ټولنه

د نړۍ وال بانک رییس وایي، ښایي دغه بانک له افغانستان سره مرستې بیرته پيل نه کړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغانان د لړم په ۱۵مه په کابل کې د خوراک د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خوا د خوراکي توکو د وېش په ترڅ کې په کتار کې ولاړ دي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

افغانان د لړم په ۱۵مه په کابل کې د خوراک د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خوا د خوراکي توکو د وېش په ترڅ کې په کتار کې ولاړ دي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

واشنګټن -- د نړۍ وال بانک رییس ډیویډ ملپاس د دوشنبې په ورځ /د لړم په ۱۷مه/ څرګنده کړه چې ښایي دغه موسسه، د زمري په میاشت کې د تمویل له ځنډولو څخه وروسته، له افغانستان سره مستقیمه مرسته بېرته پیل نه کړي.

هغه د ستراتیژیکو او نړۍ والو څېړنو مرکز (سي اېس آی اېس) کې په خبرو کې وویل،‌ د اقتصاد «د بشپړې خرابۍ په پام کې نیولو سره، زه فکر نه کوم چې موږ به په داخل کې فعالیت وکړو.»

هغه وویل، «له ننګونو څخه یوه د تادیاتو سیستم دی،» او یادونه یې وکړه چې «اصلا د هغه څه په پام کې نیولو سره چې اوسنی حکومت یې کوي، دا وړتیا نه لیدل کیږي چې پیسې دې اصلا جریان ومومي.»

نړۍ وال بانک د وږي په ۲مه د طالبانو له خوا د واک نیولو څخه وروسته د امنیتي وضعیت او د ښځو د حقونو په هکله د اندېښنو په ترڅ کې له افغانستان سره مرستې ودرولې، او ویې ویل چې دغه موسسه «وضعیت له نږدې څخه څاري او ارزوي».

چادري په سر ښځې له خپلو ماشومانو سره یوځای د لړم په ۱۵مه د کابل په لمنه کې د خوراک د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خوا د خوراکي توکو د وېش په ترڅ کې په کتار کې ولاړ دي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

چادري په سر ښځې له خپلو ماشومانو سره یوځای د لړم په ۱۵مه د کابل په لمنه کې د خوراک د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خوا د خوراکي توکو د وېش په ترڅ کې په کتار کې ولاړ دي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

د نړۍ وال بانک د وېب پاڼې د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د نړۍ وال بانک له شلو څخه ډېرې فعالې پروژې لري او له ۱۳۸۱ کال راهیسې یې ۵.۳ میلیارده ډالر مرسته کړې چې ډېری یې بلا عوضه مرسته ده.

د پیسو نړۍ وال صندوق (آی اېم اېف) هم له دغه هېواد سره خپله مرسته ځنډولې ده.

ملپاس وویل هغه د سره صلیب نړۍ والې کمېټې او دغه راز د ملګرو ملتونو له هغو ادارو سره چې اوس هم په افغانستان کې کار کوي، لیدلي دي.

متحده ایالاتو په افغانستان باندې په خپلو بندیزونو کې د ځینو استثناأتو اجازه ورکړه ترڅو د بشري مرستو د ورتګ لاره برابره کړي.

ملګرو ملتونو تېره جمعه په یوه اعلامیه کې وویل اټکل کوي چې د اوس او د وري تر میاشتې پورې د افغانستان شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک یا ۵۵٪ نفوس له بحران یا د خوړو د کمښت له سخت وضعیت سره مخامخ دی.

دغې ادارې وویل چې ان د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه مخکې، په هېواد کې بشري وضعیت یو له بدترینو وضعیتونو څخه وو.

په اعلامیه کې راغلي چې، «د کال په نیمایي کې، نږدې نیمایي وګړي یعنې ۱۸.۴ میلیونه خلک وار له مخه د بشري اړتیاوو او خوندیتوب په برخه کې مرستو ته اړ ول.»

د مرستو ژمنې

د متحده ایالاتو حکومت د لړم په ۶مه په افغانستان کې د بشري بحران له امله د زیانمن شویو کسانو لپاره شاوخوا ۱۴۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، «دا مرسته په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې او په سیمه کې د افغان کډوالو لپاره د متحده ایالاتو بشري مرسته نږدې ۴۷۴ میلیونو ډالرو ته رسوي.»

په اعلامیه کې راغلي چې دغه پیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف)، د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم)، نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) او نورو نړۍ والو او غیرحکومتي سازمانونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون مستقلو بشردوستو موسساتو ته چې په پراخ ډول یې ارزونه او څارنه کیږي، ورکول کیږي.

بلینکین وویل، «دا مرستې به زموږ شریکانو ته دا وړتیا ورکړي چې د زیاتېدونکو بشري اړتیاوو چې د روغتیایي پاملرنې د نشتوالي له امله سختې شوي، کوویډ-۱۹، وچکالۍ، سوء تغذي او خنډ جوړونکي ژمي په غبرګون کې ژوند ژغورونکی مصؤنیت، د خوراکي توکو د تأمین ملاتړ، اړتیا وړ روغتیایي پاملرنه، د ژمي پر وخت مرسته، لوجیستيکي مرسته، او عاجله خوراکي مرسته برابر کړي.»

د افغانستان د دوو ګاونډیانو چین او ایران له خوا د مرستو ژمنې، چې په وروستیو اونیو کې یې د هوا له لارې د خوراکي توکو،‌ درملو او طبي اکمالاتو او ژمنیو جامو کوچني بارونه افغانستان ته ور لېږدولي، ددغو مرستو په تناسب ډیره کمه ده.

چین د طالبانو موقت حکومت ته د ۳۱ میلیونه ډالر په ارزښت د عاجلې مرستې ژمنه وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د لړم په لومړیو کې وویل، وروسته چین اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې یواځې ۱ میلیون ډالر بشري مرستې کړي او ژمنه یې وکړه چې له افغانستان سره به د ۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي او طبي توکو مرستې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالب نه و سمه توره بلا وه چې راغله د افغانستان هر څه یې له مخې سره جام کړل، هېڅوک او هېڅ شی یې په راتګ خوشاله نه دی انسانان خو څه چې حېوانات هم ترې مخ ګرځوي. طالب او هغه داړونکی حېوان چې همېش نورو ته ضرر رسوي هېڅ توپیر سره نه لري، ځکه حیوان هم انسانان داړي، ژوبلوي یې او آن وژني یې او طالب هم همداسې درواخله. طالب لګیا دی په ژوندوني د خلکو ساه وباسي او نه پرېږدي چې د ارام ساه واخلي، د دوی په راتګ سره له خلکو ډوډۍ ورکه شوه، عزت یې پیمال شو... نور به طالب په دې وطن څه چارې کوي نړیوال ترې په تېښته دي یوازې بېګناه افغانان ورته پاتې چې څه به ورسره کوي.

ځواب ورکړئ