کابل -- خامه پرېس د سه شنبې او چارشنبې په ورځ / د ډسمبر ۲۰مه او ۲۱مه/ راپور ورکړ چې د اسیا پرمختیایي بانک (ADB) او نړیوال بانک په وروستیو کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره پراخه مرسته وکړي.
د اسیا پرمختیایي بانک د انرژۍ د سکټور د ملاتړ لپاره د ۲۷.۷ میلیارده افغانیو (۴۱۵ میلیونه امریکایي ډالر) د مرستې ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې نړیوال بانک په مهمو برخو کې د ریفورمونو د ملاتړ لپاره د تشویقي فنډ په توګه ۵.۵ میلیارده افغانیو (۸۳.۵ میلیونه امریکایي ډالر) مرسته کوي.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې په اساس، د نړیوال بانک د مرستو له لارې به د عایداتي سرچینو، تشکیلاتي ریفورمونو، د مالیې یا ټکس د مدیریت، د مرستو د مؤثریت او د ولایتي بودجو په څېر سکټورونه حمایه شي.