ديپلوماسي

د طالبانو له خوا د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ځپونکیو عملیاتو سره سره چین د پیسو ورکولو ژمنه وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ یي د لړم په ۱۹مه په بیجینګ کې د یوه پوښتونکي پوښتنه اخلي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ یي د لړم په ۱۹مه په بیجینګ کې د یوه پوښتونکي پوښتنه اخلي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

بیجینګ -- چین د چارشنبې په ورځ‌ /د وږي ۱۷مه/ ژمنه وکړه چې د طالبانو لنډمهالي حکومت سره به ۳۱ میلیونه ډالر بیړنۍ مرسته وکړي، دا په داسې حال کې ده چې دغه ډله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د خپلې سخت دریځې واکمنۍ تحمیلولو ته دوام ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «چین د طالبانو له خوا د یوه موقت حکومت د جوړولو اعلان او د ځینو کارکونکو مهمو ګمارنو ته ډېر اهمیت ورکوي.»

د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وروسته وویل چې دغه پیسې به د خوراکي توکو، ژمنیو اکمالاتو، درې میلیونو واکسینونو او نورو درملو په پېرودلو باندې ولګول شي، لاکن دا به ناشونې وي چې د دې هر څه پل پسې واخیستل شي ځکه چې اوس د هېواد د مالي سرچینو کنټرول د طالبانو په لاسونو کې دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یاد اورپکي ګروپ د حکومت کولو په خپله سخته طریقه او د ازادیو او حقونو په محدودولو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیاتېدونکي اعتراضونه په بې رحمۍ سره ځپلي دي.

طالبانو سره په اړیکو جوړولو کې عجله

په داسې حال کې چې د نړۍ ډېرو هېوادونو له طالبانو سره د اړیکو جوړولو لپاره د صبر وکړئ او وګورئ کړنلاره غوره کړې ده، چین چمتووالی ښودلی چې د قدرت له ترلاسه کولو څخه وروسته له طالبانو سره دوستانه اړیکې جوړې کړي.

شنونکو ویلي چې په کابل کې یوه باثباته او همکاره اداره به د چین لپاره د اقتصادي فرصتونو لاره پرانیزي او په بهر کې د دغه هیواد د کمربند او سړک نوښت (بي آر آی) د بېخبناوو پراختیا ته به لاره هواره کړي.

د چین د حکومت یوه ویاند د زمري په ۲۵مه وویل، چین چمتو دی چې له طالبانو سره «دوستانه او د همکارۍ» اړیکې پراخې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونیینګ خبریالانو ته وویل، «طالبانو په مکرر ډول هیله څرګنده کړې چې له چین سره ښې اړیکې جوړې کړي، او هغوی هیله لري چې چین د افغانستان په بیارغونه او پراختیا کې برخه واخلي.»

شنونکي وایي، په کابل کې یوه همکاره اداره به افغانستان ته او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو له لارې د بي آر آی پراختیا ته لاره هواره کړي.

د نورو هدفونو له منځه، د بي آر آی یو هدف دا دی چې د چین په ګټه د بې وزلو هېوادونو د طبیعي سرچینو استخراج او انتقال ته لاره هواره کړي.

په ورته وخت کې، ښایي طالبان په مستقیم ډول یا د پاکستان له لارې چې د بیجینګ یو نږدې متحد دی، چین د پانګونې او اقتصادي ملاتړ د یوې مهمې سرچینې په توګه په پام کې ونیسي.

د ګټو اتحاد

په دغه اتحاد کې، داسې ښکاري چې طالبان په سینکیانګ کې د چین له خوا د میلیونونو مسلمانانو په ځپل کېدلو باندې سترګې پټې کړي، په داسې حال کې چې بیجینګ د افغان حکومت د نسکورولو لپاره د طالبانو د جنګي ایډیالوژۍ او کمپاین په هکله څه نه وایي.

بیجینګ، له طالبانو سره د هوکړو په لاسلیکولو سره، هیله لري چې هغوی به هم په سینکیانګ کې، چې بیجینګ په کې په وروستیو کالونو کې د «ملي امنیت» تر نامه لاندې د اکثریت مسلمانو وګړو د ځپلیو او د هغوی د څارلو لپاره ډېر ظالمانه سیاستونه روان کړي دي، د اویغوریانو د مسایلو په هکله په ښکاره توګه بې طرفه پاتې شي.

په سینکیانګ کې د چینایي مقاماتو له خوا ډېر ترسره شوي جنایتونه په ځانګړې توګه د نړۍ د مسلمانانو لپاره ځورونکي دي. په دغو جنایتونو کې په سیمه کې له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو امامانو او دیني عالمانو مستبدانه توقیف، د شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونو ویجاړول، او په مسلمانو ښځو باندې سیستماتیک جنسي تېری شامل دي.

طالبان،‌ چې ځانونه د اسلام مدافعین بولي، دې ته حاضر ښکاري چې د مناسب قېمت په مقابل کې د مسلمانانو په وژلو او غلامولو باندې سترګې پټې کړي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ای اېف پي ته وویل، یاغیان غواړي چې «د نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.»

هغه وویل، «هر هېواد چې غواړي زموږ کانونه راوباسي، موږ ورته ښه راغلاست وایو. موږ به د پانګونې لپاره ښه فرصت برابر کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین په افغانستان کې خپلې ګټې لټوي څو هغه څه ترسره کړي چې د هغوی لپاره مهم دي. د چین لپاره مهم شی دا دی چې څنګه په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره ښه پالیسي جوړه کړي. بیا هم، د افغانانو او چینایانو تر منځ په زړه پورې نتیجه او دیپلوماسي به په یوه دیپلوماتیک ارتباط کې وي، څو یو طرف ته افغانستان وکولی شي چې د چین له میتودولوجۍ څخه ښه استفاده وکړي او بل طرف ته د چین لپاره ارزانه تمام شي، ځکه چې چین د افغانستان ګاونډی دی. چین سخته هڅه کوي چې له نورو لویدیځو هیوادونو سره د اړیکو جوړولو پر ځای، مهم قراردادونه چې په هر قیمت وي ترلاسه کړي.‌

ځواب ورکړئ

دوهمه برخه دا اوس ۴۲ غریب هیوادونه د چین قرضداري دي او بیرته یې قرض نشي ورکولای. چین یې په بدل کې له دغه هر هیواده یو څه رانیولي. پاکستان یې هم څه کم ۲۵ ملیارده ډالر قرضدار دی. د دې قرض په بدل کې چین د خپل تجارت لپاره د پاکستان خاوره او د ګوادر بندر استعمالوي چې اروپا او منځني ختیځ ته یې د چین لاره ډیره لنډه کړې. د چین یو غټ تخنیک دا دی چې تا ته په قرضو شیان جوړوي. مثلاً له کنړه تر هراته درته پوخ سرک په قرضو جوړوي. خو که قرض یې ورنکړای شې بیا لدې سرکه د خپل تجارت لپاره مفته ګټه اخلي سره لدې چې قرض یې هم نه کمیږي. که په سرک له موټرو حق العبور هم اخلي د دوی کیږي او افغانستان یې ترینه نشي اخیستلای. پدې چل یې هم پیسې درباندې قرض پاتې وي او هم دې له خاورې تر هغه مفته ګټه اخلي تر څو یې چې قرض له سود سره بیرته ورنکړې. په افریقا کې یې ډیر بندرونه جوړ کړي چې اوس یې پخپل کنټرول کې دي او ګټه یې هم چین ته ځي. ځایي خلکو ته هیڅ هم نه دي رسیدلي. چین دا اوس له نړیوال بانک، ای ایم ایف او نورو ډیر قرضونه ورکړي او دا قرضونه هم هغه غریبو او کمزورو هیوادو ته ورکوي چې بیرته یې نشي ورکولای. له چینه وډار شئ کنه د کورو لوښي به مو هم درنه یوسي. له چین سره تجارت وکړئ خو افغانستان کې لویې پروژې مه ورکوئ او مه ترینه قرض اخلئ. اجمل ستانکزی

ځواب ورکړئ

اوله برخه زه چین ته د لویو پروژو ورکولو یا ورسره ډیر اقتصادي تعلقاتو جوړولو مخالف یم. چین داسې یو هیواد دی چې ښه ډیر قرض درکوي خو وروسته دې د هیواد مهم ځایونه لکه معدنیات او بندرونه په قرض کې درنه نیسي. په همدې تخنیک یې نیمه افریقا نیولې. همدارنګه چین چې چیرته پروژې جوړوي خپل چینايي کارګر ورلیږي (افغانستان کې مو ولیدل). پدې چل ډیری سرمایه بیرته خپل هیواد ته لیږي. بل غربي کمپنۍ که درنه څه پټ کړي نو ان د غرب په محکمو کې یې حاضرولای شې خو چینایانو چې یو ځل درنه څه یوړل بیا یې ترینه راویستل ناممکن دي. امریکا یا غرب که هر څه وو بیا یې هم طبیعت د خانانو وو او دومره د پیسو قیصه کې نه وو. د چین مثال د هغه بخیل دی چې نوی مالدار شوی وي خو بیا هم د یوې یوې حساب درسره کوي. دغه تیرو شلو کلونو کې چې امریکا څومره مصرف وکړ افغانستان پکې هیڅ قرضدار نشو او لا هم لس ملیارده ډالر سرمایه لري. خو که چین د دې پنځه سلنه مصرف هم درباندې وکړي نو افغانستان به یې دومره قرضدار شي چې مجبوراً به ټول معدنیات چینایانو ته ورکړي چې استخراج یې کړي. چین همدا غواړي چې افغانستان ته قرض ورکړي او افغانستان ونه توانیږي چې دا قرض بیرته چین ته ورکړي تر څو د خپلې خوښې معدنیات په بیخي ارزانه بیه یوسي. د چین دې چل ته د ((په قرض کې رانیولو)) پالیسي وايي. یعنې یو هیواد په قرض کې داسې راونیسه چې بیرته قرض درنکړای شي او په بدل کې یې د هیواد منابع ترینه زبیښه.

ځواب ورکړئ