هغه وویل، «طالبانو له ۲۰ څخه ډېرو کلونو راهیسې ثابته کړې چې هغوی په سوله باندې باور نه لري او دا چې د هغوی یوازنی هدف دا دی چې قدرت ترلاسه کړي.»

هغه د تلې د میاشتې په ۶مه کېدونکیو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په اشارې وویل، «مونږ به انتخابات ترسره کوو. زمونږ راتلونکی حکومت به د سولې په پروسه په لا ډېر شوق سره کار وکړي.»

د طالبانو افراطي هدفونه

د مدني ټولنې فعالانو او د هرات ولایت اوسېدونکیو ومنله چې په طالبانو باندې باور نشي کېدلی.

په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې، هغوی وویل چې طالبانو د سولې په خبرو کې د چنو وهلو لپاره د ډېرو افغانانو وینې وبهولې، په داسې حال کې چې دغه ترهګریز عملونه د اورپکو جهالت او فرېب کاري څرګندوي.

د ولسي جرګې پخواني غړي خلیل احمد شهید زاده وویل، «هغه غوښتنې چې طالبانو له امریکا سره د سولې د خبرو په ترڅ کې وړاندې کړې د هغوی خپلې غوښتنې نه وې، بلکې د هغو هېوادونو غوښتنې وې چې د طالبانو ملاتړ کوي او د طالبانو له لارې خپل هدفونه تعقیبوي.»

هغه زیاته کړه، دغو هېوادونو هڅه وکړه چې له طالبانو څخه په امریکا او افغانستان باندې د فشار په توګه کار واخلي او په دې توګه له وضعې څخه ګټه پورته کړي.‌

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال غلام فاروق راسب وویل، «له امریکا سره په خبرو کې د طالبانو هدف دا نه وو چې افغانستان ته سوله راولي، هغوی یوازې د خپلو ګټو په هکله فکر کاوه او د خپل «اسلامي امارت» خوب یې لیده.»

هغه وویل، «د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي او د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو په وژنه کې ډېرښت ښیي چې دغه ډله په سوله او روغه جوړه باندې باور نه لري.»

راسب وویل، «طالبانو غوښتل چې د اوسني دولت پر ځای «اسلامي امارت» بیا رامنځته کړي. هغوی غوښتل چې د افغانستان د اساسي قانون پرځای خپل افراطي قوانین نافذ کړي، خو بریالي نشول.»

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري ومنله چې افغانانو د سولې د دې خبرو له سر نه تر پایه پورې د طالبانو د انګېزو په هکله شک درلود.

هغه وویل، «هر چا د طالبانو د راستنېدلو په هکله اندېښنې لرلې. افغانان ډېر وارخطا ول چې په افغانستان کې به بیا اسلامي امارت رامنځته شي او د دوه لسیزو لاسته راوړنې -- چې په ډېرو هڅو شوي دي، له منځه لاړې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500